کور / تازه خبرونه / پېښور ته څيرمه پر پوليسو بريد شوى

پېښور ته څيرمه پر پوليسو بريد شوى

پېښور: وسله والو پېښور ته څيرمه پر کوهاټ سرک د ځنګلى په پوستې باندې بريد کړې چې له امله يې پنځه تنه پوليس وژل شوي اوگڼ يې ټپيان دي په وژل شوي کې دپوليسويو مشر هم شامل دى او په ټپيانوکې ٢ لارويان دي ويل شويدى چې پېښور ته څيرمه په کوهاټ روډ دځنګلى پوسته تقرباً ١١ کيلو متر دپېښور ښار نه فاصله لري او دشپې لخوا په دغه سيمه کې څوک په ازادانه توګه تګ راتګ نشى کولى . ديادونې وړ ده چې ځنګلي تر څنګ ماشو خيلو کلي ته ٣ تنه وسلوالو تښتولي ا و کور يې ورته ويجاړ کړى