کور / تازه خبرونه / الوزى:افغان کډوال اسانتياوې نه لري

الوزى:افغان کډوال اسانتياوې نه لري

اسلام اباد :په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالودچارو رئيس ډاکټر الوزى د افغان کډوالو د متحدې عالى شورا په مشرۍ يې په اسلام اباد کې د افغان کميشنر عمر ان زيب او افغان سفيرجانان موسى زي سره په جلا جلا ډول وکتل او افغانانو ته د ورپيښو ستونزې په گوته کړې او د حل او د اسانتياوو د برابرولو په اړه يې ترې غوښتنې وکړې او هم يې خپل وړانديځونه ورته وړاندې کړل ، ډاکټر الوزي د پاکستان له حکومت او اولس څخه په مننې سره وويل چې تردې دمه يې افغانان په خپلې مېلمه پالنې ونازول او افغان کمشنر ته په کمپونو کې د برق نشتوالي په ښوونځيو کې د ستونزو، په بازارونو کې ددوى د تالاشيو او نيولو او هم په پاکستان کې د کډوالو د اوسيدنې د کارتونو د نوي کولو په مرکزونو کې د پرور ورپيښو ستونزو رڼا واچوله ويې ويل چې د کارتونو د نوي کولو په مرکزونو کې افغانانو ته لازمې اسانتياوې نه دې برابرې شوي ډاکټر الوزي په خپلو غوښتنو کې دايادونه هم وکړه چې د غير رجسټر افغانانو د پاره دې د کارتونو د ورکولو پر مهال هم ددوى ټولې ستونزې په نظر کې ونيول شي افغانانو ته د کارتونو ورکولو وروسته به غير رجسټرافغانانو د پاره هم کارتونه ورکول کېږي چې آى، او، ايم لخوا به هغه پرګرام سرته رسېږي همدارنگه په اسلام اباد له افغان سفيرجانان موسى زي سره هم د افغان کډوالو په ستونزو هراړخيزې خبرې وشوې او سفير يې ورته حل ډاډ ورکړپه دې کتنو کې په خېبر پښتونخوا کې د ميشتو افغان کړوالو د متحدې عالې شورا غړو، د افغان کډوالودچارو رئيس ډاکټر الوزي، نوموړي شورامشر ډاکتر رحمت الله، سردارخان سيرت ، د افغان کډوالودچارو مرستيال حقجو، بريالي، ملک غلام سخي، زاهد خان، مفتي سيف الرحمن هاشمي، حاجي کريم، محمد هارون زاخيلوال او يوشميرنورو د بېلا بېلو افغان کيمپونو استازيتوب يې کاوه برخه درلوده