کور / تازه خبرونه / د دفاع وزارت: د جيوتلويزيون وتړئ

د دفاع وزارت: د جيوتلويزيون وتړئ

اسلام اباد: دبي بي سي داردو څانگې د خبر له مخې دپاکستان د دفاع وزارت د پاکستان کې په رسنيو دڅارادارې پمرا (پاکستان اليکټرانک ميډياريگوليټري اتهارټي) ته يوغوښتنليک ورکړې چې په دجيواردوژبې خبري کانال خپروني په سمدستي ډول وځنډوي او درښتينو پلټنوڅخه وروسته دې ترې د جواز اخيستو غوښتنه شوې د دفاع وزارت مرستيال اصف ياسين د جيوتلويزيون خلاف پمراته دغوښتنليک دليږلو تاييد کړى دنوموړي وزارت وياند ناريته فرحان څرگنده کړې جيوتلويزيون دسپکاوي وړخبرونه خپاره کړي چې بايد نه واى خپاره شوي دجيوتلويزيون مشرعمران اسلم وايي حامد ميرورورعامرميرووايلي وو چې ورته يې ورور حامد مير څرگنده کړې وه چې که چيرې پرې بريد وشونومسوليت به يې داى اس اى پر ادارې او دهغې د مشرپرغاړه وي دبي بي سي اردو څانگې بشپر خبرپه دې ډول دى د پاکستان د دفاع وزارت د رسنيو د څار له ادارې غوښتې، چې د پاکستان د خصوصي تلويزيوني چينل جيو خپرونې په سملاسي ډول وځنډوي.د دفاع وزارت له دغې ادارې غوښتې چې د حقايقو له څرګندېدو وروسته دې د دغه خبري چينل اجازه ليک هم لغوه کړای شي.د دفاع وزارت يوه لوړپوړي چارواکي آصف ياسين ملک د بي بي سي اردو څانګې ته په خبرو کې ويلي، چې د جيو نيوز پر ضد يې د رسنيو د څار ادارې ته غوښتنليک استولی دی.د دفاع وزارت يوې وياندې ناريته فرحان بي بي سي ته د جزيياتو ورکولو پر مهال ويلي، د دفاع وزير خواجه آصف د قانون پر بنسټ د رسنيو د څار له ادارې غوښتې، چې د جيو ادارې پر وړاندې دوسيه جوړه کړي.د دفاع وزارت دريځ دا دی چې د جيو ادارې د يوه حکومتي ارګان پر وړاندې داسې سپکوونکي شيان خپاره کړي، چې خپرول يې نه و په کار.نه يوازې حامد مير بلکې د هغه ورور عامر مير هم د بريد تور پر آی اس آی ادارې او د دغې ادارې پر مشر جنرال ظهير الاسلام لګولی دی. حامد مير پخپله هم څو ځله ويلي، چې استخباراتي ادارې ښايي د ده د دريځ له امله له هغه غچ واخلي.”تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له لوري په يوه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي و، چې د جيو تلويزيون د يوې سياسي خپرونې پر چلوونکي حامد مير له بريد وروسته پرته له ثبوت نه د پاکستان په ملي ادارو بريد او پر هغو د پړې اچول د اندېښنې وړ خبره ده.د شنبې پر ورځ پر خبريال حامد مير له بريد لږ وروسته د هغه ورور عامر مير وویل: ”حامد مير ويلي و، که پر ده بريد وشو نو مسوول يې د پاکستان استخباراتي اداره آی اس آی او د دغې ادارې مشر کېدای شي”.د يکشنبې پر ورځ د جيو خصوصي تلويزيون مشر عمران اسلم اردو بي بي سي ته ویلي و، چې په عريضه کې د آی اس آی او د دغې ادارې د مشر د نوم ليکلو پرېکړه به پخپله حامد مير کوي.ده ويلي دي: ”نه يوازې حامد مير بلکې د هغه ورور عامر مير هم د بريد تور پر آی اس آی ادارې او د دغې ادارې پر مشر جنرال ظهير الاسلام لګولی دی. حامد مير پخپله هم څو ځله ويلي، چې استخباراتي ادارې ښايي د ده د دريځ له امله له هغه غچ واخلي” حامد مير د شنبې پر ورځ په کراچۍ ښار کې له هوايي ډګر نه د دفتر پر لور روان و، چې د يوه وسلوال له لوري پرې ډزې وشوې او درې مرمۍ ولګېد