کور / تازه خبرونه / په کراچۍ کې چاودنه شوې

په کراچۍ کې چاودنه شوې

کراچۍ : دبي بي سي د خبر له مخې کراچۍ ښار کې د يوې چاودنې په پايله کې لږترلږه څلور کسه وژل شوي او ډېر نور ټپيان دي.پوليس وايي دغه چاودنه نن ماسپښين دوه بجې د ګزرې په سيمه کې د يوه جومات نه بهر شوې ده.دوی وايي چاودنه هغه وخت وشوه، چې خلک د جمعې د لمانځه له اداء کولو وروسته له جومات نه راوتل.په دغه پېښه کې ټپیان شوي کسان د درملنې لپاره روغتون ته استول شوي دي.د روغتيا ایالتي وزير ډاکټر صغير احمد په روغتون کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال ویلي، په دغه چاودنه کې د يوې ښځې په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.دی وايي په چاودنه کې ۳۰ کسه نور ټپيان شوي، چې د پنځو روغتيايي وضعيت نازک دی او ډيری ټپيان لارويان او لمونځ کوونکي دي.د پوليسو يوه چارواکي عبدالخالق شيخ ويلي چې بم په موټر سايکل او يا هم په يوه رکشه کې ځای پر ځای شوی و او ظاهرآ هدف يې کوم مهم شخص و.د بم شنډولو ډله چې د پېښې ځای ته ورغلې وايي، په چاودنه کې پنځه کيلوګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي چې د بلبيرنګ ساچمې هم په کې دي او نښې يې شاوخوا ودانيو کې ليدل شوي دي.تراوسه کومې ډلې د دغې پېښې مسووليت پر غاړه نه دی اخیستی.د معلوماتو ايالتي وزير شرجيل انعام ميمن ويلي چې اورپکو مخکې د چاودنو پړه منله، خو اوس يې نه مني.ده ادعا وکړه چې: ”له اوربند وروسته د سندهـ ايالت په نښه کېږي. په تېرو دوو ورځو کې دا دويمه چاودنه ده. حکومت دې د خبرو اترو ډرامه پرېږدي”.تيره ورځ هم په کراچۍ ښار کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې د پوليسو د يوه افسر په ګډون څلور کسه ووژل شول پوليس وايي دغه چاودنه نن (جمعه، ۲۵ اپريل) ماسپښين دوه بجې د ګزرې په سيمه کې د يوه جومات نه بهر شوې ده.دوی وايي چاودنه هغه وخت وشوه، چې خلک د جمعې د لمانځه له اداء کولو وروسته له جومات نه راوتل.په دغه پېښه کې ټپیان شوي کسان د درملنې لپاره روغتون ته استول شوي دي.د روغتيا ایالتي وزير ډاکټر صغير احمد په روغتون کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال ویلي، په دغه چاودنه کې د يوې ښځې په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.دی وايي په چاودنه کې ۳۰ کسه نور ټپيان شوي، چې د پنځو روغتيايي وضعيت نازک دی او ډيری ټپيان لارويان او لمونځ کوونکي دي.د پوليسو يوه چارواکي عبدالخالق شيخ ويلي چې بم په موټر سايکل او يا هم په يوه رکشه کې ځای پر ځای شوی و او ظاهرآ هدف يې کوم مهم شخص و.د بم شنډولو ډله چې د پېښې ځای ته ورغلې وايي، په چاودنه کې پنځه کيلوګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي چې د بلبيرنګ ساچمې هم په کې دي او نښې يې شاوخوا ودانيو کې ليدل شوي دي.تراوسه کومې ډلې د دغې پېښې مسووليت پر غاړه نه دی اخیستی.د معلوماتو ايالتي وزير شرجيل انعام ميمن ويلي چې اورپکو مخکې د چاودنو پړه منله، خو اوس يې نه مني.ده ادعا وکړه چې: ”له اوربند وروسته د سندهـ ايالت په نښه کېږي. په تېرو دوو ورځو کې دا دويمه چاودنه ده. حکومت دې د خبرو اترو ډرامه پرېږدي”.تيره ورځ هم په کراچۍ ښار کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې د پوليسو د يوه افسر په ګډون څلور کسه ووژل شول.