کور / هراړخیز / دموروپلار سره به بحث څنګه کوو؟

دموروپلار سره به بحث څنګه کوو؟

دپیل څو خبري:
دموروپلار او اولادونوترمنځ دځینو مسائلو په اړه دبحث رامنځ ته کېدل په هره ټولنه کښي یوه تکراري او طبیعي خبره ده. په افغانستان کښي دموروپلار او اولادونو ترمنځ بحث اوستونزه دددغي لیکني دلیکوال په نظر، دشپږو ټکو پراساس رامنځ ته کیږي. (۱) داولادونودخبرواو بحث کولوغیري مؤثره طریقه/سبک، (۲) دموروپلار له خوا دپخواني رواجونوپالل اوپه ورځني ژوندکښي ناوړه عادتونه اودژوندکولو لاري چاري،(۳) دکوچنیانودروزلو طریقې اوارزښتونه، (۴)سیاست، مذهب، ایډیالوژي او میراث،(۵) دباندي او دکور دننه دکارکولو عادتونو او(۶) دکور دننه دژوند کولو ټیټ معیارونه. دموراوپلارله خوا بحث عموماً دپخواني عادتونو پاللواو دژوندکولو دزَړوطریقو پراساس رامنځ ته کیږي ځکه چي دوی پخواني رواجونو اودژوندکولوطریقو ته ارزښت ورکوي.اولادونه بیا په مؤثره طریقه خبري او بحث نه سي کولای، نوموراوپلار دا ګومان کوي چي زموږ بې احترامي ئې وکړل نوځکه بحث رامنځ ته سي.دغه بحث کله-کله حل سي خواکثره وخت په ستونزه اوبیا په ناورین پسي واوړي.
ددغي لیکني دلیکوال شخصي ژوند هم دپورته ټکوڅخه مستثنی نه دئ،په کلیو اوبانډو کښي ګرځېدلی، حالات ئې لیدلي، د شخړو په حل کښي ئې ګډون کړی، دښاري او صحرايي ځوانانو سره ئې لیدلي او بیا ئې دغه لیکنه دخپلي تجربې او دخلګو دنظریاتو پراساس لیکلې ده. دغه لیکنه یوزاي هغووالدینو او او اولادونو ته ځانګړې سوې ده چي خپلو په منځو کښي ستونزي لري او غواړي چي په مؤثره طریقه دمسائلو په اړه بحث کړي.

”په بې ځایه خبرو مي عصاب راخراب کړي. نظریات اومنطق ئې تر وخت تېر دي. خپله کوي او زموږ دا نه اوري. زه ورته ګډ یم خو دوی مي په کیسه کي لا ولاکه دي. دوی تراوسه دافکر کوي چي زه هغسي کوچنی یم لکه شل کاله مخکي چي وم حال داچي زه اوس په خپل دفتر کي درئیس په صفت کار کوم او دټول دفتر ستونزي زه حلووم. ماینه ماته راکوي خو انتخاب ئې دوی خپل حق ګڼلی دئ. زه غواړم چي دپوهنتون دیوې همصنفۍ سره واده وکړم، هغه به هم ډاکټره وي او زه به هم خو موروپلار مي غواړي چي دحاجي باریداد اکالور را وغواړي چي شنه پټاټه ده او ولاکه ئې زه په ټول ژوند په یوه خبره سر ورخلاص کړای سم. زه غواړم چي خپل اولادونه وړکتون او مکتب ته واستوم، دوی راته ويي چي هغه دمسجد سبق ئې سم دئ، که ئې مکتب ته واستوې او تېزاب ورباندي وپاشي، بیا به داقوم ته څه وایو؟ راته وايي چي ټولوانډیوالانو دي پیسې پیدا کړې او ته لا اخته ئې درسونه وايې، اوس خو نو یوڅه پیسې وګټه. ږیره زما ده واک ئې ددوی دئ. په هفتو هفتو له کوره په مسافرۍ پسي وتلی یم ددوی له پاره خواري کاږم، یودرزن اولادونه ئې زېږولي دي، دهغوټولو له پاره داسي چلېږم لکه خر مګر نه مي مشر ورور او نه مي مور وپلار تراوسه راڅخه مننه کړې ده. ټکټر هلته سره ټک ته ولاړ وي، نور ورونه مي ټول بې کاره دي، پلار مي هغو نورو ورونو ته نه ویل چي دټکټر دپار منا جوړه کړئ، بس پرما نارې وهي، دا نه وايي چي دا د ګوره زوی خومسافر ؤ. زه هر کار ددوی په مشوره کوم خو دوی زما سره په هیڅ شي کښي مشوره نه کوي. په قران اوس ئې نو بیخي پښې پسي را اخیستي دي. خواري موږ وکښل خو میرات میرزي ورونه وړي، ماته دغه سپېره ډاګ(مځکه) راکوي او کشر ورور ته مي هغه دوالي دغاړي زر تاکه باغ ورکوي. پلار مي وايي چي دکشر ورور دواده له پاره پیسې راکړه، ماته چا پیسې راکړې او چا واده را و کړ؟ ګرده ورځ په کورکښي فلمونه ګوري، ولاړ دي سي خواري دي وکاږي، پیسې دي وګټي بیا دي واده وکړي، اوس که موږ واده ور وکړو سبا به ئې ماینه څوک ورساتي؟ په کور کښي هغه زوړ ماډل تشناب دئ، کوربچې مودټوټه ټوټه سوي ټوکرانو اوبالښتان مو دچرګو دبڼوکو څخه جوړي دي، سهار چي راپورته سم، څټ مي درد کوي، پرکړکیو زړې او کږې وږې پردې راځوړند دي، زه ورته وایم چي ددنیا سیالان یو، راځئ چي داکور یوڅه سره سم کړو خو دوی راته وايي چي اول باید خپل اقتصاد قوي کړو. زه ورته وایم چي راسئ یو دکالو پرېوللو ماشین به رانیسو، دغه ښځي بې چاره ګاني به یوڅه هوساوي، پلار، مور، انا او نیکه مي راته وايي چي ایا موږ هم کالي په ماشین کښي پریولل؟.پر اولادونو او ماینې که یوڅه مهرباني وکړم نو دستي راته وايي چي آی بَزه ګیه ،ددې ژوند ګرسره مور… بس دغسي کیسې دي، یو زما زوی لاسر نه خلاصوي، سړی حیران دئ چي له چا څخه پر چا وژاړي. …”

داسي او دې ته ورته نوري خبري دځوانانو څخه په مجلسوونو کښي یااورېدل کیږي او یا ئې په زړونو کښي ورګرځي. کله چي په کورونو کښي دکورنۍ دغړو په مغزونو کښي دغسي موضوعات وي نو په اړه به ئې بحثونه هم رامنځ ته کیږي او اکثره وخت والدین او او اولادونه کومي نتیجې ته هم نه سره رسیږي ځکه چي دښه بحث کولوپه طریقو نه سره پوهیږي. دغه لیکنه هم دې ته جواب وايي چي تاسو دیو معاصر، پرمختللی اوپوه ځوان په صفت به دخپل بوډا مور او پلار سره بحث څنګه کوئ، قناعت به ئې څنګه ترلاسه کوئ بېله دي چي دهغو بې احترامي مو کړې وي او ځورولي مو وي. که په ګوکل کښي په انګلیسې ژبه د (مورو پلار سره مهرباني) ولیکئ نو په لسو لیکنو کښي ئې شپږ لیکني اسلامي دي. دا په دې معنی اسلام دموروپلار حقوقو ته زیات ارزښت ورکړی دئ. مخکي تر دې چي لیکنه ولولئ، په یاد ولرئ چي الله تعالی خپل ټول بندګان دموراوپلار دبې احترمۍ څخه منع کړي او اخطار ئې ورکړی دئ:
(وَقَضَىٰ رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوٓا۟ إِلَّآ إِيَّاهُ وَبِٱلْوَٰلِدَيْنِ إِحْسَٰنًا ۚ إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ ٱلْكِبَرَ أَحَدُهُمَآ أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُل لَّهُمَآ أُفٍّۢ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلًۭا كَرِيمًۭا) د سورة الإسراء ۲۳ لمبر ایه
که ترملايي او ټکي په ټکي ترجمې تېرسم، دپورته ایات مفهوم دادئ چي الله تعالي وايی چي بېله زما(الله تعالی) څخه دبل هیچا عبادت مه کوئ، دموروپلار سره احسان وکړئ، دبې احترامۍ یو لفظ هم مه ورته کاروئ په خاص توګه کله چي پاخه عمر ته ورسیږي، نارې او چیغي مه ورباندي وهئ، تاسو دموروپلار پروړاندي مسؤلیت لرئ نو باید په احترام ورسره وږغېږئ او ریښتیا ورته ووایاست.
موروپلار هم داولادونو په وړاندي مسؤلیت لري او باید خپل مسؤلیت په پوره پاملرنه سره اجرا کړي. اولادونه هم پرموروپلار دومره حقوق لري چي که اوس دلته پرږغېږم،اصلي موضوع راڅخه پاته کیږي. په لنډ ډول، داسلام په مبارک دین کښي داولادونو حقوقو ته دمور په نس کښي لا پاملرنه سوې ده. څرنګه چي داوړه یوپربل حقوق لري نوراځئ چي موضوع ته ورسو چي دموروپلار سره به بحث څنګه کوو؟

اول-دخبرو کولو ترمخه پر موضوع پوره فکر وکړئ: هره هغه موضوع چي تاسو غواړئ چي دموروپلار سره پروږغیږئ، مخکي له مخکي ئې مهم اودبحث وړټکي ئې درسره یادښت کړئ. دبحث کولو پرمهال هغه لغتونو مه کاروئ چي ستاسو دموروپلار دخوابدېدو او پارېدو سبب ګرځي. یواربیا خپل دین درپه یاد کړئ. که داسي وکړئ نو بیا به موضوع درڅخه پاته او وخت به ټول په بخښنه غوښتلو تېروئ. هغه کورنۍ باور چي موپه کلونو-کلونو جوړ کړی، شاید په څو سانیو کښي له منځه یوسئ. خپل دنظر اختلاف په یوه پخه او منطقي طریقه وړاندي کړئ خو مخکي له مخکي مو باید پوره فکر ورباندي کړی او هراړخ مو ئې سنجولی وي. که مو موروپلار بې سواده هم وي اوپه خبره سم اوژر نه پوهیږي خو بیا هم ستاسو موروپلار دي، تاسو له دوی څخه پیداسوی یاست، اوس ئې نه تبديلولای سئ اونه انکار ځني کولای سئ. داستاسو کمزوري د ه چي تعلیم مو کړی او دوو کسانو ته قناعت ورکولای نه سئ.

دوهم- دبحث مناسبي موقعې ته په تمه اوسئ: دیوه نسل اوبل نسل نظریات ټکر سره کوي. ستاسو دموروپلار فکر ستاسو دهرنظر سره موافق کېدای نه سي. که تاسو دماپښین پرچایو سره ناست یاست او موروپلار ته وایاست چي زه غواړم چي دخپلي یوې همصنفۍ سره چي په طب پوهنځی کښي راسره ملګرې اوډېر ښه مثبت صفتونه هم لري، واده وکړم، نو موروپلار مو شاید عکس العمل وښئي ځکه چي دوی دیوې زمانې او مکان خلګ او تاسو دبلي زمانې. داستونزه تاسوخپله رامنځ ته او دټکر سره مو مخ کړه ځکه چي دبحث کولو مناسب وخت مو په نظر کښي نیولی نه ؤ. که چیري ستاسو مور ناجوړه وي، روغتون ته ئې راولئ او هلته ئې یوه ښځینه ډاکټره علاج کوي، دلته تاسو خپل موروپلاته ویلای سئ چي ایا دابه ښه نه وای چي موږ په کورکي یوه ښځینه ډاکټره درلودائ؟ هم به ئې ستاسو علاج کولای او هم به ئې دکلي ښځو ته یوخیر ور رسېدئ. ډېرامکان لري چي موروپلار مو دلته د«هو» جواب درکړي ځکه چي تاسو پرمناسب وخت موضوع وریاده کړه. همداسي که دهري موضوع دبحث له پاره مناسب وخت وپېژنئ اوقوي منطق ولرئ، دموروپلار سره به ډېر لږ یاهیڅ ستونزي ونه لرئ. که تاسو په دفتر کښي رئیس یاست او هلته دفتري سیاست په کار اچولای سئ نو په کورونو کښي هم دکورني سیاست څخه کارواخلئ ځکه چي په یوه ورځ نه خپل په شخصیت کښي اونه دموروپلار په فکر کښي تغیر راوستلای سئ. مجبور یاست چي دتدبیر اوتعقل څخه کار واخلئ.

درېیم- د «ستاسو، تاسو« دضمیر پرځای د «زه« ضمیر: د «ستاسو یا تاسو« دجملو پرځای د«زه« جملې کار کړئ. مثال: «زه ډېر دخجالت احساس کوم کله چي دټولو دوستانو مخ ته زما دریاضي دنمرو او دکوچنیوالي دشوخۍ په اړه خبري کیږي« تر دې جملې سمه ده چي تاسو خپل موروپلارته ووایاست چي «تاسو نور خلګ په لوی لاس په دې خبروئ چي ستاسو زوی یو وخت احمق ؤ ځکه چي په ریاضي کښي کمزوری اوپه کوچینوالی ډېرشیطان ؤ» په دغه طریقه به مو موروپلار پوه کړي وي چي څه شي پرتاسو بد تاثیر کوي بېله دي چي دجنجال سرځانونه مخ کړئ. که تاسوخپل موروپلار ته د«تاسو« ضمیر کاروئ دا په دې معنی چي تاسوپرموروپلار مستقیم لفظي بریدونه کوئ او جنګ ته ډول وهئ.

څلرم- فعال غوږ ونیسئ او دا زده کړئ چي موضوع څنګه واړوئ: دمورو پلار خبروته موښه فعال غوږ ونیسئ. که د مسئلې یا موضوع په اړه اوس درسره پیاوړي منطق وي، بحث ته ادامه ورکړئ. که نه وي او یا مو خبره سره توندیږي نو موضوع بل وخت ته پرېږدئ او ورته ووایاست چي زه به فکر وکړم او بیا به خپل نظر درسره شریک کړم. که دبحث راپیلول ضرور وي نوپه یاد ولرئ چي پای ته رسول ئې یو هنر دئ، باید له پامه ئې ونه باسئ. که پوه سواست چي خبره خرابي خواته روانه ده او نن نتیجه نه ورکوي، نو په مهارت سره یوه بله موضوع ورمیدان ته کړئ اوپه دغه طریقه سره ئې فکر ور واړوئ. څو ورځي مخکي مي کشر ورور راته ویل چي شااغا مړي راژوندي کول،(العیاذبالله) کوټ بابا چي به درخشې(رکشې) پرټانکۍ ناوړي تو کړې، هغه رخشه به دوې اوونۍ بېله تېلو چلېدل، مر چ اغا طالبانو کوټه بسته کړی ؤ، کله چي ئې دروازه ورخلاصه کړه، دهغه څخه افعي مار جوړ سوی ؤ او کله چي میاصاحب کندهار پرېښاوه، نو غر ونه او درختي هم ورسره رواني سوې. ما چي هرڅه کوښښ وکړ چی خپل دورور ملنګي نقلي فکر ته تغیر او دالله تعالی دوحدانیت دمداخلې څخه منع او قناعت ورکړم خو کامیاب نه سوم نو مي پلار ته مخ ور واړوئ او ورته ومي ویل چي ده ته واده کله ورکوو؟ په همدغه ډول ما ټول ګرم بحث پرېښودئ اوبله موضوع موراپیل کړه ځکه چي زه پوه سوم چي دغه فکر زما ورور ته په یوه ورځ کښي نه دئ ورپیدا سوی بلکی ډېر وخت وروسته ئې دده دماغ ته لاره پیدا کړې ده، ماته هم حوصله او وخت په کار دئ خو داوس له پاره باید غوږ ورته ونیسم.

پنځم- کورني مسائل په یوازي سر نه حلیږي:ډېر داسي مسائل سته چي دیوې ورځي په بحث کولو او یوازي ئې تاسو په خپل سر حلولای نه سئ. دکورپه دننه کښي یوار نور غړي لکه، عمه، انا، نیکه، خور، ورور، وراره خپل دځان کړئ، بیا دمور اوپلار سره بحث ته ادامه ورکړئ. که تاسو مخکي کمپاین کړی وي نو دکورنۍ نور غړي به ستاسو پر نظر مثبته رایه ورکړي او په همدې طریقه، بېله دي چي دموروپلارسره موډېري خبري کړي اوجنجال رامنځ ته سوی وي، خپل هدف ته به رسېدلي یاست خوپام مووي چي ستاسو هدف باید سپېڅلی او دکورنۍ په ګټه مو وي ځکه چي دفامیل نورو غړو ستاسو ملاتړ کړی دئ.

شپږم- که چیري تاسو مور یا پلار واست: موضوع نه په توندو اوسپکو الفاظو اونه په لفظي بریدونوحلیږي.دا سمه ده چي ځیني مندي اوپلارونه درهبرۍ صفتونه نه لري خوکه تاسو موراوپلار په زور درسره موافق کوئ نو بیا دموضوع شریکول څه معنی لري؟ که چیري تاسو خپلو والدینو ته سپکي سپوري وایاست، نو دافغاني او اسلامي اُصولو سره-سره داپه یاد ولرئ چي که تاسو سبا مور اوپلار سئ او زوی یا لور مو درسره توند اوسپک الفاظ کاروي نو تاسو به څه احساس وکړئ؟ ستاسو دمور اوپلار هر نظر بې منطقه او تر وخت تېر نه دئ، دوی هم یوه زمانه عمر تېر کړی او له یوځای درته ږغیږي. شاید دیوې ستونزی دحل په اړه ستاسو تحلیل ستاسودمور وپلار ترتحلیل کمزوری وي نودزغم څخه کار واخلئ. خپل مربوط مسائل مو له مورو پلار سره شریک کړئ او ورته ووایاست چي ستاسو یوه پرېکړه زما پرټول ژوند مثبت اومنفي تاثیر درلودای سي. افغاني ټولني ته په کتو سره، ستاسو موروپلارتاسوته ټوله ازادي په یوه ورځ نه درکوي بلکي دوخت په تېرېدو سره څونده چي تاسو ‎ځانونه موروپلار ته هوښیار ثابتوئ، هغونده ئې پرتاسو باور زیاتیږي او ورسره ستاسو خپلواکي هم له محدودیت څخه راوزي. که تاسو په دې فکر یاست چي دپنځلس کلنی پروخت باید ددېرش کلنی مربوط فعالیتونه اوپرېکړي وکړئ، نوشاید تېوتلی به یاست.

اووم- شخصي لیک هم کومک کولای سي: که چیري دداسي یوې موضوع سره مخ کیږئ چي دمور اوپلار سره ئې شریک کولای نه سئ، دشرم احساس کوئ،پلار مو دیکتاتوروي، یوې خبري کولو ته موهم نه پرېږدي، دمورموپه خبره سر نه خلاصیږي خوخپله پرخبرټینګه ولاړه وي اویا نورعوامل وي، نو بیا که مو موروپلار تعلیم یافته وي نویوشخصي لیک هم ورته استولی سئ. دلیک لیکلو ټول هنر،ادب او منطق ته مو باید پوره پاملرنه کړې وي ځکه چي تاسو لیکلی سند وړاندي کوئ. دلیک ګټه داده چي تاسو پوره وخت لرئ اوپه ښه فکر سره ئې لیکلای سئ. خپل لیک دیوه نزدې، پوه اوتکړه دوست سره شریک او مشوره ئې واخلئ، یوڅو ورځي لیک درسره وساتئ او بیا بیا ئې ولولئ اوروسته ئې دیوباوري کس په لاس خپل پلار ته واستوئ اوکاپي ئې له ځانه سره وساتئ. که بیا هم ستونزه حل نه سوه، حوصله وکړئ، کور مه پرېږدئ ځکه چي دکور په پرېښوولو سره ستونزه نه حلیږي بلکي ستاسو دمورو پلار او دکورنۍ دنورو غړو پرروحیاتو منفي تاثیر کوي او په ستونزه مو نور تربورونه هم خبریږي. که داسي وکړئ نودټولي کورنۍ عزت مو له خاورو سره سم کړاو دنورو خلګو خولې مو هم پرځان راخلاصي کړې. دیوې کوچنۍ ستونزي پرځای مو ځان ته په ټول محل کښي یوه غټه ستونزه جوړه کړه.

اتم- دلفظي بریدونو پرځای منطقي سوالونه وکړئ: لفظي بریدونه او پېغور ورکول به هیڅکله ستاسو سره په بحث کښي کومک ونه کړي چي خپل موروپلار ته قناعت ورکړئ بلکی داسي منطقي سوالونه وکړئ:ایا تاسو دافکر کوئ چي غریب خلګ باید ورزش ونه کړي که څه هم استعداد ئې لري؟ که زه خپله لور-چي ستاسو لمسۍکیږي-مکتب ته وانه ستوم نوښځینه ډاکټراني، نرساني، قاضیاني، معلماني… به له کومه راځي؟ ما خو تراوسه نه دي لیدلي چي یوازي دي پنډ خلګ ټمبلان وي، تاسودانظر له کومه کړ؟ که تاسو ماته دخاله/عمه یا اکا لور را غواړئ چي هغه په غرب کښي اوسیږي، نوکه زه اونورځوانان ستاسو خبره ومنو،دافغانستان دښځو سره به څوک وادونه کوي؟ تاسو خپله لور چي زما خور کیږي په امریکا کښي دبېکرۍ دیوه کارګرسره په نکاح کوئ، ایا دا په دې معنی چي په افغانستان کښي ګرسره سم سړي نه سته؟ تاسو ته زما دواده له پاره دکومي ښځي پلارسم ښکاري؟: هغه چي ږیره ئې پرایښې، لنګوټه ئې تړلې، رواج پالي، په کلي کښي راسره استوګن، خپل قومي خو خوسپي او کرکان جنګوي او دکورنۍ غړي ئې هم ددغو حیوانانو روزلو ته وقف کړي او که هغه سړي چي ږیره ئې خریلې، لڅ سر ګرځي خوخپل اولادونه مکتب ته استوي؟ که هرپښتون دتاجکي، ازبکي، ترکمني او یا نورو غیري پښتني قومونو سره واده وکړي، ایا دابه دمتحد افغانستان په ګټه تمام نه سي؟ ددغسي اویا تردې دنورو قوي سوالونو څخه هر موروپلار نه تښتي خو داپه تاسو اړه لري چي څنګه ئې پوهوئ.

نهم- ستاسو دمورو پلار شخصیت همداسي جوړ سوی دئ: تاسو په یوه پوهنتون کښي استاد، دملګرو ملتونو په دفتر یا په یوه نړۍ واله مؤسسه کښي مدیر یا رئیس یا په یوبل مهم ارګان کښي یو لوړ مقام لرئ. دپلار شخصیت مو داسي جوړسوی دئ چي دمسجد و مخ ته یا په کوڅه کښي پر نغاړکۍ ناست، دکلي کوچنیان ئې پرځان راټول او ډره ئې ورسره جوړه کړې وي او یا دکور په دننه کښي مو دمور په هرچا کار وي،اوازونه ئې ګاونډیان اوري. ددوی دغه ډول سلوک تاسوځوروي او دا بیا په خپل وار سره لومړی بحث او بیا کورنۍ شخړه رامنځ ته کوي. تاسو نه سئ کولای چي ددوی په شخصیت کښي سل فیصده تغیر راوړئ خو قناعت ورکولای او حالات تر یوځایه کنترولولای سئ که سم منطقي بحث ورسره وکړئ. کوښښ وکړئ چي لومړی خو موپلار په یو مسؤلیت اخته کړئ، هغه که دکورپه دننه کښي او که دباندي وي. که چیري مو پلار یوڅه ابتدايه او یادمسجدتعلیم کړی وي، دکور په دننه کښي په اسانه دیني کتابونو، په ناول،داستان او شعري ټولګو ویلوئې اخته کړئ راډیو او تلویزیون ورته کښېږدئ، کورني اهلي حیوانان ورته پیداکړئ اویا کولای سئ چي ددفتر دباندي ورته یوه مناسبه دنده وګورئ. کلتوري خنډونه مات کړئ، په دې مه شرمېږئ چي تاسو رئیس او پلار مو په یو دفتر کښي چوکیداردئ. دهرچا موقف دخپلي زمانې دتمدن استاذیتوب کوي. په وار-وار مو دموراوپلار سره وږغېږئ چي تاسو او نور ورونو مو یوڅوک یاست او خلګ درته زیات احترام کوي خو دوی ستاسو دغه احترام اوحیثت ته په غیري شعوري توګه تاوان رسوي.

لسم- هرڅه ستاسو په وړتیا پوري اړه لري: پورته خبري به شاید دځینو له پاره علمي ښکاري، تاسو کولای سئ چي محلي او کلیوالي بڼه ورکړئ. خو بیا هم که چیري په پورته اُصولو کښي یوه هم کار ونه کړ، حوصله له لاسه مه ورکوئ، دیوڅو عمر له پاره خاموشه اوسئ، مسلکي سلوک وکړئ والدینو ته مو حقایق ووایاست. دهر انتقاد احترام ئې وکړئ. نظر ئې واورئ که څه هم داورېدو نه وي. موروپلارته مو ووایاست چي ستاسو سره ښه ژوند ښه خوند راکوي او مشورو اونصیحت ته مو ضرورت لرم خو ځیني داسي شیان سته چي داوسني عصر مطابق نه دي او هغه ما ځوروي. که داسي وکړئ نو تاسو موروپلار ته دبیا فکرکولو وخت ورکوئ او زیات امکان لري چي یوې موافقې ته سره ورسېږئ. په یادولرئ چي دوخت اومکان تغیر خپله ځیني ستونزي حلوي.