کور / تازه خبرونه / په کراچۍ کې چاودنه شوې

په کراچۍ کې چاودنه شوې

کراچۍ:دبي بي سي د خبر له مخې کراچۍ ښار په یوې مدرسې کې د چاودنې له کبله درې ماشومان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.د کراچۍ پولیسو یوه افسر عرفان بلوچ په وینا، چاودنه د اورنګي ټاون فرنټیر کالوني سیمې طاهري جومات ته څېرمه مدرسه کې شوې.نوموړی وايي دوی هڅه کوي، معلومه کړي، چې مدرسې ته له بهر نه بم غورځول شوي او که دننه چاودیدونکي توکي چوولي دي.نوموړي تایید کړه، چې د چاودنې پایله کې درې ماشومان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.د درې پوړیزې مدرسې دیوالونه په پنجرو تړل شوي دي، پولیس ګومان کوي، چې چاودنه مدرسه کې دننه شوې، ځکه وايي، له بهر نه د بم غورځولو لپاره ځای نه شته.د دوی په خبره د چاودنې په ځای کې د چینايي لاسي بم ( کریکر ) ټوټې موندلې شوې دي، چې د دغه ګومان پیاوړتیا لامل بلل کېږي. د مدرسې منتظمینو دروازې تړلې دي او هېچا ته دننه د تلو اجازه نه ورکوي.د مدرسې مشر قاري فیض الله په وینا دغه مدرسه ۱۳ کاله مخکې جوړه شوې او د سند، خیبرپښتونخواه، پنجاب ایالتونو نژدې ۶۰۰ طالبان پکې زده کړې کوي.د نوموړي په وینا نژدې ۱۱ بجې طالبان په درسونو بوخت وو، چې له بهر نه نامعلومو کسانو چاودیدونکي توکي مدرسې ته وغورځول او پایله کې یې درې ماشومان ووژل شول.د پښتون مېښتې سیمې دغه مدرسه کې چاودنه هاغه مهال شوې، چې طالبان په سبقونو بوخت وو.”د پولیسو په وینا یاده مدرسه د دیوبند مسلک اړوند ده.د وژل شویو عمرونه د ۶ او ۱۲ کلونو تر منځ ښوول شوي دي.کراچۍ کې د یوې اونۍ اوږدو کې دا دریمه چاودنه ده.اورنګي سیمه کې له دې مخکې پر پولیسو او ملېشه ځواکونو هم بریدونه شوي دي.