کور / تازه خبرونه / ګل آغا شېرزی له ډاکټر عبدالله سره یو ځای سو

ګل آغا شېرزی له ډاکټر عبدالله سره یو ځای سو

د ولسمشرۍ کاندید ګل آغا شېرزی د دوهم رون انتخاباتو په درشل کي د اول وار له مخکښ کاندید ډاکټر عبدالله سره یو ځای سو.
شیرزي په اول وار ټاکنو کي شاوخوا دوه فیصده رایه وړي وې، چي د نوموړي سابقې او نفوذ ته په پام سره د حساب وړ رايي نه وې.
ګل آغا شیرزي پرون د شنبې په ورځ له ډاکټر عبدالله سره په یوه خبري کنفرانس کي وویل چي هیواد ته د امنیت او نېکمرغي د راوړلو په خاطر له عبدالله سره یو ځای سوی دئ.
ډاکټر عبدالله هم خپل ټیم ته د شیرزي ورتګ ارزښتناک وباله او ویې ویل چي دوی دواړه آن په لومړي رون انتخاباتو کي لا له یو بل سره په نیژدې تماس کي ول.
عبدالله په اول وار ټاکنو کي ۹، ۴۴ فیصده رایي وړي وې چي راتلونکې میاشت به په دوهم رون کي له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره مقابلې ته درېږي.
ډاکټر عبدالله د نویمو کلونو په کورنیو جنګو کي ښکېل وو، لومړی معاون یې انجینر محمدخان او دوهم یې استاد محمد محقق هم د هغه وخت د جنګي ډلواستازیتوب کوي، چي کلونه یې تر خپل منځ جنګونه سره وکړل او په زرونو افغانان یې ووژل.