کور / تازه خبرونه / دکندز دملا امام له خوا پر لس کلني نجلۍ د جنسي تیري تفصیلي راپور

دکندز دملا امام له خوا پر لس کلني نجلۍ د جنسي تیري تفصیلي راپور

دروان ۱۳۹۳ کال دثور دمیاشتی پر دولسمه نېټه دجمعې په ورځ دکندز ښار دوهمي ناحیې پوري مربوط د التي ګنبد په سیمه کښي دمسجد دملاامام له خوا پر یوه لس کلنه نجلۍ باندي په داسي حال کښي جنسي تیری وسوچي موروپلار ملاته دقران کریم دزده کړي له پاره ور استولې وه.
دجنسي تیري مفعوله نجلۍ وايي چي: «له مسجد څخه ئې په زور دباندي ویستم، لاس، پښې او خوله ئې راوتړل، زما خبري چا نه اورېدې خو ما نارې وهلې چي له خدایه وبیرېږه، مګر ملا راباندي جنسي تیری وکړ.» نجلۍ وايي کله چي ملا خپل کار خلاص کړ نو ماته ئې وویل چي: «که دي په دغه پېښه مور اوپلار خبر کړل، زه به هغوی هم ووژنم.»
دجنسي تیري قرباني سوي نجلۍ مور وايي:«دغه کس ملا امین الله نومېدئ چي دوې میاشتي مخکي زموږ کلی ته راغلئ، ما خپله لور ورته دقران شریف دزده کړي له پاره ور واستول خو ده ورباندي جنسی تیری وکړ.»
دکندزدمربوط روغتون چارواکو پېښه تائید کړې ده اوددې سره-سره ئې دجمعې په ورځ دغرمې پر یوه بجه میډیا ته وویل چي یاده نجلۍ دکوما په حالت کښي ده. محلي چارواکي وايي چي یادملا ئې نیولی او دامهال ورڅخه تحقیق کیږي.
په کندز کښي دملا امام له خوا دغه ډول ناوړه او غیري اسلامي کړنه په زیاتو ولایتونو کښي دسخت غبرګونو سره مخ سوې ده او خلګ ددولت څخه غواړي چي دغه ملا ته ترټولو سخته جزا ورکړي چي دنورو عوامو له پاره عبرت سي.
دهلمند ولایت یو تکړه فوټبالر په فیسبوک کښي لراوبر ته داسي پیغام لیکلی دئ: «مخکي چي به مو زامن مدرسې ته واستول ځان مرګي برید ته به ئې وهڅول خو اوس مو پرلوڼو جنسي تیری هم کوي.»
دمحمد داود معصوم په نوم یوبل ځوان بیا وایي چي:«دادکفارو دسیسې دي، په دغه ډول غواړي چي ملایان بدنام کړي.» د عظیم الدین په نوم یو بل ځوان له کندز څخه لراوبر ته په فیسبوکي پيغام کښي لیکلی دي چي:« که دا کار دمکتب یو معلم کړی وای نو دجمعي په ورځ به اکثرو ملایانو دغه موضوع دممبر پرسر خپل دبحث اجنډا ټاکلې وای خو اوس چي یوملا کړی دئ، نور ملایان او ددوي مربوطي ټولني پټه خوله ناست دي.» دملګرو متلونو دبشر دحقوقو دفتر وايي چي: «دغه ناوړه جرم دافغانسان ورځنۍ پيښي دي چي هره ورځ په ټول هیواد کښي واقع کیږي.» ولسي جرګې د شنبې په ورځ په عمومي غونډه کښي له حکومت څخه په ټینګه وغوښتل چي:« دغه ملا ته دي سخته سزا ورکړي چي د کندز په مرکز کښي ئې پر یوې کم عمره نجلۍ جنسي تیری کړی دی.»
یوه اوونۍ مخکي په بغلان کښي دملا سیداحمد په نوم یوکس خپل داکا کوچنۍ لور نشه کړې او بیا ئې په وار-وار جنسي تیری پر کړی ؤ چي ورسته ئې موروپلار په خبر او دجنسي تیری کوونکي ملا سیداحمد څخه ئې پزه او غوږونه پرې کړل، اوونۍ لا پوره سوې نه وه چي دې ته ورته پېښه په کندز کښي رامنځ ته سوه.
دلیکوال،شاعر او ټولنیزو چاروکارپوه محمدیار څخه مي وپوښتل چي ددغسي پيښو مخنیوي څرنګه کولای سو: هغه لراوبر ته وویل:« په حجروکي زیات فسادونه سته. داخو صرف هغه خبري وې چي میدان ته راووتې او خلګ په خبر سول. داسي ډېر څه پيښیږي چي خلګ نه په خبریږي. دحل لار ئې داده چي دولت باید یوواحد تعلیمي نصاب رامنځ ته کړي، بې جوازه غیري رسمي هرډول زده کړي بندي کړي. پرمعصومه نجلۍ دملا جنسي تیری ډېر علمي او رواني دلایل لري چي اوس ټول درته نه سم ویلای. »
د افغانستان د بشر د حقوقو خپلواک کمیسیون محمدیاریار ته ورته نظرلري او وايي ي چي د جنسي تیریو دقیق ارقام نه لري ځکه اکثره دا رنګه پيښي خلک پټوي.
خو د دې کمیسیون ویاند رفیع الله بیدار وویل چي تېر لمریز کال په افغانستان کښي له ښځو سره د تاوتریخوالي شپږ زره او دوه سوه پیښي ثبت سوي وې چي دوړم کال په پرتله شل سلنه او تیر کال په پرتله، دسږکاله په په پيښو کښي ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دئ.