کور / تازه خبرونه / د ناټو پر کانټينرو بريد شوې

د ناټو پر کانټينرو بريد شوې

پېښور: د خيبرايجنسۍ وزير ډنډ مارکيټ سيمه کې وسله والو د ناټو پر کانټينرو بريد کړى ، چې امله يې دوه ډرايوران وژل شوي دي .او دوه نور يې له ځان سره بوتلي دي . پېښه نن د سهار په داسې ځاى کې رامنځته شوې ده ، چې په کې د پوليسو او خاصه دارو پوستې هم دي . د ناټو کانټينرې له پېښورڅخه د افغانستان پرلوري روانې وې ، چې پرې د ۳۰ نه تر ۴۰ پورې وسله والو بريد کړې . او له بريد سره سم پر کانټينرو اور لگېدلی دی ، او دوه کنټينرې په کې سوځيدلي دي