کور / هراړخیز / د طالبانو کلمې په انګریزئ ژبې کې ځاي ؤموند

د طالبانو کلمې په انګریزئ ژبې کې ځاي ؤموند

د نړې هره ژبه په یو ډول او بل ډول د نورو ژبو د اصل نه اخیستل شوې دي. د بیلګې په ډول پښتو ژبه د سانسکریتې ژبو لړې پور تړل کیږې. چې د لیکلو له اړخه د عربې ژبې نه ئې د الفبأ تورې اخیستلې دي.

د انګریزې ژبه چې نن سبأ د نړې د بډایو ژبو څخه ګڼل کیږې، هم د نورو ژبو د یوالې نه را منځ ته شوي.

د ميلاد نه پينځه پيړې دمخه برتانیه د شمالې اروپأ د جټانو لخوا یرغمل شوي وو. ویل کیږې دا جټان چې د اوسنې جرمنې، ډنمارک او ناروې اصلئ اوسیدونکې وو، ډیر خوارې کښه ډلګې وه، چې د اوسنئ برتانیه بنسټ ایښودولو کې یې ډیره وڼده درلوده.

د انګریزئ ژبې بنسټ هم د همدې وخت نه پيل شو، چې د جټانو د مختلفو ژبو د يوځاې والې نه منځ ته راغئ، او وروسته د فرانسوې ژبې د پراخه ګډون نه د اوسنئ انګریزې ژبې بڼه خپله کړه.

پخوانې اصیله انګریزې ژبه چې د جټانو د واکمنې پر وخت ویل کیده اوسمهال خپله انګریزان هم پرې نه پوهیږې او د اوسنې انګریزئ ژبې اصلاح شوي بڼه غوره بولې.

ښایې د انګریزې ژبې وده هم د ژبې پراخه غیږې درلودل وي، چې د بډاینې لپاره د بلې هرې ژبې کلمو ته ښه راغلاست وایې. او پدي درشل کې نن، سبأ د نورور پر مختللو ژبو نه د تورو اخیستلو پر خوأ ئې د پښتو ژبې د طالب تورئ ته هم ځاې ورکړې.

په پښتو ژبه کې طالب د زده کونکې په مانا دي او په ځانګړې توګه طالب د دینې علوم زده کونکې ته ویل کیږې، چې د طالب جمع کلمه طالبان دي.

د طالبانو د زرغونیدلو نه تر نسکوریدولو پوري د طالب تورئ په نړیوالو میډیاګانو کې د هرې ورځې د خبرئ مجلې په لړ کې یاد شوي. د طالبانو منفې کړنو انځور د نړېوالو په ذهنونو کې تر ډیره کچه پورې حساس بلل شوې، چې د طالب د کلمې په اوریدلو سره سم دم د عوامو ذهنونو ته د منفې رول انځور ځړیږې.

پدي ورستیو کې د برتانیاوې ځواکونو شتون په افغانستان کې د برتانیه سرتیرې دی ته اړ ویستل چې هر سرتیرې د شپږ میاشتنې سفر نه د مخه لږ تر لږه د افغانستان دود او دستور او د ژبې په هکله مالومات ولرې. پر دي اساس د پښتو ژبې سره د اشنائې دا لړې تر ډیره کچه د برتانوې سرتیرو په منځ کې په زړه پورې لړې وه. او که د هر برتانیوې سرتیري سره روغبړ وکړې نو په ورین تندې به د سلام او علیک نه وروسته ضرور د طالبانو غږ درباندې کوي!

د سرتیرو نه چې کله هم د طالب کلمه واورې نو د حیرانتیا وړ به هم نه وي، ځکه چې د همدي سره ئې سر او کار وو او دي. خو وړمه شپه د بي بي سي ۱ تلویزیونې کانال نه د یوې ډاکومنټرې پر مهال چې د غلط پارک شوؤ موټرو د جریمه کولو پر مهال د خلکو غبرګون په اړه جوړ شوي وو، ګڼ شمیر عامو وګړو د تبصرو پر مهال د موتړو د جریمې کول مسؤلینو ته چې د څو، څو ځلو لپاره ئې دوي جریمه کړې وو د طالبانو خطاب وکړه. او دا ئې هم زیاته کړه چې موږ دا د موټرو د جریمې افسران د طالبانو یعنې د بد خلکو په نوم پیژنو.

د طالب کلمه د مفرد کس لپاره استعمالیږې خو د انګریزانو تر منځ د جمع کلمه چې طالبان کیږې خوار ډیره د استعمال وړ ګرځیدلئ. او انګریزان ئې د دینې زده کونکې لپاره نه کاروې بلکې د منفې رول لوبغاړې لپاره ئې کاروې.