کور / خبرتیا او پيغامونه / په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې خبرتيا

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې خبرتيا

د سويډن دمالمو اوسکونې ايالت کې مېشتو افغانانو اودنوروبهرنيوهيوادوکډوالو!
په سويډن کښي داروپادپارلمان لپاره ټولټاکنې دروان ز کال دمۍ پر ۲۵ دسهارله اتو(۸) بجونه دشپې تر نهو(۹) بجو پوري دسويډن په ټول هيوادکي درايي ورکولوپه مرکزونوکي ترسره کيږي .
داروپا پارلمان ته درايي ورکولو کارت درې ورځې وړاندي ستاسو ټولو کورونوته دپوستې له لاري رسېدلی اوهمدا ډول يوه اويادوې ورځې وروسته يوبل پاکټ چې درايي ورکولو مرکز اويادرايو ورکولودنورو معلوماتوترلاسه کولوپه هکله معلومات پکښي چاپ سوی دي هم ستاسوترکوره در رسېدلی دي ،همدا ډول هلته داړينو تليفونوشمېرې هم چاپ اوتاسوکولاسی هر وخت چې وغواړي دهمدې تليفون شمېروپه مټ اړين معلومات ترلاسه کړی .
سويډن داروپا په پارلمان کي دلوړاعتبار څښتن هيواد دی .ددي هيواد استازې تل نه يوازي دسويډن بلکي دنړۍ په ټولوهيوادونوکي دعاموخلکو گټې ساتي . داروپا په پارلمان کښي دسويډن استازي دنړی په شاته پاته هيوادونوکي دمحتاجو خلکو اوهيوادونوسره په روغتيايي ،ښوونېز ، کلتوری ،علمی ،اقتصادي اونوروټولنيزو برخوکښي دمرستې رسولوپه اړوند داروپايي ټولنې دغړوهيوادونوپام را اړوی .دنړۍ په کچه ددموکراسۍ اوټولنيزعدالت لپاره داروپا په پارلمان کښي هڅه کولوامکانات لري .
دغوانسانی گټوته په کتوسره اړينه بولوچې په سويډن کي ټول بهرمېشتې چې داروپادپارلمان لپاره داستازودټاکلو حق لري دمۍ دمياشتی پر ۲۵ په هرنږدې مرکز کي چې ستاسو داوسېدو،کار اوياهم که چيري په چکر بل کوم ځاي اويا ښار ته تللی ياست خپله رايه دخپلې خوښي گوند دکانديدانوپه گټه وکاروئ .
داروپا پارلمان دنړۍ ديوباعتباره سياسي سازمان اوپارلمان په توگه په نړيواله کچه دنړيوالومسائيلوپه حل کښي ستر رول لري ،ځکه نو ((خپل ږغ اوحت کړئ )) اودهغه گوندداستازوپه گټه رايه ورکول چي تاسو یې دلته په سويدن کي ددې ولس په گټه بولۍ په اروپايي پارلمان کښي به ستاسودارزوگانواو غوښتنو انعکاس ورکونکۍ وی . بې تفاوته مه پاتېږئ رايه ورکړی اومعقول سړۍ داروپا پارلمان ته ولېږې .
ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشر حبيب الله غمخور