کور / تازه خبرونه / د ولسمشرۍ ټاکنو دويم پړاو د غبرګولي پر ۲۴ کېږي

د ولسمشرۍ ټاکنو دويم پړاو د غبرګولي پر ۲۴ کېږي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي د ۱۳۹۳ لمريز کال ولسمشرۍ ټاکنو کې عبدالله عبدالله لومړی مقام ترلاسه کړی او اشرف غني احمدزي دويم ځای خپل کړی دی.
د ټاکنو کمېسيون مشر احمد يوسف نورستاني په يوه خبري کنفرانس کې چې په ژوندۍ بڼه خپرېده، وويل د ولسمشرۍ د اتو نوماندانو له ډلې هېڅ نوماند نه دی توانېدلی ۵۰+۱ رايې خپلې کړي او ټاکنې دويم پړاو ته وغځېدې.
ښاغلي نوروستاني وويل د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کمېسيون له لوري د شکايتونو له څېړلو وروسته دوی ته ور استول شوې پايلې ښيي چې د ټاکنو په ابتدايي پايلو کې لوی توپير نه دی راغلی.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي د دغو پايلو له مخې عبدالله عبدالله د ټولو کارول شويو رايو ۴۵سلنه چې مخکې يې ۴۴،۹ سلنه رايې وړې وې او اشرف غني احمدزي ۳۱،۶ سلنه چې مخکې يې ۳۱،۵ سلنه رايې وې، خپلې کړې دي.
نورستاني وويل د ولسمشرۍ ټاکنو دويم پړاو به د دوو مخکښو نوماندانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ د غبرګولي پر ۲۴مه چې د جون ۱۴مه کېږي ترسره شي.
دويم پړاو پايلې
د ټاکنو کمېسيون مشر احمد يوسف نورستاني وويل د دويم پړاو ټاکنو ابتدايي پايلې به د چنګاښ پر ۱۱مه او وروستۍ پايلې به يې دوه اوونۍ وورسته د همدې مياشتې په ۲۵مه نېټه اعلان شي.
ده وويل که دوه مخکښ نوماندان د دويم پړاو ټاکنو په اړه شکايتونه ولري کولای شي، خپل شکايتونه له ټاکنو يوه ورځ وروسته د چنګاښ پر ۱۲ او ۱۳مه نېټه وکړي.

دخبر منبع: بي بي سي پښتو ویب سایټ