کور / تازه خبرونه / بارک اوباما په ناڅاپي سفر افغانستان ته راورسېد

بارک اوباما په ناڅاپي سفر افغانستان ته راورسېد

دامریکا ولسمشر بارک اوبام په یوه ناڅاپه اونا اعلان سوي سفر دماځیکر ترلمر لوېدو وروسته په توره شپه افغانستان ته راورسیدئ او الوتکه ئې دبګرام په هوايي ډکر کښي راکښته سوه چي و هرکلي ته ئې دامریکا سفیر جمیز کنینګم وروتلی ؤ. داوبا سفر به په افغانستان کښي دڅو ساعتونه له پاره وي او پلان نه لري چي دافغانستان دولسمشر حامد کرزي سره وویني.

ویل کیږي چي بارک اوبا غواړي خپلو پوځیانو ته وینا وکړي. په پام کښي ده چي له افغانستان څخه امریکايي ځواکونه د روان میلادي کال په وروستیو کښي ووځي خو ځیني پوځیان به په افغانستان کښي د افغان امنیتي ځواکونو د روزني په موخه له ۲۰۱۴ کال وروسته هم پرېږدي چي دا د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په لاسلکېدو پوري اړه لري.
ولسمشر حامد کرزي تراوسه دځینو دلایلو له امله د دې تړون له لاسلیکولو څخه ډډه کړې ده.