کور / تازه خبرونه / د افغان زده کوونکو لپاره تحصیلی بورسونه

د افغان زده کوونکو لپاره تحصیلی بورسونه

د مرکزی اسیا امریکایی پوهنتون خوشحاله دی چی د افغانی زده کوونکو غوښتن پاڼی د لیسانس د بورسونو په برخه کی قبول کړی چی دا پروګرام د امریکا سفارت په مالی مرسته او د امریکن کونسلز له خوا په مخ وړل کیږی. دا بورسیه ټول تحصیلی مصارف چی د تللو او بیرته راستنیدلو، اوسیدلو او د معاش مرسته هم پکی شامله ده د یوه لسانس دوری مصارف په نظر کی لری. په عین حال کی هغه محصلین چی یو کال په چمتوکولو کی تیروی مصارف یی ورکړی.
نوم لیکنه:
د بورس د غوښتن پاڼی فورم “”Afghan Students Scholarship Application باید ډک شی سره له دوه مقالو (1- په پروګرام کی د برخی اخیستلو موخه؟ ۲- د خپل ځان په هکله معلومات) دا معلومات باید تر ۲۵ د جوزا د ۱۳۹۳ کال چی د ۱۵ د جون د ۲۰۱۴ سره سمون لری دغه بریښنالیک (auca.scholarship@gmail.com) ته چی عنوان یی “تخلص، نوم، د اوسنی اوسیدلو ځای (ښار یا ولایت)” په کی شامل وی ولیږل شی.
یادونه (پوښتل شوی پوښتنی):
د مرکزی اسیا امریکایی پوهنتون ویب سایټ ټول هغه اهم معلومات چی د یادی شوی بورسی اړوند دی توضیح کړی دی. د غوښتن لیک ورکوونکو په هکله اضافی معلومات کولا شی چی د یاد شوی پوهنتون له ویب سایټ څخه لاسته راوړی.
لیلیه:
د مرکزی اسیا امریکایی پوهنتون مجهزه لیلیه لری او د بشکیک په خوندی ښار او د قرغیزستان په هیواد کی موقیعت لری. بورسیه اخستونکی د هغه ټولو افغانانو سره چی مخکی یی بورسیی اخیستی او خپلو درسونو ته دوام ورکوی؛ یوځای په یو منزل کی چی د افغانانو یوه لویه ټولنه جوړوی، ژوند کوی. په عمومی ډول امنیت د انجنو لپاره کومه خاصه موضوع نه ده خو بیا هم دوی باید په ګروپی ډول وګرځی او د شپی ۱۰ بجی بیرته خپلی لیلی ته راستانه شی.
مزد/ اجوره
دا بورسیه په میاشت کی ۱۸۲ امریکای ډالر هر محصل یا غوښتونکی ته ورکول کیږی او هغوی کولای شی دخپل دری وخته خوړو خرڅ چی په میاشت کی ۱۶۵ امریکایی ډالر دی ورکړی. همدارنګه محصلین کولای شی چی د لیلی د خوړو پر ځای له بهر څخه خواړه راوړی او همدارنګه د لیلی په هر منزل کی یو یخچال د خوړو د حفاظت لپاره ایښودل شوی ده.
ازموینه
ددی بورسی د ازموینی پرچه څلور ځوابه پوښتنی لری چی د ۴۵ دقیقو لپاره به وی. هغه زده کوونکی چی نیمه پایلی ( نیمه نهایی) ته لاره پیدا کوی په یواځی ډول به د ۱۰ دقیقه څخه تر ۲۰ دقیقو پوری مصاحبه کیږی چی دا مصاحبه به د امریکن کونسلز د کارکوونکو له خوا صورت نیسی.
د برنامه مهم نیټی
د غوښتن لیک فورمونه: باید تر ۲۵ د جوزا ۱۳۹۳ کال چی د ۱۵ د جون ۲۰۱۴ سره سمون لری بشپړ کړی او ولیږل شی.
د ازموینی ابتدایی مرحله: اعلانیږی
مصاحبه: اعلانیږی
د اخیری پایلی ګټوونکو پاسپورتونه: اعلانیږی
د صنفونو شروع: ۳ د سپټمبر ۲۰۱۴
د لمړی سمسټر خاتمه: ۲۱ د ډسمبر ۲۰۱۴
د دوهم سمسټر شروع: ۱۳ د جنوری ۲۰۱۵
د دوهم سمسټر خاتمه: ۱۰ د می ۲۰۱۵
د مرکزی اسیا امریکایی پوهنتون ازموینی
کاندیدان کولای شی د تحصیلی بورسیی پنځه کلنی دوری ته او د یوه کال چمتوکیدو سره (که چیری اړین وی) غوښتن لیک او نور ټول هغه غوښتل شوی اسناد په خپل ټاکل شوی وخت امریکن کونسلز ته واستوی (ولیږی). امریکن کونسلز د مرکزی اسیا امریکایی پوهنتون سره په پوره همږغی د ابتدایی مرحلی ازموینه د ۱۰۰ نه تر ۱۵۰ غوره شاګردانو په انتخابولو شروع کوی.
هغه کاندیدان چی وروسته د ارځ موندنی او نورو تعلیمی اسنادو څخه انتخابیږی د موبایل او یا هم د بریښنالیک په زریعه به د ازموینی ځای او خت په هکله ورته خبر ورکول کیږی. ازموینه به د امریکن کونسلز کارکوونکو له خوا په لاندی ځایونو کی په ټاکلی وخت په لاره اچول کیږی.
• په شمالی سیمو کی د بلخ ولایت
• په(شرقی) ختیځو سیمو کی د ننګرهار ولایت
• په غربی سیمو کی د هرات لایت
او د مرکزی او جنوبی سیمو لپاره کابل ولایت
د ۵۰ غوره ښځینوو او نارینوو فهرست به د ابتدایی مرحلی د ازموینی نومرو سره (نمبر) او د مصاحبی ورقی به د بورسیی د نورو قانونی مرحلو لپاره به د مرکزی اسیا امریکایی پوهنتون ته تسلیم شی. د وروستیو پایلو کاندیدان به خپله اخیری مصاحبه په امریکا سفارت کی او یا به د یاد شوی پوهنتون له خوا صورت نیسی، او تیروی به یی. په مجموع کی ۲۹ تنه چی (۲۲ تنه یی ښځینه او ۷ تنه نارینه دی) دغه بورسی لاسته راوړی. د بورسی لاسته راوړونکی یو کال د چمتوکیدو دوره تیروی او بیا پوهنتون ته د داخیلیدو د ازموینی وړ کیږی. د یو کلنی دوری په بریالیتوب سره به دوی وکلای شی چی د څلورو کلونو تحصیلی بورس لاسته راوړی.
د وروستیو پایلو ګټوونکی باید لاندی موضوعات په نظر کی ونیسی:
• د ښوونځی د فراغت سند
• د خپلی تصدیق نامی کاپی، د مسلکی ښوونځیو څخه د فراغت سند او یا هم که تاسو د ښوونځی په وروستی کال کی یی (دولسم صنف) د خپل سند په برابرولو سره کولای شی چی په دی بورسیه کی برخه واخلی.
یادونه
د وروستیو پایول ګټوونکی باید خپل اصلی اسناد او نور ټول هغه تعلیمی سندونه چی د بورسیی اړوند (مربوط) دی له خپل ځان سره قرغیزستان ته ویسی (انتقال کړی).
یادونه
د بورس کاندیدان چی د تعلیمی مؤسسو او نیما عالی څخه د قرغیزستان له جمهوری هیواد څخه دباندی فارغ شوی وی باید خپل د فراغت تصدیق چی د بکلوریا او یا د ثانوی تعلیماتو معادل وی؛ مخکی له منلو نه حاضر کړی.
انځور او د پاسپورت کاپی
د پاسپورت کاپی او د قرغیزستان جمهوری هیواد ویزه (د بورسیی لاسته راړونکو د امنیتی کنټرول څخه وروسته چی د نړیوالو چارو د دفتر په واسطه ترسره کیږی؛ ویزه د امنیتی کنټرول لپاره د قرغیزستان هیواد داخلی وازارت ته استول کیږی.)
د پاسپورت لپاره رنګین انځور (۴x۳ سانتی متر)
د ویزی د غوښتنی فورم
د بورسیی لاسته راوړونکی باید خپل د ویزی غوښتنی فورمونه یوه میاشت مخکی له خپل سفر څخه د قرغیزستان جمهوری هیواد ته تسلیم کړی.
• د مرکزی اسیا امریکایی پوهنتون کولای شی د بورسیی کاندیدانو ته یو رسمی خط چی د قرغیزستان هیواد د ویزی په اخستلو کی مرسته کوی برابر کړی.
خاصه یادونه: (اهم نوټ):
د پوهنتون په رهنمای برخه کی قبلیدل (NGA Program)؛ ستاسو منل کیدل د مرکزی اسیا په امریکایی پوهنتون د لیسان په برخه کی ضمانت نه کوی مګر داچی پوهنتون ته د داخیلیدو ازموینه تیره کړی.

دلراوبر یادونه: څرنګه چی دغه بورسونه دافغانانو له پاره اعلان سوي، لراوبر دغه خبرتیا دمربوط ادارې له ویب سایټ څخه کافي او بېله کوم تغیره ئې دافغانانو دخبرېدو په نیت خپره کړه. دلازیاتو معلوماتو له پاره لاندي لینک کلیک کړئ:
https://www.auca.kg/en/auca_news/1466/