کور / سياسي / دولسمشري محترمو کاندیدانو ته مشوره

دولسمشري محترمو کاندیدانو ته مشوره

په افغانستان کي دا لومړی ځل دی چه دولسمشری ټاکني دوهم پړاو ته وځي ،ګرچه په تیرو ولسمشري ټاکنو کي دوهم پړاوته ودریدي خویونوماند بل نوماند ته تیرسو ،اماداځل ددوهم پړاوټاکني به انشالله ترسره کیږي . دسږکال دلومړي پړاوټاکنو وښودله چه افغانان پروطن مین خلک دي اودصلحي اوارامۍ غوښتونکی دي ، هیڅ چا هم دومره توقع نه کوله چه په دومره لوړه شمیره دي افغانان په ساعتونو په قطارونو کي په پوره حوصله مندی اوعلاقه مندي سره ودریږي ، حتي درایو پاڼي په بعضومراکزوکي خلاصي سوی ، نړیوال چه دهم هغه لومړیو ورځو څخه دافغانستان وټاکنو ته په شک کتل دکامیابو ټاکنو ترسره کیدوسره یی ګوته په غاښ ونیول چه افغانانو ټاکنی په ډیره برخه اخیستنه سره ترسره کړه ، دافغان ملي فوځ ،ملي پولیس اوملي امنیت په ډیره مړانه اوښه ډول دټاکنو امنیت وساتۍ .
افغان ولس دټاکنو اوږده تجربه لري ،دا بي الکل یوه نوی تجربه نه ده بلکه ددیموکراسۍ په دوره کي دولسي جرګي اومشرانو جرګي انتخابات په ډیموکراتیکه فضا کی ترسره سوی دي اوپه پارلمان کی دافغانستان دهري مفکوري درلونکی کسانو برخه درلوده .
ددي لپاره چه خبره اوږده نه سي راځو اصلي موضوع ته ، دولسمشرۍ نوماندانو تبلیغاتي کمپاینونه په لاره اچولي دي او دمیدیا له لاري اودغونډو له لاري خپل کمپاینونه مخ ته وړی ، بیشکه داددوی حق دی چه دخلکو درایی دخپلولو لپاره دقانون په چوکات کي مبارزه وکړي . اما کله چه محترم نوماندان په غونډوکي پرسټیژ دریږي نو دمقابل نوماند په خلاف انتقادات شروع کړی او دهغه پرکړنو باندي انتقادات کوی اوهغه په تمسخر اوملنډو سره یادوی ، اوبعضي وخت یونوماند دبل نوماند پر پوه ، دانش اوعلمي ظرفیت باندی نیوکه کوی . داحالات طبعا دنوماندانو وپلویانو ته انتقالیږی اوهغوی بیا به ډیرقوت اوشدیدو الفاظو یودبل سپکاوی کوي ، دا حالت ښه حالت نه دی ،دي حالت ته باید ژر ترژره تغیر ورکړو خدای مه کړه چه دا ټاکنیزي مبارزي په شخړو بدلي سي .
زه ددیموکراسۍ ددوري یوه کیسه بیانوم چه ما دغه کیسه ډیر پخوا په یوه مجله کي لوستي ده ، هغه وخت ډاکترعبدالظاهر په ننګرهار کي دولسي جرګي دپاره ځان کاندید کړی ؤ اوپه مقابل کي یی یوبل سیاسي شخصیت چه محمدحسن صافی نومیدی ولاړؤ ، کله چه به داکترظاهر ( بیاوروسته دافغانستان صدراعظم سو) ته یوغریب ناروغ راغی نوداکترظاهر به ورته وویل چه زه فیس نه درڅخه اخلم اوددوا پیسي زما په وس نه دي نو ورسه محمدحسن صافي ته درمل به هغه درته واخلي .
دي ته وایی سالم رقابت ، اوس موږ دمحترمو نوماندانو څخه هیله کوو چه داسي سالم رقابت رامنځ ته کړی چه هغه دملت دتشوش سبب ونه ګرزي ،خدای مه کړه چه په نارامیو بدل سي . اوس هم ډیرووطنوالو تصمیم نه دی نیولی چه کوم کاندید ته رایه ورکړی نو نوماندانو ته اړینه ده چه دټاکنو اصولو اومقرراتو ته غاړه کښیږدی او دکلام اوقلم عفت اوعزت وساتي .
په دي ټاکنو کي ډیري پیسي لګیږي ، په ملیونو ډالر چه نړیوالو کومک کونکو افغانستان ته مرسته کړیده په مصرف رسیږي ، په زرهاو کسان دتاکنو دکمیسون لخوا دټاکنو دشفاف ترسره کیدو لپاره ګمارل سویدي ، ټاکي ډیروخت نیسي ټول کاروبارونه سقوط دی اوهرڅه وټاکنو ته پاته دي ،ځکه چه دایوه ملي پروسه ده چه زموږ دګران افغانستان سرنوشت ټاکي.
محترم نوماندان باید خپل لرلید ،ماموریت ، اهداف او پلانونه دواقعیتونو پربنا تشریح کړی اوددغو پلانو دعملي کولو لپاره ښه فعالیتونه دشواهدو پربنا پلان کړی، ددوی پلانونه باید صرف تشي خبري نه وی بلکه شواهد اودلایل ورسره ملګري وی ،ملي منافع باید په نظرکي ونیسي اودملي وحدت په رڼا کي خپلي ټاکنیزو هلوځلو ته دوام ورکړي .