کور / تازه خبرونه / له وزیرستان څخه له ۶۰۰ زرو ډېر خلک بې ځایه شوي

له وزیرستان څخه له ۶۰۰ زرو ډېر خلک بې ځایه شوي

اسلام اباد : دبي بي سي د خبرله مخې پاکستاني چارواکو ویلي، د شمالي وزیرستان د عملیاتو له پیل راهیسې تر شپږ سوه زرو ډېر خلک په کور د ننه کډوال او بې ځایه شوي دي.د قبایلي شمالي وزیرستان کې نژدې دوې اونۍ مخکې دوسله والو پرضد عملیات پیل شول.د ضرب عضب په نامه د دغو عملیاتو په اوږدو کې په کور د ننه لږترلږه ۵۷۵۰۰۰ وګړي بې ځایه شوي دي.د محسن علي په نامه یوه چارواکي رسنیو ته وویل، اوسمهال پر بې ځایه شویو خلکو ۳۰ میلیون پاکستاني روپې وېشل کېږي.دی وايي، له بې ځایه شویو سره د پنجاب د حکومت له خوا ۵۰ لارۍ او د عمران خان بنسټ له لوري ۲۰ لارۍ توکي مرسته شوي دي.د شمالي وزیرستان د عملیاتو له کبله په درو ځایونو کې په کور د ننه د بې ځایه شویو نوملیکنه روانه ده.د پاکستان حکومت وايي، له نژدې ۷۰ سلنه بې ځایه شویو کورنیو سره یې د خوراکي توکو مرستې کړې.د تېر جون پر ۱۵، د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د اورپکو پرضد عملیات پیل کړل.په عملیاتو کې د اورپکو مهم پټنځایونه او د فعالیت مرکزونه په نښه شوي دي.د پوځ دغو عملیاتو ته د ‘ضربِ عضب’ یاپرې کوونکې تورې نوم ورکړی دی.پوځ وايي چې په دې عملیاتو کې سلګونه اورپکي وژل شوي، خو د ولسي مرګ ژوبلې خبرونه هم ورکړل شوي.پاکستان په عملیاتو کې تر اوسه د ۱۷ پوځيانو د وژل کېدو خبر ورکړی.پاکستاني چارواکي وايي، د جګړې له کبله له اغېزمنو شویو سره په روژه کې مرستې پیل شوې دي، چې تر کوچني اختر پورې به دوام وکړي.وړاندې، د پاکستان پوځ ویلي وو، قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې یې ځمکني عملیات پیل کړي دي.مخکې د خوست ولايت روغتيايي چارواکو ویلي وو چې د وزيرستاني کډوالو څه د پاسه ۱۳۰۰۰ ماشومان د پوليو پر ضد واکسين کړي دي.پوځ وايي سرتېرو يې اوس په ميرانشاه کې کور په کور پلټنې پيل کړي دي.یو اېن اېچ سي آر وايي شاوخوا ۶۵ زره کډوال له قبایلي سیمې شمالي وزیرستان څخه د افغانستان سویل ختیځ ولایت کلېکاږل خوست ته کډه شوي دي.