کور / تازه خبرونه / ضرب غضب په نامه عمليات لاروان دي

ضرب غضب په نامه عمليات لاروان دي

اسلام اباد: دبي بي سي د خبرله مخې د پاکستاني طالبانو پر وړاندې د پوځي ضرب غضب په نامه عملیاتو مشر ظفر خان ویلي، د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې اتیا سلنه سيمه له طالبانو پاکه شوې او د هغوی مرکزیت یې له منځه وړی.نوموړي له خبریالانو سره په سفرکې ظفر خان وویل، د دې سيمو سل په سلو کې تصفیه کول ناممکن دي، خو هغه ډلې چې له دې ځایه وتلې، دوی به د بېرته راتګ اجازه ورنه کړي.په شمالي وزیرستان کې د پوځ مشر وویل، دغه کچه نه شي ټاکلی چې دا عملیات به په څو اونیو او یا میاشتو کې بشپړ شي.هغه وویل، چې ټاکلی تاریخ ورکول به سمه خبره نه وي.نوموړي زیاته کړه، د دې عملیاتو له امله په سلګونه زره وګړي اغېزمن شوي. ، د میرانشاه په ښار کې د ګرځېدو راګرځېدو له امله دا څرګندیږي چې ټوله سیمه د بدمرغویو ښکار شوې.دوی وايي، ډېری دوکانونه بند وو او داسې ښکارېده چې دوکاندار په بیړه او وېره کې نیم دوکان تړلی او نور یې هسې خوشې کړی او تښتېدلی.پوځ وايي، طالبانو به تلو تلو سره ټوله سیمه په بمونو پوښلې چې د پوځ پرمختګ مخه ونیسي، خو دې عمل د پوځ حرکت ستونزمن کړی او د دې سيمو پاکول به وخت ونیسي.د شمالي وزیرستان د عملیاتو له کبله سلګونه زره وګړي بې ځایه شوي دي. له بله خوا د خیبر پښتونخوا صوبې اعلی وزیر پرویز خټک له نړیوالو ټولنو وغوښتل د شمالي وزیرستان له کډوالو سره مرستې وکړي چې سخت د غذايي موادو او دارو درملو له کمښت سره مخ دي .په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د فوځ د عملیاتو له پيل را وروسته کابو آته لکه خلک له خپلو سیمو کډه کولو ته اړ شوي چې اوس مهال غذايي موادو او دارو درملو ته شدیده اړتیا لري .که څه هم له دې کسانو سره د ځايي خلکو له خوا څه نا څه مرستې شوې خو په هیڅ صورت د دې کسانو اړتیاوې نه شي پوره کولای .تر اوسه د بشر حقوق د دفاع ادعاء کوونکو دولتونو او مؤسسو له دې کسانو سره کومې مرستې نه دي کړې .دا کسان په داسې حال کې تر شنه آسامان لاندې شپې تیروي چې په خوست کې سخته ګرمي ده او هغوی کافي غذايي مواد هم په دې روژه میاشت کې نه لري .