کور / تازه خبرونه / ننگرهار دطب پوهنځي ډاکټران ټولنې ته ورکړل

ننگرهار دطب پوهنځي ډاکټران ټولنې ته ورکړل

پېښور:دننگرهارپوهنتون دطب پوهنځي د ٤٥ تمې دورې دمحصلينودفراغت غونډه دجلال اباد د(ختيزستوري) په هوټل کې ترسره شوه دقران کريم له تلاوت او دهېواد له ملي سرودڅخه ورسته دننگرهارپوهنتون رييس صابرشاه،دطب پوهنځي رييس خالديار،دننگرهاردعامې روغتيارييس نجيب الله کاموال ،دننگرهارولايتي شورا غړي لودين ،دطب پوهنتون روغتون سرطبيب يحى فهيم ،اودننگرهارولايت مرستيال محمد حنيف گريوال په اړوندو موضوعگانو او په ټولنه کې دطبي ډاکټرانو په رول خبرې وکړى او دوى يې خپلو دندو ته ځيرکړل فارغوډاکټرانو هم ژمنه وکړه چې د خپل هېواد او ولس خدمت به خپله ملي دنده بولو اوپه دې لاره کې له سرښندنې څخه ډډه نه کووپه پاى کې نيږدى ٢٠٠ فارغو محصلينو ته دباروپاڼې(تصديق ليکونه) ورکړې