کور / تازه خبرونه / پاکستان کې د طالبانو نوې ډله جوړه شوې

پاکستان کې د طالبانو نوې ډله جوړه شوې

اسلام اباد :دبي بي سي دخبرله مخې پاکستاني طالبانو د یوې نوې ډلې جوړولو اعلان کړی. دغه اعلان د قبایلې سیمې مومند ایجنسۍ طالبانو په یوه وېډیو کې کړی او د نوې ډلې نوم یې (جماعت الاحرار) ښودل دی.ویډیو کې قاسم خراساني د دغې ډلې مشر بلل شوی دی.دا (احرار الهند) نومي ډله ده، چې اوس د تحریک طالبان پاکستان ‘جماعت الاحرار’ نوم ورکړل شوی دی.پاکستاني حکومت د دغې نوې ډلې په باره کې تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښوولی.خپره شوې ویډیو کې د پاکستاني طالبانو، د چارسدې، باجوړ او اورکزیو ایجنسيو ځینې مشران هم لیدل کېږي، چې دغه ډله کې ګډون کوي.د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند احسان الله احسان د دغې ډلې ویاند ټاکل شوی، خو دا چې دغه وېډیو کله او چېرې ثبت شوې، کره معلومات یې په اړه نه شته.په مومند ایجنسۍ کې د طالبانو امیر خالد خراساني په خپل بیان کې وايي، چې طالبانو تحریک غړی دی او له دغې نوې ډلې سره یو ځای کېږي.د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند احسان الله احسان د دغې ډلې ویاند ټاکل شوی دی.دا ویډیو په کوم ځای کې او کله ثبت شوې، په اړه یې معلومات ترلاسه کول ګران کار دی، خو په پیل کې دغه سخت دریځي مشران په څلورو ګاډو کې او پر موټر سایکلونو راځي او یو کس د کلاشینکوف ډزې کوي او هرکلی یې کوي.د خبري غونډې په څېر سخت دریځي مشران د یوه میز تر شا کښېني او خپلې خبرې په نوبت ثبتوي:پاکستاني طالبانو د خپل تحریک رامنځته کېدو له مهاله (۲۰۰۷) د یووالي ډېرې هڅې کړې، خو څه ګټه یې ور نه کړه او له همدې کبله له اصلي موخې لرې پاتې شول”.