کور / تازه خبرونه / لاريون کوونکي د دولتي تلویزیون ودانۍ ته ننوتل

لاريون کوونکي د دولتي تلویزیون ودانۍ ته ننوتل

اسلام ابا د: دبي بي سي د خبرله مخې د مظاهره کوونکو له لوري د پاکستان دولتي ټلویزیون ودانۍ له نیول کېدو او د خپرونو له درېدو وروسته د نیمه پوځي ځواک ‘رینجرز’ سرتېري دغې ودانۍ ته ورغلل او د مظاهره کوونکو شړل یې پیل کړل.بل لور ته د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د یوه کانتینر د پاسه وینا وکړه، چې په وینا یې د دوی هېڅ یو لاریون کوونکی د ټلویزیون ودانۍ ته نه دی ننوتی.نوموړي له خپلو پلویانو وغوښتل، چې په سوله ییز ډول خپل لاریون ته دوام ورکړي.
نوموړي دغه راز له هغوی وغوښتل، چې دولتي ودانیو ته له ننوتو ډډه وکړي. له عمران خان وروسته د عوامي ګوند مشر طاهر القادري هم خپله وینا کې له مظاهره کونکو وغوښتل، چې دولتي ودانیو ته ننه نه وځي.ټلویزیوني تصویرونو کې لیدل کېږي، چې د نیمه پوځي ځواک یو سرتېری خلکو ته د ټلویزیون له ودانۍ نه د وتلو امر کوي.له دې مخکې مظاهره کوونکي د ټلویزیون ودانۍ ته ننوتل او د ټلویزیون خپرونې په ټپه ودرېدې.لاریونیان په کوتکو او اوسپنیزو ډنډو سمبال دي.په لاریون کې ګڼو مېرمنو هم ګډون کړی.د پاکستان پوځ د پارلمان ودانۍ مخې ته د امنیتي ځواکونو شمېر ډېر کړی.پر ملي تلویزیون د خپرونو تر بندېدا مخکې هغه انځورونه خپاره شوي، چې خلک د تلویزیون پر ودانۍ ورخېژي.لاریونیان د لومړي وزیر نواز شریف استعفا غواړي او هغه د تېر کال په ټاکنو کې په پراخه کچه درغلیو تورنوي، خو نوموړی دا تورونه بابیزه ګڼي.وړاندې، د پولیسو او لاریونیانو ترمنځ تازه اخ او ډب شوی.تېره ورځ د دواړو غاړو ترمنځ په تاوتریخوالي کې لږترلږه درې کسان ووژل شول، او نژدې ۵۰۰ نور ټپیان شول.
لاریونیانو تېره ورځ هڅه کوله، چې د لومړي وزیر د کار رسمي دفتر او د اوسېدو ځای ته ځانونه ورسوي، خو پولیسو یې مخه ونیوه او د تیک پرک کولو لپاره یې اوښلن غاز وکاراوه.د اړدوړ ضد پولیس اړ شوي د پارلمان مخې ته له غځېدلې لویې لارې شاته شي.لاریون کوونکو پر ځینو موټرو او هغو کانتیرانو برید کړی، چې د سړکونو د بندولو لپاره ځای پرځای شوي وو.د تېرې یکشنبې پر شپه لاریونیانو د پارلمان له ودانۍ بهر د هغو غځول شویو اغزنو سیمونو د غوڅولو هڅه وکړه، چې د لاریونیانو د مخنیوي لپاره یې لګولي وو.، د پارلمان د ودانۍ ساتلو لپاره نور ځواکونه او ساتونکي ځای پرځای شوي دي.له تېرو دوو اونیو راهیسې اسلام اباد کې د تحریک انصاف مشر عمران خان او طاهر القادري له خپلو زرګونو پلویانو سره د حکومت پرضد لاریونونه پیل کړي دي.