کور / شعر / نه مي څېرهٔ په کار ده نه مي آئینه په کار ده

نه مي څېرهٔ په کار ده نه مي آئینه په کار ده

نه مــــــــــې څېره پـــکار ده،نه مې آيينه پکار ده
مـــــــا ته زمـــــــــــــا د وجود بله حواله پکار ده

بلـــه لار شته؟ که نشته؟څوک دې رهنما شي زما
نه مـــې دا هوش پکار دے نه مې دا نشه پکار ده

احتـجاج هم پکار دے ،ښه زوره ور هم پکار دے
خــــــــو نه چپتيا پکار ده جي ،نه هنګامه پکار ده

خپل ځان حاصل دے ما ته.هر څه پخپل ځان کومه
حـــکم دے حکم ،چې هر حال کښې تجربه پکار ده

هــــــــــــــــــغه تسنيم بيوفا لاړو،بې نيازي زنده باد
قېــــــــــــــصره!!څه به کوم ؟ ما ته يارانه پکاره ده

هـــــــــــــــم پيمانه راته پکار ده ،هم سجده پکار ده
مـــــــــــــــــا ته د دې ګډو رنګونو شه پاره پکار ده

کار او روزګار سره سره راته ســـــکون پکار دے
مـــــــــاته دوبۍ کښې د شرين جانان کوڅه پکار ده

زمــــــــــــــــا په ټنډه او په زړه د ستا نامه پکار ده
زما آســـــــــــــــره نده پکار ،هم مې آسره پکار ده

مـــــــــــمتازه ته مې يې پکار او هم مې نه يې پکار
غـــــــواړم چې شمه بې نامې ،هم مې نامه پکار ده