کور / تازه خبرونه / دکډوالوپر ستونزو لويه جرگه راغوښتل کيږي

دکډوالوپر ستونزو لويه جرگه راغوښتل کيږي

پېښور : د قبايلي سيمو څخه د بې کوره شويو کډوالو د ستونزو د حل لپاره د عوامي نيشنل گوند مشر اسفنديارولي خان له يو شمېر پښتنو مشرانو سره ليدلي چې په دې مشرانو کې د جمعيت علمائ اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن، د قومي وطن ګوند آفتاب شيرپاو، د جماعت اسلامي مشر سراج الحق، د پښتونخوا ملي عوامي گوند مشر محمود خان اچکزي شامل دي او هوډ يې څرگند کړ چې دپوځي عملياتو له امله د بې کوره شويو کډوالو سره به هر ډول مرسته کولى شي. په دې اړه به په راتلونکي مياشت کې لويه جرگه راغوښتل کيږي. چې په کې به د کډوالو په ستونزو غور کيږي او د پښتنو ځيني مشران به په کې برخه اخلي.