کور / سياسي / بيا هم افغانيت او ملي هويت

بيا هم افغانيت او ملي هويت

د کايناتو د هغه ستر رب په نامه چې د زرې زرې حساب او کتاب ورسره دی، نه له چا پيدا دی او نه ترې څوک پيدا دي، خو لکه څنګه چې يې دا ټول موجودات پيدا کړي د سترګو په رپ کې يې فنا کولای شي، له امير څخه فقير، له فقير څخه امير، له غريب څخه غني او له غني څخه غريب جوړولای شي، هغه چې د غرور په نيلي سپور وي او د پاچاهۍ نشې يې د عقل وزرونه تړلي وي، خو دی ددې توان لري چې:
په يوه ګردښت يې پرېباسي له برمه
نه يې غشی نه لېندۍ وي نه يې سپار
ګرانو هېوادوالو! زه نن نه د کومې ډلې، نه د کوم ګوند، نه د کوم تنظيم، نه د کوم ولايت، نه د کوم سمت، نه د کوم رسنيز مرکز او نه هم د کوم زور او کومو زرو له ادرسه او نه هم د کوم چا په استازۍ تاسې ته مخاطب يم، زه يو عادي افغان يم او پر دې وياړم چې د خپل عمر په نږدې (۴۷) کلن بهير کې مې نه د چا مال خوړلای او نه مې څوک وژلي دي، نه مې چاته ورک شه يا گم شو کله ويلي دي، خو وخت د اعتراف دی ګناه خپله درته وايمه، نه يمه منکر په مظلومانو مې ژړلي دي.
ګرانو او خوږو افغانانو! له هغې ورځې چې د پخواني شوروي اتحاد لښکرو زموږ پر هېواد يرغل وکړ، نو نو له همغې ورځې راهيسې هېڅ افغان ښه ورځ نه ده ليدلې، د روسانو په يرغل کې نه يوازې زموږ هېواد ته درانه زيانونه ورسېدل، بلکې ستر معنوي او کلتوري زيانونه يې هم واړول. د کلتوري او ملي زيانونو په لړ کې زموږ ملي هويت ته هم سخت زيان ورسول شو. روسانو او د هغو کورنيو تاليڅټو د ملي هويت او واحد افغان ملت لپاره نوي، متضاد او بېلابېل تعريفونه وړاندې کړل، خو هغه هېواد پال افغانان چې د روسانو پر غرضو او مرضونو پوهېدل، پر خپل وخت يې د روس پلوه ډلو د شومو حرکتونو پر وړاندې مبارزه وکړه، کله چې شوروي لښکرې ماتې شوې، نو بيا يې ځای د فارس او پنجاب نويو راټوکېدلو قوتونو او عربي شېخانو ونيو او روس غچ اخيستونکي ورسره يو ځل بيا ملګري شول او بيا هم زموږ پر ملي هويت او ملي وحدت له څو خواوو يرغلونه پيل شول. ددې مثلث او مربع لمبې لا سړې شوې نه وې چې د طالبانو د ترخه نظام او نړيوالو اړيکي د اور ليکې ته ورسېدل او يو ځل بيا هېوادوال د اور پر تبۍ کېنول شول، د بن په کنفرانس کې يوې محدودې سيمې، يوې ولسوالۍ او يوه روس پلوه او ايران پلوه متعصب ګروپ ته سياسي واک وسپارل شو، د ولسواکۍ انګازې او اوازې هرې خواته خپرې شوې، خو په نظام کې د واکمنو جنګسالارانو پر خلاف چا د نيوکې چغه نه شوه پورته کولای، يو تن د ولس په اصلي رايو نږدې درې ځله ولسمشر شو، خو (ولس) شاته پاتې شو او (مشر) د ارګ د دېوالونو دننه د جنګسالارانو په ډول ډول ناقانونه معاملو پوره ديارلس کاله تېر کړل، هر ملتپال او هېوادپال شخص چې په دې بهير کې د عدالت چغه پورته کوله او په نظام کې د واکمن فساد او سيکتاريزم پر وړاندې به ودرېده، هغه به په بېلابېلو فاشيستي او نشنيلستي تورونو تورنېده او د فعاليت ساحه به يې محدودېدله. په (۱۳) کلونو کې د پخواني فارس او اوسني ايران، فاشيستي مکروب دومره د دولت په رګونو کې ننوت چې نږدې هر رګ يې د ايران د هيلو تمثيل کاوه، له هرې خوا پر افغاني هويت بلوسې روانې وې، د پنجاب فاشيستي کړيو چې لا له نيمې پېړۍ راهيسې يې له افغاني هويت او ملي وحدت سره اساسي کينه لرله، د ايران له خاينو کړيو سره هماهنګ عمل ته راودانګل. ايرانپالې رسنۍ په حکومت کې دومره فعالې وې چې معاش او مادي امتيازات يې له نړيوالو ټولنې په تېره بيا له غربي نړۍ څخه ترلاسه کول، خو فکر، انګېزه او عقيده يې د ايران اخوندانو پالـله. د هېواد اکثريت چې د طالبانو د افراط قرباني شوی و، په قصدي ډول حاشيې ته راکاږل شو او په هېواد کې د ځمکنۍ بشپړتيا او د ملي هويت د حفاظت لپاره دوراثت خلا رامنځته شوه، له دې خلا څخه ايرانپالو او پنجابپالو کړيو په سرعت سره ګټه پورته کړه او د يادو شويو کړيو د نفوذ لپاره يې پراخه زمينه برابره کړه، پر ملي ترمينالوژي او نومونو د ايران د فارس ژبنی يرغل پيل شو او په زره بين يې هغه کلمه يا لغت څارل چې له کلونو کلونو دلته دود وو او د افغانيت رنګ يې لاره، نو اتومات به يې ورته ايرانی لغت د متبادل په توګه غوره کړ او ايرانپالو رسنيو به يې پر تبليغ لاس پورې کړ. په تېرو ديارلسو کلونو کې تر (۵) زيات ټلوېزيوني چينلونه او تر (۲۰) زياتې چاپي رسنۍ په مستقيم ډول د ايران له خوا وچلېدل او لا هم چلېږي، د دغسې يو حالت په مقابل کې چې هر مسلمان او هېوادپال افغان سر پورته کړی، نو هغه ته د سر تر وېښتانو زيات دښمنان راټوکول شوي دي. زه د هغو افغانانو له جملې څخه يم چې له تېرو (۳۰) کلونو او په تېره بيا د تېرو (۱۳) کلونو په بهير کې د روس، ايران او پاکستان دې شيطان مثلث ته ښه په ځېر سره متوجه وم او څه چې مې له واکه شوي، هغه مې د هېواد د ملي ګټو او ملي هويت د خونديتابه لپاره کارولي دي.
کله کله داسې هم شوي چې زموږ د ملي، اسلامي او انساني مبارزې پر وړاندې موږ ته خپل خلک لمسول شوي، تطميع شوي، سپکې او سپورې يې راته ويلي، په سلو نومونو يې ياد کړي يو، خو موږ خپله اوسېله او زغم له لاسه نه دي ورکړي.
له هغې ورځې چې په افغانستان کې د هويت د تذکرو يا الکترونيکي تذکرو د جوړښت او وېش خبره مطرح شوې ، نو له همغې ورځې ايران او ايرانپالې کړۍ په هڅه کې دي چې هم د هويت د تذکرو په بڼه او ژبه کې تغير راوړي او هم يې او محتوا کې، د دوی د شومو هڅو پر وړاندې له همغه پيله ما او موږ هم خپلې ملتپالې هڅې پيل کړي، هره دروازه، هر ور مو ټکولی، د هر ملتپال، هېوادپال چارواکي، زورواکي، کمواکي، کورواکي، ډېرواکي، مفکر او نا مفکر زنې او لاسونه مو نيولي، عذر ونه مو ورته کړي چې د خدای لپاره لږ متوجه شئ، د ملت پر هويت يو سېلاب راروان دی. پخواني ولسمشر حامد کرزي ته شپږ مياشتې منتظر شوم چې د هويت د تذکرو په باب ورته خپل نظر ووايم، سره له دې چې دده د دفتر په لس مترۍ کې مې دفتر و، خو وخت يې را نه کړ، بيا مې ورته ليک وليکه، ويل يې هېڅکله به داسې نه کېږي چې هويت ته زيان ورسېږي، خو اخر يې هغه څه وکړل چې هيله ترې نه کېده، د نفوس د احوال ثبت قانون په داسې يوه بڼه ملي شورا ته لاړ چې د وزيرانو شورا او عدليې وزارت تر منځ هم په متنونو کې توپير و؟ وزيرانو شورا يو متن تصويب کړی و او عدليې وزارت بل څه لېږلي وو، ملي شورا کې ايرانپالي او پرديپالي ګروپونه له بېلابېلو لارو، چل، فريب، مهارت، توطيې، تطميع او دولتي زور څخه په ګټې اخيستنې د (دين) او (ملت) د دواړو کلمو په مخنيوي کې بريالي شول، دې خبرې نو هغه وخت زور واخيست چې په شمال کې يو ميليارد زورواکي چارواکي پښې ودربولې چې د هويت په تذکرو کې دې د (افغان) پر ځای د هر چا (قوميت) وليکل شي، نو په کابل کې د سمبوليک ولسمشر زړه هم سست شو. کله چې په ولسي جرګه کې يو شمېر ماهرو پرديپالو منافقينو په چل او فرېب د ملي شورا اکثريت هېواد پال، خو کم کفايته او بې کفايته وکيلان غافلګير کړل او د هويت له تذکرې يې د (دين) او (ملت) دواړه ارزښتونه حذف کړل او د يوې (بې دينه) او (بې ملته) تذکرې د وړاندې کولو هڅه يې وکړه، نو يو زيات شمېر هېوادپالو او ملتپالو، اسلامپالو افغانانو د هغوی پر وړاندې لاريون وکړ. کله چې ايرانپالو کړيو د ولس د غبرګون زور وليد، نو بيا يې ژوندون ټلوېزيون ته پلمې جوړې کړې او په دې کړۍ کې ټولې ايرانپالې او پنجابپالې کړۍ سره راټاله شوې، خو د لوی خدای (ج) په فضل او د خپل ولس په ملاتړ ژوندون لکه څنګه چې ازاد و، هماغسې ازاد پاتې شو، سترې محکمې لاريونوالو سره ژمنه وکړه چې کله هم حکومت دا قانون سترې محکمې ته محول کړي، نو د هېوادوالو دې قانوني غوښتنو ته به قانوني جامه ور واغوندي. کله چې ملي شورا د هېوادوالو غبرګون وليد، نو په خپل ګډ کميسيون کې يې پرېکړه وکړه چې د (دين) ستون دې وليکل شي او په مقابل کې دې ټولو ته (اسلام) وليکل شي خو پر (ملت) يانې (افغان) يې بيا خاورې واړولې. موږ بيا سترې محکمې ته لاړو، قاضي القضات وويل جې ستاسو داعيه قانوني ده، خو ولسمشر بايد موږ ته دا قانون راولېږي چې له اساسي قانون سره يې تطابق وڅېړو، ټولې هڅې مو وکارولې چې ولسمشر کرزي سره بايد وګورو، خو هغه، هغه مهال موږ ته وخت راکړ چې ولسمشر ته ددې قانون د مصوبې پنځه لسمه ورځ وه، دا چې پر دې ورځ څه تېر شول او څوک په دې مجلس کې شامل وو، دلته يې کټ مټ د ټولې ناستې راپور وړاندې کوم. دا ناسته د ۱۳۹۲ ل کال، د دلوې مياشتې پر (۶)مه نېټه شوې وه.

ملي هويت او ولسمشر
(له ولسمشر حامد کرزي سره د اسلاميت او افغانيت په باب د ځانګړې کتنې جزيات)

((مخکې تر دې چې ولسمشر حامد کرزي سره د افغانيت او اسلاميت په باب د ځانګړې کتنې جزئياتو ته راشم، مجبور يم، لږ لنډې تېرې ماضي ته ورستون شم.
له تېرو څو مياشتو راهيسې د ملي هويت يا د تابعيت د تذکرو پر سر جنجال روان دی. خبره ان تر مظاهرو، خوابديو او ډېرو زړه بداويو پورې هم ورسېده. په دې بهير کې رښتيني، اسلامپال، هېوادپال او ملتپال افغانان هم معلوم شول. ورځچاري، ځانساتي، ځان ګټي او افغان ضد اشخاص او ډلګۍ هم ټول په ډاګه شول. خبره له شف شف څخه شفتالو ته راووته!
د افغانستان ملي تحريک په ګډون ګڼ شمېر مدني ټولنو، ځوانو خوځښتونو او مدني حرکتونو يوځل د ملي شورا او بيا د سترې محکمې مخې ته لويې مظاهرې وکړې. دا مظاهرې که څه هم پر ځينو پرديپالو او ځانساتو ښې ونه لګېدې، خو د ولس روحيه يې تر دې حده پياوړې کړه چې سړی ورته يو نسبي، فرهنګي، مدني او حقوقي وړوکي اوښتون ويلای شي. دې مظاهرو د ټولو هېوادوالو په تېره بيا د مظلوم اکثريت ولوله راوپاروله او روحيه يې ورته دومره قوي کړه چې هېوادوال يې د لا لويو مظاهرو لپاره جوګه شول.
د لاريونوالو غټ هدفونه همدا وو چې د هويت په تذکره کې د (دين) او (ملت) ستون وليکل شي او په دې ډول دې د اسلام او افغان د تثبيت لپاره له اساسي قانون او ټولو بشري او مدني قوانينو سره سم اقدام وشي. ددې دوو ارزښتونو پټو او ځينو څرګندو مخالفينو هڅه وکړه پر (ژوندون ټلوېزيون) او شخصاً پر ما (محمداسمعيل يون) فشار راوړي چې له دې سترو ارزښتونو او ايډيالونو څخه لاس په سر شم، چې د ملي داعيې دا خبره همداسې ګونګه پاتې شي. پر ژوندون ټلوېزيون له فشار راوړلو څخه هدف همدا و چې ددې رسنۍ له لارې د خلکو پيغام رسول کېږي او د ولس غږ پورته کېږي، که دا رسنۍ ټکنی او يا وتړل شي، نو پر اوسني وخت دا کار د افغانيت او اسلاميت د داعيې د تړلو او يا هم ددې ايډيالونو د ټکني کولو په مانا ګڼل کېږي. د دوی بل هدف دا و چې د خلکو ذهنيت له اصلي موضوع (اسلاميت او افغانيت) څخه څنګزني موضوع (ژوندون ټلوېزيون) او د هغه تعليق ته راواړوي. خو زموږ باغيرته ملت د شعوري هڅو او لاريونونو په ترڅ کې هم د ژوندون د تعليق او تړلو خطر ډېر ژر دفع کړ او هم د خپلو ايډيالونو د بريا په لټه کې شو. د ولس رښتينو بچيانو د مشرانو او ولسي جرګې له مشرانو او بېلابېلو غړو سره د خپلو کتنو په ترڅ کې هغو ته په ډاګه کړې او دا خبره يې تعقيب کړې وه چې دوی له دې دوو ارزښتونو څخه تېرېدونکي نه دي. سترې محکمې ته يې د خپل (۱۳) ماده يي پرېکړه ليک په ترڅ کې هم دا په ډاګه کړې وه چې د اساسي قانون د درېيمې او څلورمې او نورو مادو له محتوياتو سره سم دوی سل په سلو کې د (اسلام) او (افغان) د کليمو ليکل غواړي. د ګرانو هېوادوالو د ګڼو فشارونو له امله د مشرانو او ولسي جرګې ګډ کمېسيون پرېکړه وکړه چې د هويت په تذکرو کې دې د نوم ترڅنګ (تخلص) او د (دين) ستون زيات شي، خو د ملت په نامه راغلو په اصطلاح استازو يوځل بيا د (ملت) ستون ته شا واړوله، خو زموږ ګرانو هېوادوالو، تحريکوالو، ژوندونوالو، ليکوالو او نورو مخورو پر دې فشاري پرمختګ بسنه ونه کړه، دوی وويل که څه هم دا يو پرمختتګ دی خو لا هم په سلو کې پنځوس برخې مزل پاتې دی، موږ نه غواړو د يوه ارزښت په ليکلو سره بل له منځه يوسو؛ اسلام وليکو، ملت هېر او نفې کړو او يا ملت وليکو اسلام له سره تېر کړو، موږ دا دواړو ايډيالونه غواړو او دواړه د تذکرې پر لومړي مخ غواړو.
تحريکوالو، ژوندونوالو، مدني او فرهنګي ټولنو او ځوانو خوځښتونو يو ځل بيا د بېلابېلو غونډو او متواترو اعلاميو له لارې له ولسمشر، سترې محکمې او د اساسي قانون پر تطبيق د څار کمېسيون څخه وغوښتل چې د ملي شورا د ګډ کمېسيون دا نيمګړې او ناقانونه پرېکړه رد او د تعديل لپاره يې پرېکړه وکړي.
زه (يون) په خپله د افغانستان ملي تحريک او ګڼو فرهنګي ټولنو په استازۍ سترې محکمې ته عارض شوم او د بېلابېلو ټولنو ګډه اعلاميه او غوښتنه مې د سترې محکمې سرپرست (قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي) ته ورسوله له هغه سره مې په دې اړه رسمي ملاقات وکړ او د ټولو هېوادوالو غوښتنه او اندېښنه مې ورسره شريکه کړه، ما له قاضي القضات صيب څخه وغوښتل څرنګه چې د ملي شورا وروستۍ پرېکړه د اساسي قانون د څلورمې مادې له پنځمې فقرې سره په تضاد کې ده، ستره محکمه بايد د نفوسو د احوالو د ثبت دا مصوبه د اساسي قانون له محتوياتو سره وڅېړي چې سمون ورسره لر ي که په ټکر کې ده؟ او په دې باب خپله پرېکړه ولسمشر ته صادره کړي، قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي ماته وويل ((ستاسو خبره سمه ده د ملي شورا پرېکړه د اساسي قانون د محتوياتو او په تېره بيا له څلورمې مادې سره سمون نه لري موږ له اساسي قانون سره د نورو قوانينو مطابقت څېړو، په دې شرط چې حکومت يې له موږ څخه وغواړي، نه په خپل سر د قوانينو مطابقت څېړو او نه هم له دولت يا حکومت پرته د نورو نادولتي، سياسي، ټولنيزو او نورو ټولنو په غوښتنه د قوانينو مطابقت مطالعه کوو))، پوهاند عظيمي چې د اساسي قانون د تدقيق د کمېسيون غړی هم و، دا هم وويل: ((کله چې اساسي قانون جوړېده، نو فکر وشو چې که د هر چا په غوښتنه له نورو قوانينو سره د اساسي قانون د تطابق څېړنه مطرح شي، نو له سترې محکمې څخه به خپل ټول اساسي کارونه پاتې وي، همدا قوانين به څېړي، نو ځکه ددې غوښتنې اعمال حکومت ته محول شو.)) پوهاند عظيمي بيا قانون ته لاس کړ په دې باب يې يوه ماده ولوستله چې ستره محکمه د حکومت په غوښتنه له اساسي قانون سره د نورو قوانينو مطابقت څېړي. پوهاند عظيمي وويل: ((که تاسې غواړئ چې د ملي شورا دا پرېکړه له اساسي قانون سره په مطابقت کې وڅېړل شي، بايد حکومت ته خپل عرايض وړاندې کړئ چې هغه يې موږ ته راولېږي او موږ به بيا دا موضوع د سترې محکمې د عالي شورا په غونډه کې مطرح کړو.)) کله چې زه د قاضي القضات له دفتره راوتلم، نو پر همغه ورځ مو جمهوري رياست ته د همغې اعلاميې د متن يوه کاپي ورولېږله: يوه کاپي مې د ولسمشر فرهنګي چارو مشاور ښاعلي (سرمحقق زلمي هېوادمل) او بله مې هم د ولسمشر د دفتر رئيس ښاغلي (کريم خرم) ته ،چې دوی يې ولسمشر ته ورسوي ددې اعلاميې په متن کې راغلي وو: ((تر هغه پورې چې جمهور رئيس له سترې محکمې، د اساسي قانون پر تطبيق د څار کمېسيون او نور حقوقپوهانو سره سلا مشوره نه وي کړې، بايد د ملي شورا ناقانونه مصوبه توشيح نه کړي)) له نېکه مرغه چې اعلاميه ولسمشر ته رسېدلې وه، يوه ورځ وروسته ورته د توشيح لپاره د ملي شورا مصوبه هم راغله، ولسمشر د اعلاميې د متن منطق ته په کتو سره د ملي شورا مصوبه معطل او له توشيح څخه يې ډډه وکړه. خو د هېوادپالو، ملتپالو، اسلامپالو بنسټونو اعلاميه ساعت په ساعت د (ژوندون ټلوېزيون) پر څپو خپرېدله او هېڅ وقفه په کې نه راتلله. دې سره موږ جوخت له بېلابېلو لارو او اشخاصو، لکه ښاغلي (سرمحقق زلمي هېوادمل)، (کريم خرم)، (ډاکتر رنګين دادفر سپنتا)، (ډاکتر صادق مدبر) او نورو اشخاصو له لارې هره شېبه او پرله پسې ډول هڅه کوله چې له ولسمشر سره ليدنه وکړو او د بې هويتۍ ددې سترې غميزې په باب ورته خپل دلايل ووايو، خو په خواشينۍ سره چې بريالي نه شو، يوه اوونۍ وروسته ولسمشر د عدلي او قضايي چارو کمېسيون په غونډه کې دا موضوع مطرح کړه. په دې غونډه کې قاضي القضات (عبدالسلام عظيمي)، د عدلي او قضايي چارو د کمېسيون غړي نصرالله ستانيکزی، د عدليې وزير (حبيب الله غالب)، د ملي امنيت شورا سلاکار (ډاکتر رنګين دادفر سپنتا)، د جمهور ريس دفتر رئيس (کريم خرم)، د اساسي قانون پر تطبيق د څار کمېسيون رئيس (ګل رحمن قاضي) او ځينې نور اشخاص شامل وو. په دې غونډه کې هم د هويت پر تذکرو بحث وشو، داکتر سپنتا او نصرالله ستانيکزي د هويت په تذکرو کې د (افغان) کليمې پر ليکلو ټينګار کړی و او په دې برخه کې يې ګڼ شمېر دلايل راوړي وو، خو غونډې کومه پايله نه لرله، يوه خبره په کې دا شوې وه چې د (سردار محمد داودخان) د وخت تذکره دې په بام کې ونيول شي، همغه تذکره يې غونډې ته راوړې وه. څرنګه چې هغه وخت (ملت) نه و ليکل شوی، نو د (ملت) د کلمې مخالفينو ته دا يو غټه پلمه په لاس ورغله، د غونډې عمومي په تېره بيا د ولسمشر روحيه دا وه چې همدا تذکره ښه ده. کله چې موږ خبر شو نو بيا له کريم خرم، ډاکتر سپنتا او هېوادمل صيب سره په تماس کې شو او ورته ومو ويل چې په هېڅ وجه دا خبره د منلو وړ نه ده، تاسې د داودخان د وخت په تذکره کې يوازې همدا د (ملت) د يوې کلمې نه ليکل معيار نيسئ او که ټوله تذکره؟ ما له ښاغلي کريم خرم او هېوادمل صيب سره ډېر تېزې خو له ډاکټر سپنتا سره په تول تللې خبرې وکړې:
کريم خرم راته وويل: ((د داودخان د وخت تذکره څنګه ده؟ هلته خو ملت نه شته؟)) ما ورته وويل: ((د داودخان د وخت په تذکره کې خو نورې ژبې هم نه شته، هغه کاغذي وه، دا الکترونيکي، هغه ټوله پښتو وه، دا په څو ژبو ده؟ ايا دا حکومت هم د داودخان د حکومت په معيارونو برابر دی؟ د داودخان په وخت کې کوم والي له افغانيته انکار کولای شو؟ شورا ددې جرئت درلود چې افغان ضد او اسلام ضد حرکت وکړي، داودخان خو قومي او سيمه ييز تخلصونه هم په همدې خاطر لغوه کړي وو چې واحد ملت جوړ او قوي شي، اوس خو ټول حکومت پر سيمو او قومي ډلو وېشل شوی، کوم کار مو د داودخان د حکومت پر معيار برابر دی، چې يوازې هلته د (ملت) کلمې له نشتوالي څخه ناوړه ګټه اخيستل کېږي، که د داودخان تذکره معيار وي، نو بيا ټوله تذکره معيار کړئ، نه يوازې يوه کلمه. په هغه تذکره کې خو (دين) هم ذکر و، خو د اوسني حکومت په طرحه کې خو نه (دين) و او نه (ملت).
له ښاغلي هېوادمل سره مې همدا خبرې وکړې، ډاکتر سپنتا راته په ټلېفون کې د قضايي کمېسيون د غونډې په باب وويل چې زما نظر له پخوا څخه په دې باب معلوم دی، زه د افغان د کليمې پلوی يم (افغان) زموږ ملي او سياسي هويت دی، تاسې کولای شئ له ښاغلي کريم خرم څخه چې په هغه جلسه کې ناست و، خو په جلسه کې يې هېڅ خبرې ونه کړې، زما د نظر په باب وپوښتئ. سپنتا وويل: (( باوجوديکه ما يک فارسی زبان هستم، مسله قوم برايم مطرح نيست اما بايد يک هويت داشته باشيم ان هويت ملي افغان است، صرف نظر از اينکه بعضی ها از کلمه افغان تعبير دوګانه دارد، بعضی ها افغان به معنی پشتون تلقی ميکند، اما ما افغان نه به معنی پشتون، بلکه به معنی هويت ملی و سياسی ومدرن ان تلقی مينمايم. ما درجلسه قضايی به رئيس جمهور ګفتم که در فرانسه (۳۵) درصد (فرانس) زندګی ميکند اما همه باشنده ګان فرانسه (فرانس) را به حيث هويت ملی خويش قبول کردند، در افغانستان هم کدام مشکلی وجود ندارد که افغان را به حيث هويت ملی خود قبول نمايم.)) سپنتا زياته کړه: ((په دې مسله کې زه تاسره هم نظره يم، سره له دې چې په ډېرو برخو کې زما او ستا د نظرونو ترمنځ اختلاف و او شته. خو په دې مسله کې زه ستا د نظر پلوی يم)) البته ډاکتر سپنتا د (دين) په انډول د (ملت) پر عنصر زياته تبصره وکړه او پر همدې توکي يې ټينګار کاوه، ځکه بحث هم د (ملت) پر کليمې و.
له ډاکتر سپنتا، سرمحقق زلمي هېوادمل او کريم خرم سره زما ټلېفوني ارتباطات له دې امله وو چې همدا کسان جمهور رئيس ته لاسرسی لري.
ددې خبرې يادول هم ضروري دي چې نصرالله ستانيکزي هم ډېر زيات معقول حقوقي دلايل وړاندې کړي وو، خو چا ورته څه خاص ارزښت نه و ورکړی. موږ چې د جمهوري رياست دې حالت ته پام وکړ؛ نو خواشيني شو، د ملي تحريک په ګډون مو د بېلابېلو مدني ټولنو، قومي شوراګانو، ځوانو خوځښتونو او فرهنګي ټولنو مطرح اشخاصو ته بلنه ورکړه ، له هغوی سره مو مشوره وکړه او د يوې بلې لويې مظاهرې په لټه کې شو، يو شمېر ولايتونو کې هم له مطرح شخصيتونو سره په تماس کې شو او پر يوه وخت مو په ګڼو ولايتونو کې د لويو مظاهرو د جوړولو تکل وکړ. د مظاهرې لپاره مو د تدارک کمېسيون هم په پام کې ونيو، خو يو شمېر ملګرو وويل: ((يوځل بيا به له ولسمشر سره تماس ونيسو، که نتيجه يې ور نه کړه، نو بيا به خپل وروستی زور په مظاهرو کې راټولوو او څرګندوو)) بيا بيا مو کوښښ وکړ، خو زموږ د څو ځلي او پرله پسې هڅو سره سره له ولسمشر سره پر ملاقات بريالي نه شو. يوه اوونۍ وړاندې راته هېوادمل صيب زنګ وواهه چې رئيس صيب وايی تاسې د ملاقات لپاره خپل لېست راولېږئ، رئيس صيب ماته ويلي چې ملاقات برابر کړه. ما ويل څومره کسان؟ هغه ويل، لس پنځلس متخصص او پوه کسان چې له هر قومه وي، ما د (۲۲) کسانو لېست وربرابر کړ، چې د بېلابېلو سيمو او بېلابېلو قومونو مخور شخصيتونه پکې وو، لېست مې ورولېږه، دوه ورځې وروسته له جمهوري رياسته رنګ راغی، ستاسو لېست ډېر اوږد دی، رئيس صيب وايي، د (يون) په شمول يوازې پنځه تنه. بيا مې په لېست کې کمښت راوړ: يو (شېرعلم امله وال) چې په قوم پشه يي او ښه ليکوال دی، بل (جنرال غلام حسين هزاره)، د سياسي چارو کارپوه، بل (عبدالحکيم تورسن)، په قوم تاجک او د سياسي چارو کارپوه دی، څلورم شخص (چرند سنګ) د خوست د افغان سکانو له جملې څخه دی، او پنځم زه خپله وم، دا لست مې ورکړ، د دلوې پر (شپږمه) د يکشنبې پر ورځ مازيګر څلورنيمې بجې ملاقات برابر شو. کله چې په ګلخانې ماڼۍ کې د ملاقات ځای ته ورسېدو، نو لوی څارنوال (اسحاق الکو)، قاضي القضات (پوهاند عظيمي) ، ډاکتر مدبر، ډاکتر سپنتا، کريم خرم، او نور هم راغلي وو، پوه شو چې دوی هم دې غونډې ته راغلي دي، ولسمشر هم تشريف راوړ، تر ستړي مشي وروسته يې ټول د کابينې د غونډو خونې ته دعوت کړو.
ولسمشر پر خپله څوکۍ او نورو په مشترک ډول دواړو خواوو ته کېناستو، د غونډې ټول ترکيب په دې ډول و:
۱- ولسمشر حامدکرزی
۲- قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي
۳- لوی څارنوال محمداسحق الکو
۴- عبدليې وزير حبيب الله غالب
۵- د علماوو شورا رئيس مولانا قيام الدين کشاف
۶- د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا
۷- د اساسي قانون پر تطبيق د څار کمېسيون رئيس ګل رحمن قاضي
۸- د چارو د ادارې لوی رئيس ډاکتر صادق مدبر
۹- د ولسمشر د دفتر رئيس کريم خرم
۱۰- پوهنوال محمد اسمعيل يون
۱۱- جنرال غلام حسين هزاره
۱۲- شېرعلم امله وال
۱۳- عبدالحکيم تورسن
۱۴- چرند سنګ
غونډه ولسمشر په دې ډول پيل کړه: ((بسم الله الرحمن الرحيم)).
ورونو دا غونډه يوه غير رسمي مشورتي غونډه ده، چې د يوې خاصې موضوع يانې د تذکرو په باب جوړه شوې ده.
يو شمېر ورونه چې د بېلابېلو فرهنګي، مدني ټولنو نمايندګي کوي (همداسې ده که نه؟ (ماته يې وويل، ما وويل هو) ماته عارض شوي وو او خپلې پاڼې يې رالېږلې وې، په هغو کې يې له ما غوښتي وو چې په تذکره کې دې د (دين) او (ملت) يا (اسلام) او (افغان) کلمې وليکل شي، دا ورونه اوس راغلي د دوی دلايل به واورو چې دوی څه وايي، بيا به په دې موضوع غور وکړو)).
ماته يې وويل: ((شروع يې کړه،!)) ما وويل: ((زه يې پيل کړم؟ ده وويل: ((هو!)) ما خپلې خبرې په دې ډول پيل کړې: (( بسم الله الرحمن الرحيم. د قدرمن ولسمشر، قاضي القضات صيب او نورو ټولو قدرمنو مشرانو او د غونډې د برخوالو په اجازه!… ماسره د هويت په تذکره کې د (دين) او (ملت) يا (اسلام) او (افغان) کليمو د ليکلو لپاره ډېر زيات دلايل شته، خو نه غواړم دلته ټول بيان کړم، نه وخت ددې ايجاب کوي او نه دلته داسې خلک ناست دي چې هغوی پر دې موضوع او يا ددې موضوع پر باريکۍ نه پوهېږي، بلکې دلته ټول داسې خلک دي چې پر دې موضوع او د دې موضوع پر حساسيت، نزاکت او ضرورت ډېر زيات او ښه پوهېږي، نو ضرورت نه شته چې ډېر زيات توضيحات ورکړل شي. خو غټو ټکو ته مجبور يم اشاره وکړم: زموږ لرې ماضي، نږدې تېرې ماضي او حال ته په کتو سره (افغان) او (اسلام) داسې ارزښتونه دي چې دا ملت ورڅخه په هېڅ وجه تېرېدونکی نه دی، دې ملت پرې قرباني ورکړې، دا دواړه ارزښتونه نه د رايګرۍ موضوع ده، نه په رايګرۍ راغلي، نه پرې بحث او نظر غوښتنه کېدی شي. او نه څوک ددې حق لري چې پر هغو بحث وکړي. ټول بشري او زموږ انساني قانون ددې حق راکوي چې دا ارزښتونه خوندي وساتو، د افغانستان اساسي قانون (قانون مې وروښود) د څلورمې مادې پنځمه فقره او نورې مادې واضح کوي چې ددې ملت پر هر وګړي د (افغان) کليمه اطلاقېږي او تذکره موږ فرد ته ورکوو، د هر فرد هويت (افغان) دی، هېڅ قانون، هېڅ شخص حق نه لري چې له ماڅخه په چل او فرېب او يا د قوانينو د دوران له لارې دا حق سلب کړي. افغانستان کې هېڅ قانون د اساسي قانون له محتوياتو سره په ټکر کې وضع کېدی نه شي. کوم قانون چې اوس ملي شورا له بېلابېلو لارو او يا هم د څو اشخاصو او کړيو د چالاکۍ او فرېب له لارې تاسو ته رالېږلی، دا د همدغه اساسي قانون د محتوياتو مخالف دی، نو ځکه مردود دی. د افغانستان نورو تېرو تذکرو ته په پام سره چې هلته په اکثرو کې (دين) او (ملت) راغلي، د اسلام او افغان کليمې يې تسجيل کړي دي، د همدې اوسني حکومت په تذکره کې هم د (دين) او (ملت) کليمې ليکل شوي، ريس صيب! تاسو په خپله غالباً پر ۱۳۸۲ ل کال يو فرمان صادر کړ چې د هويت په تذکرو کې دې د ټولو لپاره افغان کليمه وليکل شي))، پر دې مهال ولسمشر وويل ((بې شکه، ما په همدې خاطر دا کار وکړ چې ملي وحدت تامين شي)) ما ورته وويل: ((نو دا څوک و چې هم يې (دين) له تذکرې څخه وويست او هم (ملت)؟)) ما ورته ټولې تېرې تذکرې ورښکاره کړې. ((بله خبره داده چې د نړۍ نورو مطرح هېوادونو د هويت تذکرې که هم وګورئ، اکثرو په کې خپل ملي هويت درج کړی دی))، د لسو هېوادونو لکه قطر، کويټ، نايجريا، المان، برېتانيا او ځينو نورو هېوادونو تذکرې مې هم ورته ښکاره کړې، مخکې تر دې چې زه تذکرې وښيم، ولسمشر وويل، ((نور هېوادونه څنګه دي؟)) ما ورته وويل ((د اکثرو هېوادونو په تذکرو کې نشنيلټي ذکر ده)) ده وويل: ((پاسپورت مه يادونه، تذکره راښيه، ما ورته د لسو هېوادونو تذکرې راوړې وې، هغه مې ورته لاس په لاس مخې ته کېښودې، د المان هم په کې وه په نشنيلټي کې يې ليکل شوي وو (ډوچ) او د نورو هېوادونو هم، ولسمشر وويل: (سپنتا ته يې ورښکاره کړه) ډاکټر سپنتا د ولسمشر ښي لاس ته په وروستۍ ليکه کې ناست و. هغه ته يې لاس په لاس ورکړې. هغه چې تذکرې وکتلې، د تائيد سر يې وخوځوه.
جمهور رئيس د داودخان د وخت تذکره په لاس کې ونيوه، ويې ويل: ((دادی دلته خو يې ملت نه دی ليکلی؟ څو ورخې مخکې موږ په جلسه کې همدا د داودخان د وخت تذکره معيار ونيوله، څرنګه چې هلته ملت نه و، نو موږ وويل چې دلته هم ورته ضرورت نه شته)).
ما ورته وويل: ((رئيس صيب د داود خان په تذکره کې مو همدا يو معيار په پام کې نيولی، چې ملت په کې نه شته که څنګه؟ هلته خو (دين) هم شته، تاسو ولې دين کښلی و، ايا د اوسنۍ تذکرې بڼه هم د هغې تذکرې په شان ده؟ شکل، ژبه او محتوا يې ټول په همغه شان دي؟ بله خبره داده چې د داودخان په وخت کې خو ملت ته هېڅ خطر نه و او نه چا ددې جرئت کولای شو چې د ملت پر وړاندې ودرېږي، د داودخان په تذکره کې (دين) معيار نه نيسئ، خو (ملت) چې په کې نه شته بيا همغه راټينګوئ؟)) دې وخت کې يوځل عدليې وزير غالب صيب غږ کړ، ((در تذکره ما دين بود)) ما ورته وويل: ((نه و، چېرته؟ نه دين و، نه ملت، دين بيا دويم ځل د مولوي صيب تره خېل په وړانديز ولسي جرګې تصويب او په تذکره کې يې ځای کړ، د مشرانو جرګې په مصوبه کې نه دين شته نه ملت)) غالب صيب بيا ټينګار وکړ، ما وويل: ((زه دوه ځله نورو ملګرو سره شورا ته په همدې خاطر لاړو چې تذکره کې نه (دين) و نه (ملت)،)) غالب صيب بيا ټينګار وکړ: ((دين بود تو خبر نداری)) ما وويل: ((لاړ به شو د ولسي او مشرانو جرګې لومړيو بحثونو او تائيد شويو طرحو ته)) دې وخت کې پوهاند صيب عظيمي د غالب صيب د نظر په باب وويل: (دين و، خو په ارشيف کې پاتې شوی)) دا چې د ارشيف مانا دلته څه ده؟ په دې پوه نه شوم، خو څه ناڅه پته ولګېده، هغه طرحه چې وزيرانو شورا پاس کړې وه، په هغې کې د (دين) کليمه وه، خو کومه طرحه چې د عدليې وزارت له خوا شورا ته لېږل شوې، په هغې کې د (دين) کليمه نه شته او يا هم ددې خبرې يادونه نه ده شوې چې د تذکرې پر لومړي مخ دې (دين) وليکل شي.
دې وخت کې ولسمشر بيا وويل: ((نو چې پورته ليکل شوي د افغانستان اسلامي جمهوريت د تابعيت تذکره، نو بيا خو دواړه په کې راغلل، افغانستان او اسلامي، نو بيا (ملت) او (دين) ته څه اړتيا ده؟)) ما وويل: ((رئيس صيب د افغانستان اسلامي جمهوريت د دولت عنوان او رسمي نوم دی، نه د (ملت) نوم دی، نه د (دين). دا عنوان وخت پر وخت بدلېږي، خو زموږ (دين) او (ملت) نه بدلېږي، (اسلام) او (افغان) نه بدلېږي. يو وخت دلته د افغانستان شاهي دولت و، بيا جمهوريت، شو، بيا دموکراتيک جمهوريت شو، بيا اسلامي دولت، بيا اسلامي امارت، بيا موقته اداره، انتقالي اداره او دادی اوس اسلامي جمهوريت دی، يو څو فيصده ددې احتمال هم شته چې سبا ته بيا اسلامي امارت شي. د دولتونو عنوانونه بدلېږي، خو(ملت) او (دين) نه بدلېږي. زموږ (دين) اسلام او (ملت) مو (افغان) دی، دا د دولت په عنوانونو پورې نه تړل کېږي. بله خبره داده چې دې ته د ملي هويت تذکره هم وايي، نو چې زما ملي هويت په کې معلوم نه وي نو د څه شي تذکره ده؟ هغه تذکره چې ستا ملي او عقيده يي هويت نه شي څرګندولای، هغه نو د څه شي تذکره ده؟ څه ارزښت لري؟ لنډه دا چې موږ (بې دينه) او (بې ملته) تذکره نه غواړو او نه يې زغملای شو. دلته يو دولت په دې پلمه سقوط شو چې په تذکره کې يې د (دين) ستون نه و ليکل شوی، اوس به يو حکومت په دې پلمه سقوط کېږي چې په تذکره کې يې د (ملت) ستون نه دی ليکل شوی، نن چې يې د (افغان) کليمه له تذکرې وويستله سبا ته به يې له پاسپورته باسي، بل سبا بيا د افغانستان کلمه هم نه مني، پر هغې به هم راسره بحث کوي. بل په دې کې تاوان څه دی، که وليکل شي؟)) جمهور رئيس وويل: ((هېڅ تاوان نه لري، بلکې ګټه لري، اته نوي فيصده ګټه لري.)) دې وخت کې يې عدليې وزير ته مخ ورواړوه، ويې وويل: ((شما بګويد!)) هغه وويل: ((او جا ګفته شد که جمهوری اسلامی افغانستان امده، ديګر ضرورت نيست، همين افغانستان ملت ما است ديګر ضرورت نيست که ملت نوشته شود يا نه شود، همانجا همين فيصله شد.)) دا چې چا چېرې او څنګه دا فيصله وکړه موږ ته پته ونه لګېده، خو دومره اخيستنه مو وکړه چې د کابينې تر غونډې وروسته نور خلک هم شته چې ځانګړې پرېکړې کولای شي او (ملت) د خصوصي اشخاصو کار دی چې راوړي يې او که نه، دا خلک معلومېږي نه خو کارونه کولای شي. ما سملاسي وزير صيب ته وويل: ((افغانستان زموږ د هېواد نوم دی، د ملت نوم مو (افغان) دی، موږ بايد د ملت او هېواد ترمنځ فرق وکړو. افغانستان رغېدلی له افغانه دی، نو څوک چې (افغان) نه مني (افغانستان) خو اتومات نه مني)).
ما وويل: ((زه نور دلايل هم لرم که وخت و، وروسته به يې ووايم، خو اوس خپلو ملګرو ته نوبت ورکوم.)) جمهور رئيس، (حکيم تورسن) ته اشاره وکړه چې خبرې پيل کړي! تورسن صيب وويل: ((به اجازه رئيس صاحب جمهور و تمام حاضرين محترم در اين مجلس، ما ميخواهم ګفته های خود را در چند کلمه مختصر عرض بدارم، تنها در مورد همين موضوع، شخص سری تذکره تابعيت بحث ميکنم ګر چه موضوعات ديګر نيز وجود دارد که فعلاً وقت اش نيست، اکثر رئيس صاحب لازم ديد، در يک فرصت مناسب ديګر باز بحث ميکنم، رئيس صاحب محترم! بايد عرض شود که در طول سی، سی و پنج سال بسياری ارزشهای مهم به اين و ان عنوان از ما ګرفته شد، تنها افتخار که مانده، همين افغان و افغانيت ما و شما است، که تمام ملت را وصل کرده، کلمه افغان به همه اقوام، خورد و کلان و هر فرد اين مملکت اطلاق ميشود، اين مشخص به يک قوم نيست، افغان افتخار ماست، اين افتخار از ما ګرفته شود، ديګر خو چيز نه مانده، که ګرفته شود، همين هويت ملی ما (افغان) و (افغانيت) مانده اګر اين هم ګرفته شود، ديګر چيزی نمی ماند، حالا که خارج ميروم، همه ما به افغان ياد ميشويم، اګر تاجک و ازبک، پښتون و اينها نوشته شود در خارج برای ما چه بګويد، تاجک کجا استی؟، تاجک تاجکستان، ازبک ازبکستان، پشتون پاکستان، ما قرغيز هم داريم، تاتار هم دارم، اينها را چه بګويد؟ قرغيز قرغزستان يا قرغيز افغانستان، تاتار روسيه يا تاتار افغانستان، در روسيه چندين قوم زندګی ميکند ولی همه انها را روس ميګويد، در تذکره هويت شان برای همه شان روس ګفته ميشود. همين هندو های افغان ما، اينقدر وطنپرست هستند، که ما هندوستان رفته بوديم، يک هندو افغان مارا تابعيت هندوستان ميداد، يک شرط برايش مانده بود، که فقط جای تولد تانرا افغانستان نوشته نکو، هندو افغان ما برايش ګفت، ما در افغانستان تولد شدم، ما افغان هستم، افغان و افغانستان افتخار ما ست، به خدا قسم که او هندو ما خاص از خاطر نام افغان و افغانستان تابعيت هندوستان را قبول نکرد، اين وطن خانه مشترک ما است ما به هيچ وجه از افغان و افغانيت تير شدنی نيستم و اين افتخار بايد از ما ګرفته نه شود ونه ما به کسی به شمول شخص خود شما را حق ميدهم، که هويت ملی ما از ما سلب شود، يک مورد ديګر را نيز ميخواهم جناب رئيس جمهور به شما بګويم، که شما هميشه در مبارزه جاری تان به خارجيها ازديدکوچه اهنګری انتقاد مينمايد، خوب است که از کوچه اهنګری به کوچه زرګری هم قدم بزنيد از زرګران هم مشوره بګيريد، زرګران مشوره بسيار باريک و ظريفانه را ميدهد، خوب است، کارشناسان و افراد چيز هم را نيز وقت به وقت دعوت نمايد و از انها نيز مشوره بګيريد!)) د تورسن صيب په خبرو کې د (کوچه اهنګری) کليمې جمهور رئيس ته ډېر خوند ورکړ، ويې ويل: (( چون جنګ جنګ اهنګری است، از اين خاطر از کوچه اهنګری داخل ميشم))
تورسن صيب وويل: ((ما ګپهای ديګر رانيز دارم خو فعلاً وقتش نيست که همه شان رابيان کنيم، فعلاً به همين ګپهای خود اکتفا مينمايم، تشکر از توجه شما!))
د تورسن صيب په خبرو پسې بيا جمهور رئيس خبرې پيل کړې: ((ګپهای تورسن صيب راست است، ما يک وقت در (شمله) بوديم، در شمله هندوستان، يک روز در يک کوچه بازار پياده ميرفتم، يک دو سه تا طفل پشت ما می امد، خيرات ميخواست، ما به يکی از انها يک چند روپيه دادم، فکر کردم که هر سه اش از يک فاميل است، چند قدم ديګر که رفتم از همين سه طفل يک دختر پشت ما ميدوه، به اواز بلند ميګويد که به او پيسه دادی برای ما هم بدهيد، ما پيسه ندادم، در اخر به اواز بلند دوزدن شروع کرد، عجيب اين که دشنام زدنش به پشتو بود، داسې ترخې کنځلې يې کولې چې ای ستا پلان او مدان چې هېڅ د يادولو نه دي، زه حيران شوم چې دا جلۍ څنګه پښتو وايي، دلته دا جلۍ او پښتو؟ بيا مې ورپسې ورمنډه کړه چې ويې نيسم، پيسې ورته ورکړم، دې راڅخه منډه کړه، ما هم دويدم اينا هم، خو ګيرش نه کردم، طفل ديګر که همرايش بود و از او کرده کمی خورد بود او را ګير کردم، همداسې رپېده له ډاره، ما ويل مه ډارېږه، وهم دې نه، دا راته ووايه چې تاسې دلته څه کوئ او دا پښتو دې څنګه زده کړې؟ ده راته وويل چې موږ خو پښتانه يو، دلته اوسېږو موږ کور کې پښتو وايو، هغه بله مې خور وه، ټول کور کې پښتو وايو، بيا مې د هلک پر سر لاس تېر کړ. اين ها پشتونهای بودند که سابق از پاکستان به هندوستان رفته بودند و در شمله در نزديک کوه های هماليه زندګی ميکرد، پشتو را ياد داشت اما کلی انها خود را هندی ميگفتند، و در تذکره شان (انډين) نوشته بود، به همه هندی ها انډين (اطلاق) ميشود، همين (سلمان خورشيد) که فعلاً وزير خارجه هندوستان است از لحاظ قومی پشتون است و در پشتون اپريدی است، در اپريدی هم کوکخيل است، مګر فعلاً نميګه که پشتون هستم، اپريدی هستم يا کوکخيل هستم، بلکی ميګه که هندی يا انډين هستم. در هندوستان صدها قوم و صدها مذهب هستند، به همه شان انډين اطلاق ميشود، حتی مسلمانان هندوستان هم نشنليتي خود را (انډين) ميګويد. پس ګپ های تورسن صيب راست که هندوهای افغان ما، در هر جای دنيا که باشد، خود را افغان ميګويد و به افغان بودن خود افتخار ميکند.))
ولسمشر بيا جنرال غلام حسين هزاره ته نوبت ورکړ، جنرال هزاره خپلې خبرې داسې پيل کړې: ((به اجازه رئيس صاحب جمهور و همه محترمين حاضر در اين جلسه ما کمکی ملا هستم ملايی صحبت ميکنيم، الله(ج) در قران عظيم الشان می فرمايد: بسم الله الرحمن الرحيم، يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ…
هدف ما ازين ايه کريمه اينبود که خداوند(ج) ما را شعبه شعبه افريده، برای تعارف يکديګر مګر به نزد خداوند(ج) مکرم کسی است که تقوا داشته باشد. وقتيکه ما برای تعارف خويش يک هويت نداشته باشيم، مردم ما را به نام چی و از کجا ميشناسد؟ افغان و افغانستان افتخار ماست، ما سر افغان بودن خويش افتخار ميکنم، يک تعداد اشخاص که انها نه نمايندګی از کدام قوم ميکند. نه از کدام زبان و سمت ګپ انها جدا است، هيچکس حق ندارد افغانيت ما را از پيش ما بګيرد، از اين خاطر ما تائيد ميکنم، اسلاميت و افغانيت بايد در تذکره ذکر ګردد. ما از ګپهای برادر خود اقای يون پشتيبانی ميکنم و طرفدار اين هستم که (دين) و (ملت) (اسلام) و (افغان) در تذکره ذکر ګردد که هويت ملی ما مستحکم ګردد.
ګپ ديګر من به رئيس جمهور اين است که ما خو اين طرف و ان طرف در تلويزيونهای ګپ ميزنم، دولت را ګوشتزد ميکنم، کاستيها، نواقص و کاميابيها را برجسته ميسازيم، خوب است که رئيس صاحب وقت ناوقت اين کارشناسان، اهل خبره و ديګران را دعوت نمايد، از اينها در مورد مسايل کلان مملکت مشوره بګيرد، تنها سر چند نفرکه اين طرف و ان طرف رئيس جمهور حلقه زده به اينها مملکت جور نه ميشود، به هر حال در بعضی مسايل از عملکردها و نظر رئيس جمهور به خصوص در مورد عقد قرارداد امنيتی پشتيبانی مينمايم و در بعضی مسايل ګيله ها و انتقاد های رانيز دارم. در اخر يک بار ديګر ګپهای برادران خود را تائيد مينمايم، و خواهان ذکر کليمه (اسلام) و (افغان) در تذکره هستم.))
جمهور رئيس د جنرال هزاره تر خبرو وروسته وويل: (( جنرال صيب ګپهای ته در تلويزيونها ميشنويم از همه چيز خبر دارم.)) بيا يې شېرعلم امله وال ته د خبرو نوبت ورکړ! شېرعلم امله وال وويل: ((د جمهور رئيس او ټولو قدرمنو مشرانو په اجازه، زما نوم شېرعلم امله وال دی، په قوم پشه يي يم، په پشه يي، پښتو او دري ژبو درېواړو ښې خبرې کولای شم او په همدې درېواړو ژبو ليکنې کوم. تراوسه مې څو عنوانه کتابونه چاپ شوي چې دلته مې راوړي هم دي، رئيس صاحب تاسو ته به يې وروسته درکړم، په پوهنتون کې استاد يم، د حقوقو او سياسي علومو مضمون تدريسوم، لکه څنګه چې مې مخکې په خبرو کې يادونه وکړه، زه په قوم پشه يي يم، خو ملت مې افغان دی او پر افغان وياړم، افغان زما ملي هويت دی او د ټولو افغانانو ملي هويت دی، دا وياړ تقريباً زر کاله وړاندې موږ ته راکړل شوی په دې جغرافيه کې ټول اوسېدونکي افغانان دي. موږ هېچا ته، حتی رئيس صيب تاسو ته هم اجازه نه درکوو، چې زموږ د ملي هويت پر وړاندې ودرېږئ. رئيس صاحب تاسو چې له امريکا سره د امنيتي تړون په باب دا دومره جنجالونه جوړ کړي او دومره ناندرۍ وهئ، دا په دې خاطر چې افغان ملت ته ګټه ورسوئ، دا ولس سوکاله کړئ، که دا هدف نه وي، نو دومره جنجالونو ته څه اړتيا ده؟ رئيس صاحب تاسو په دې تېرو دولسو کلونو کې د ملي وحدت د ټينګښت لپاره ډېر کارونه کړي دي، د خپلې واکمنۍ په دې وروستيو شپو ورځو کې دا بل ګام هم پورته کړه، دا قانوني کار دی، تاسې د اساسي قانون ساتونکي او عملي کوونکی ياست که چېرې تاسو دا کار ونه کړئ نو اينده کې به پر تاسو سخت تور پورې شي او ګټلی نوم به مو له خاورو سره خاورې شي.
نو زموږ غوښتنه ده چې قانون تعديل او د اساسي قانون له روحيې سره سم د افغان او اسلام کلمه د هويت په تذکرو کې راوړئ، تر اسلاميت او افغانيت نور پورته ارزښتونه موږ نه لرو، هېڅوک حق نه لري چې له موږ څخه دا ارزښتونه واخلي. موږ هر ډول قربانۍ ته حاضر يو، که د وينې تويېدنې تر بريده هم ورسېږي، له تاسې څخه د يو روشنفکره افغان په توګه هيله کوم، چې اساسي قانون تطبيق کړئ، ستاسې اساسي دنده هم د اساسي قانون تطبيق او ساتنه ده.)).
د شېرعلم امله وال تر خبرو وروسته ولسمشر (چرندسنګ) ته چې د افغان سکانو له جملې څخه دی، نوبت ورکړ. ولسمشر وويل: ((چرن سنګ اوس ستا نوبت دی وايه)) چرند سنګ وويل: د ريس صاحب او ټولو په اجازه، زه افغان يم او پر افغانيت وياړم، البته (دين) مې له نورو افغانانو جلا دی، خو افغانيت کې ټولو سره شريک يم او ملت مې افغان دی، موږ پخوا هم په تذکره کې د (دين) او (ملت) د ليکلو غوښتنه کړې وه، اوس چې دين په کې ذکر شو، ښه شوه، څوک چې مسلمانان دي، هغه ته به د (دين) ستون په مقابل کې (اسلام) ليکي او څوک چې هندو وي، هغه ته به هندو ليکي، هندو خو زموږ مذهب يا دين شو، نو دا ملت مې څه شو؟ که زه يو بل ملک ته لاړ شم، نو هغه به ماته څه ووايي؟ د کوم ځای هندو يې؟ د هندوستان هندو يې که د بل ځای؟ ملت دې څه شی دی، نو زه به ورته څه ووايم؟ څه موده وړاندې د (قاضي نذير حنيفي) په نامه يووکيل په ولسي جرګه کې وويل: هندوان او سکان دې موږ ته دا ثابته کړي چې دوی څه وخت له هندوستان څخه افغانستان ته راغلي دي؟ دې ښاغلي ته بايد وويل شي چې هندوان او سکان له هندوستانه افغانستان ته نه دي راغلي، بلکې دوی له دې ځايه هندوستان ته تللي دوی ددې وطن اصلي اوسېدونکي دي)).
دې وخت کې جمهور ريس وويل: ((بې شکه، بې شکه چې ددې وطن اصلي اوسېدونکي دي، ښه يې نه دي کړي چې ويلي يې دي، دوی له هندوستانه راغلي دي، دوی ددې وطن اوسېدونکي دي.)) چرند سنګ زياته کړه: ((دا زه افغان يم، ددې وطن ټول هندوان او سکان ځان افغانان بولي، پر افغانيت وياړو، موږ چې د دنيا هر ملک ته لاړ شو، ځان ته افغان وايو، په هندوستان کې هم موږ ځان ته افغانان وايو، پر افغان وياړو، هلته زموږ عزت هم په همدې کېږي چې افغانان يو، موږ غواړو چې دا افتخار له موږ څخه څوک وانخلي، زموږ او د هندوستان د هندوانو او سکانو خو فرق په همدې افغانيت کېږي، که نه مذهب خو مو له هغو سره يوشان دی، خو ملت مو توپير لري، اوس چې څوک موږ څخه دا ملي هويت اخلي، دا د هېچا حق نه دی، نو رئيس صاحب په پای کې بيا وايم چې په تذکره کې د (ملت) او (دين) کليمې ليکل حتمي او ضروري دي، د ملت په مقابل کې دې ټولو ته افغان وليکل شي او د (دين) په مقابل کې څوک چې مسلمان وي، هغه ته (اسلام) او څوک چې هندو مذهبی وي، هغه ته دې (هندو) وليکل شي، دا زما نظر و چې تاسې ته مې وړاندې کړ.))
د چرند سنګ په خبرو پسې ولسمشر د امنيتي چارو سلاکار (ډاکتر رنګين دادفر سپنتا) ته نوبت ورکړ، چې خپلې خبرې وکړي. ډاکتر سپنتا وويل: (( به اجازه همه دوستان! اول بايد ما متذکر شويم که ما در بسياری مورد با همکار سابق خويش اقای يون اختلاف نظر داشتم و دارم ولی در اين مورد ما نظر اينها راتائيد مينمايم.
باوجوديکه ما يک فارسی زبان هستم، قومم معلوم نيست که از کدام قوم هستم، ونه خود ما به قوم متعقد هستم، مادر ما مربوط قوم طاهری است و در خانه ما اخرين کسيکه پشتو حرف ميزد پدرم بود، ما به قوم عقيده ندارم، ولی فارسی زبان هستم و زبان فارسی ما بعد از استاد واصف باختری خوب است، جناب رئيس صاحب من در اين مورد بار ها به شما صحبت کردم و در جلسه اخری نيز سر موقف خود دوباره تاکيد کردم. در اين جلسه يک بار ديګر ياد اور می شوم که من يک افغان هستم، و افغان يک هويت ملی و سياسي ما ست، صرف نظر از ان که بعضی ها افغان را تعبير دوګانه ميدهد، برای ما افغان بودن هويت ملی است، در هر مملکت چندين قوم زندګی مينمايد، ما نميتوانيم، به هر قوم خورد و کلان يک هويت عليحده ملی بدهيم ما اين مثال را چند بار ياد اور شدم، يک بار ديګر تکرار ميکنم که يک جامعه يا ملت مانند يک کور يا پوش پياز است، که پرده اخری يا پوش کلان تمام پرده های انرا پوشانده، حالا ما نميتوانيم که به هر پرده ان نام عليحده بدهم، کلش به نام پياز ياد ميګردد، افغانستان هم کشوری است که در ان اقوام ګوناګون زندګی ميکند ولی همه اينها در پوش افغان ګنجانيده ميشود، و پرده افغان همه اينها را افاده ميکند. تمام جوامع بشری، کشورهای پيشرفته اين مشکل را حل نموده، بطور مثال فرانسه، در فرانسه سی و پنج در صد (فرانس) هستند، ولی همه باشندګان ان کشور (فرانس) رابه حيث هويت ملی خود قبول کرده.)) ډاکتر سپنتا د المان په باب وويل: ((در المان به همه المانيها (دوچ) نوشته ميکند، هفت سال پيش ما پاسپورت المان داشتم، شما خبر داشتيد که ما او را پس تسليم دادم، فعلاً پاسپورت ندارم، ولی اولادهای ما پاسپورت المانی دارد، در پاسپورت انها (دوچ- افغان) نوشته است. مثال های زيادی وجود دارد، رئيس صاحب ما از روز اول برای تان ګفتم، که افغان هويت ملی ماست و حالا نيز ما نظريات برادرها را درين مورد تائيد مينمايم. اګر ستون (مليت) ذکر ګردد و در مقابل اش به همه (افغان) نوشته شود کاری درستی است.))
تر ډاکتر سپنتا وروسته (استاد نصرالله ستانيکزي) ته نوبت ورسېد. هغه خپلې خبرې داسې پيل کړې: ((د محترم رئيس صاحب او ټولو دوستانو په اجازه، زه نه غواړم ډېرې خبرې وکړم، اکثرو دوستانو خبرې وکړې، زه د دوستانو خبرې تائيدوم، منتها د داودخان د وخت د تذکرو په باب يوه يادونه کوم، په تېره جلسه کې هم دا تذکره ياده شوه چې (ملت) په کې نه دی ياد شوی، هلته هم ما خپل دلايل درلودل، اوس يو ځل بيا د هغې تذکرې په باب خپل دلايل وايم. د داودخان تذکره د ۱۳۵۳ل کال په بهير کې ووېشل شوه، دا هغه وخت و چې د مدني حقوقو قانون نه و تصويب شوی، پر ۱۳۵۵ل کال د مدني حقوقو قانون تصويب شو. په دې قانون کې راغلي چې فردي او ملي هويت د يوه هېواد د هر تبع حق دی او دا قانون هم د داودخان په وخت کې تصويب شوی، که داودخان دويم ځل تذکرې وېشلې نو ضرور يې په کې د ملت ستون زياتوه، ځکه چې د هويت يا تابعيت تذکرې له دې قانون سره په مخالفت کې نه شوې تقسيمېدلای، خو داودخان وخت پيدا نه کړ او نور مشکلات تاسې خپله وليدل چې رامنځته شول. ددې لپاره چې دا مشکل حل شي ډاکتر صيب سپنتا د افغان د تثبيت لپاره د (مليت) کلمه پيشنهاد کړه، خو زه د (مليت) پر ځای (ملت) د کليمې وړانديز کوم، ځکه چې له (مليت) کليمې څخه روسانو خلکو ته بل ډول ذهنيت ورکړی، هغوی (مليت) د (قوميت) لپاره کاراوه، نه د نشنيلټۍ يا (ملت) د تعبير په مانا.)) دې وخت کې ډاکتر سپنتا وويل: (( منظور ما همان نشنيلتي است نه قوميت)) ستانيکزي زياته کړه، ددې په خاطر چې له يوې واحدې کليمې څخه دغه دوه ګونی تعبير له منځه لاړ شي نو ښه ده چې د (ملت) ستون زيات شي او په مقابل کې يې ټولو ته (افغان) کليمه وليکل شي.)) ولسمشر هم د (مليت) د کليمې د دوو ګوني تعبير په باب سر وخوځوه او ويې ويل: ((دا د روسانو تعبير و، مليت همدا نشنيلټي ده)). دې وخت کې ما (يون) وويل ددې لپاره چې ټول ناسم تعبيرونه له منځه لاړ شي همدا د (ملت) کليمه سمه ده، اوسنۍ تذکره کې چې همدا اوس تقسميږي هم همدا د (ملت) کليمه ليکل کېږي او په مقابل کې يې ټولو ته افغان.
تر دې وروسته د علماوو شورا رئيس مولانا قيام الدين کشاف خبرې پيل کړې، هغه وويل: ((اسلاميت) او (افغانيت) او (اسلام) او (افغان) داسې حقيقتونه دي چې د لمر په شان روښانه دي، دا داسې دي چې يوڅوک ووايي زه شپه ورځ، تور او سپين نه منم او له هغو څخه انکار کوم. زه افسوس کوم د هغو خلکو په حال چې ځانته نه مسلمان وايي، نه افغان، ماته يو زيات شمېر علما راغلل راته يې وويل، چې موږ بايد په دې برخه کې يوه فتوا صادره کړو، چې ولې د هويت په تذکرو کې (دين) نه دی راغلی، ما څو ځله دا خبره کړې چې افغانستان له اسلام پرته تش کالبد دی، داسې چې په تن کې روح نه وي، ما علماوو ته وويل چې دې برخه کې صبر کوو، نو اوس زه وايم، رئيس صاحب چې دا دواړه کليمې (دين) او (ملت) دې په تذکرو کې راشي، که نه له دې څخه غټ جنجال جوړېږي، دا څه مانا ورکوي چې تذکره کې دې نه (دين) وي نه (ملت) نو دا تذکره د څه لپاره ده؟ افغانستان يو اسلامي هېواد دی، دلته بايد دې مسلې ته ډېر پام وشي، د خلکو احساسات ونه پارول شي.))
دې وخت کې عدليې وزير وويل: ((دين است چرا نيست!)) ما بيا وويل: رئيس صيب د حکومت په طرحه کې نه دين شته نه ملت، دا چې د حکومت کومو مامورينو له کومې لارې او څنګه دا کار کړی، دا بېله خبره ده، خو حقيقت دادی، چې حکومت کومه طرحه لېږلې وه په هغه کې نه (دين) شته نه (ملت).)) ولسمشر وويل: ((ولې نه شته؟ موږ خو دا مسله لېږلې وه.)) دلته عدليې وزير بيا وويل: ((دين است))، دې وخت کې بيا پوهاند صيب عظيمي وويل: ((دا په ارشيف کې شته)). د ارشيف مانا همغه مانا ده چې ما ورته مخکې اشاره وکړه. يانې دا چې که دلته په وزيرانو شورا يا هم عدلي او قضايي کمېسيون کې پرې بحث هم شوی، هلته نه ده لېږل شوې. ما وويل: ((دا خو د ولس زور و چې (دين) يې د ښامار له ستوني راوويست او د تذکرې پر لومړي مخ يې ځای کړ، اوس بايد ملت هم ددې ښامار له ستوني راوځي.))
ما وويل: (( رئيس صاحب اصلي خبره داده چې په ملي شورا کې خلکو داسې فکر وکړ چې ځه دين او ملت خو حکومت په تذکره کې راوړي، يو شمېر خلکو د تذکرې پر لومړي مخ د قوميت د ليکلو غوښتنه کوله، د ولسي جرګې اکثرو غړو پرېکړه وکړه چې د تذکرې پر لومړي مخ د قوميت ذکر ته اړتيا نه شته، دا کار واحد ملت پر قومونو وېشي، نو ټولو ته (افغان) ليکل سم دي. قوميت لکه څنګه چې په ډېټابېس کې و، ډېټا بېس کې پاتې شو، خو ملت نه په ډېټابېس کې و نه د حکومت په وړانديز کې، نو ځکه هم له ډېټا ووت هم د تذکرې له لومړي مخه او کومو وکيلانو چې په شفاهي ډول د ملت يا افغان پر ليکلو ټينګار کاوه، د هغوی تصور دا و چې په متن کې شته، نو قوميت چې پر لومړي مخ رد شو نو خپله يوازې ملت پاتې کېږي، خو ويل کېږي چې د (ملت) په باب د وکيلانو شفاهي تصويب هم له ارشيف څخه ايستل شوی، نو په ليکلي متن کې خو غير له هغې هم نه و، نو ځکه (ملت) هم د تذکرې له لومړي مخ او هم له ډېټا څخه ووت، ولسي جرګه وروسته متوجه شوه، چې (دين) هم پاتې شو، وروسته يې په بله غونډه کې د مولوي صيب تره خېل په وړانديز هغه پاس او بيا يې مشرانو جرګې ته ولېږه. مشرانو جرګې د (تخلص) په زياتولو د حکومت طرح تائيد او ولسي جرګې د (دين) د ستون په زياتولو سره قانون مشترک کمېسيون ته حواله کړ، ګډ کمېسيون پر اختلافي مسايلو بحث وکړ (ملت) د توطيو، دسيسيو او ابهاماتو قرباني شو.)) پر دې وخت عدلي وزير يوځل بيا وويل: ((کلمه افغان در ديتا است)) ما ورته وويل: ((نه شته، ريس صاحب نه په ډېټا کې شته نه د تذکرې پر لومړي مخ.))
ولسمشر ما ته مخ راواړوه: ((دا کار خو موږ کاوه، څه ضرورت و مظاهرو ته، دومره غالمغال او ټلوېزيوني بحثونو ته!)) ما ورته وويل: ((ريس صيب اجازه راکړه، يو دوه درې معترضې جملې ووايم!)) هغه وويل: ((ووايه! ما وويل: ((يو نيم کال د مخه مې احوال درولېږه چې ماته وخت راکړه د هويت د تذکرو په باب درسره ګورم، دا حساسه مسئله ده، يو شمېر کړۍ شته چې غواړي ملي هويت ته زيان ورسوي، ما ته چا وخت رانه کړ، تا وويل چې هېواد مل صاحب سره تماس ونيسه، ما هغه ته وحت پر وخت خپل نظريات ورکړي، کېدی شي هغه تا سره شريک کړي وي، خو د يو نيم کال په بهير کې موږ پردې بريالي نه شو چې تاسو وګورو، کله چې ما استعفی ورکړه، دنده مې پرېښودله او تاسو سره مې ملاقات درلود، بيا مې يادونه وکړه چې که چېرې د ولسي جرګې انتخابات عادلانه شوي وای نو نن به په ولسي جرګه کې افغان ضد عناصرو د ملي هويت پر ضد کارتونه نه پورته کول، د افغان له کليمې سره به يې حساسيت نه ښود، تا وويل چې دا څو محدود کسان دي، هغه ده بايې لوله، تاسې سره دا تصور و چې اکثرو د (ملت) کليمه تاييد او تصويب کړه، خو نتيجه دا وه چې هرڅه د ملت ضد عناصرو په ګټه پای ته ورسېدل.
کله چې له حکومته اشتباه وشوه يا مامورينو درغلي وکړه، افغان او اسلام يې حذف کړل، ولسي جرګې هم اسلام او افغان ذکر نه کړل، مشرانو جرګه هم له اسلام او افغانه لاس پر سر شوه، نو خبره نوره خلاصه وه ، يوازې خبره توشېح ته پاتې وه، دا خو د ولس د مظاهرو برکت و چې ولسي جرګه او مشرانو جرګه يې خپلو نيمګړتياو ته متوجه کړې، په نتيجه کې اسلام بېرته ځای پر ځای شو، نو چې نه دې حکومت عرض اوري، نه مشرانو، نه ولسي جرګه او نه هم کوم بل اورګان، له مظاهرې او هغه هم له اصولي مظاهرې پرته بله کومه لاره پاتې ده؟)) ولسمشر وويل: ((ما خو توشيح نه کړ دا دی پر مېز راته پروت دی)) قانون يې ښکاره کړ، ما وويل: ((ريس صيب دا د همغو مظاهرو برکت دی چې تاسو دا قانون توشيح نه کړ، موږ نه يوازې دا غواړو چې دا قانون بايد توشيح نه شي، بلکې غواړو چې په دې کې تعديل راشي، که تاسو يې توشيح هم نه کړئ، هغه خپله پر قانون بدلېږي، موږ خو ډېره هڅه وکړه چې ددې قانون د توشيح د معياد تر پوره کېدو دمخه تاسو سره وګورو، خو چا زموږ غوښتنو ته غوږ ونه نيوه، که موږ مظاهرې نه وای کړی، نو دا خبره هم له حکومته او هم له شورا څخه تېره وه (اسلام) او (افغان) دواړه قرباني شوي وو)) ولسمشر بيا وويل:(( نه تاسې نور حساس کړل)) ما وويل: ((ولې حساس شي؟ موږ خو اسلاميت او افغانيت غوښتی، ددې په مقابل کې ولې ځينې اشخاص حساس شي؟ بيا چې حساس شي، شي دې، ((نو پر دې وخت ډاکټر سپنتا وويل: ((حساسيت طرف مقابل را هم بايد در نظر ګيرم)) هغو کسانو ته يې اشاره وه چې ويل يې (افغان نيستم)، ما وويل: په سلو کې (۹۹) افغانان افغانيت او اسلاميت غواړي يو کم شمېر اشخاص او کړۍ چې له افغانيت او اسلاميت سره دښمني لري، د هغوی خبرو ته اوس ترجيح ورکول کېږي او (۹۹) په سلو کې خلک له نظره لويېږي؟ ددې لوی اکثريت حساسيت ته پام نه کېږي خو د محدودو اشخاصو حساسيت ته پاملرنه کېږي.
بله خبره دا ده چې اوس د هويت په تذکرو کې د افغان کليمې پر نه ليکلو ټينګار او پر ليکلو يې بې تفاوتۍ، له (ملت) او (دين) سره د مخالفت په مانا ده او بله وروستۍ خبره دا کوم چې که (دين) او (ملت) يا (اسلام) او (افغان) په تذکره کې ذکر شي، ددې تاوان څه دی؟ تذکره پرې سېزل کېږي؟ مصارف پرې زياتېږي؟ د چا پر اوږو بار پرېوزي که څنګه؟ ګټه يې ډېره ده که زيان؟)) ولسمشر بيا وويل: ((نه ګټه يې ډېره ده)) ما وويل: ((چې ګټه يې ډېره ده نو ويې ليکه، فرمان ورکړه)) ده وويل: ((جوړوم يې خو تاسو موږ خپل کار ته پرېږدئ))
تر دې وروسته جمهور رئيس د نتيجې او جمع بندۍ په توګه وويل: ((ورونو موږ دلته شورا هم لرو، د هغوی نظر ته به هم ګورو، ښه پوره بحث وشو اکثريت په دې نظر دي چې په قانون کې بايد تعديل راشي)) (ډاکټر مدبر) ته يې غږ کړ د قانون د توشيح وخت تېر شوی که پاتې؟ ډاکټر مدبر او نصرالله ستانکزي ورته وويل: ((پنځلس ورځې يې پوره شوي، تېره سه شنبه يې وخت پوره شو، هغه اوس د قانون بڼه خپله کړې. دې وخت کې ولسمشر وويل: ((خير نو حل لاره د قانون تعديل دی؟)) نصرالله ستانکزي ورته وويل: ((هو د حل لاره يې همدا ده)) بيا ولسمشر وويل: ((ښه ده په دې به غور وکړو)) ما بيا وويل: ((ريس صيب موږ ته دې مشخص ونه ويل څه وخت به دا کار تر سره شي؟ بيا خبره مبهمه پاتې شوه، هسې نه چې د تېر په شان بيا پاتې شي؟ موږ غواړو وخت رافکس کړې چې موږ ملت ته ډاډ ورکړو)) ده بيا وويل: ((درجوړوو يې نور نو ستاسو کار نه دی دا د حکومت کار دی، موږ خپل کار ته پرېږدئ، کوو يې خو تاسې به ټلوېزيوني بحثونه او مظاهرې نه کوئ)) ما بيا وويل: ((ريس صيب مو به ټلوېزيوني بحثونه او مظاهرې نه کوو خو تاسو به موږ ته ددې کار د عملي کولو تضمين راکوئ او وخت به راته ټاکئ چې تر دغه وخته دا مشکل حلېږي؟)) ده بيا وويل: ((دا بس کوو په دې ورځو کې به يې خلاص کړو، نور ډېرو بحثونو او جنجالونو ته حاجت نه شته ، حکومت خپل کار ته پرېږدئ!)).
په همدې جملو جلسه ختمه شوه ولسمشر بلې خونې ته د بل ملاقات لپاره لاړ.
په دې جلسه کې لوی څارنوال محمد اسحق الکو هم ناست و، زموږ خبرو ته يې د تائيد سر خوځاوه، خو خپله يې څه ونه ويل. (کريم خرم) او (ډاکټر صادق مدبر) هم خبرې ونه کړې. د اساسي قانون پر تطبيق د څار کميسيون مشر (ګل رحمن قاضي) چې ددې غونډې بل برخوال و او لازمه وه چې خبرې يې کړې وې، تر اخره غلی و، هېڅ خبره يې ونه کړه.
تر ملاقات وروسته ما ته ډاکټر صيب صادق مدبر وويل: ((کلمه افغان در ديتا وجود ندارد)) هغه د قانون هغې مصوبې ته لاس ونيو چې ده سره وه او ملي شورا ورته رالېږلي وه.
ددې دومره جزياتو له يادونې او د غونډې د (مينوټ) له ليکلو څخه مې هدف دا و چې د ملي او عقيده يي هويت مسله يوه ډېره حساسه مسله ده، زه اوس هم د ولسمشر پر ژمنې سل په سلو کې باوري نه يم، موږ له جمهور رئيس سره ژمنه وکړه چې ددې قانون تر تعديل پورې به نه ټلوېزيوني بحثونه کوو او نه مظاهرې، خو که چيرې په يو معين وخت کې د ملت دا قانوني غوښتنې ونه منل شوې، نو بيا خو مجبور يو، هم به لاريون کوو هم به ټلوېزيوني بحثونه او هم به ټولې هغه قانوني لارې کاروو چې ددې برحقې داعيې لپاره په کار دي.
ددې تفصيلي ليکنې بل هدف او پيغام دادی چې راتلونکی پښت ته دا په ډاګه کړو چې تاسو چا د هويت له بحرانه ژغورلي ياست او چا درته د هويت پر ضد توطيې جوړې کړې دي؟

ولسمشر حامد کرزي نږدې يو کال پر موږ په صبر او انتظار کې تېر کړ، همدا يې ويل نن د سمون فرمان ورکوم او سبا يې ورکوم، په دې کې د ولسمشرۍ ټاکنې راورسېدې، خو ولسمشر دمضر احتياط له دايرې راونه ووت، خو بيا يې هم (نه) ونه ويلې، کله چې د ولسمشرۍ نوماندانو د ملاتړ خبره راغله، نو موږ له ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه د ملاتړ پرېکړه وکړه، خو له يو لړ وړانديزونو او شرايطو سره، په دې کې يوويشت وړانديزونه او شرايط شامل وو، چې له نورو څخه تېرېږو يوازې (دولسمه) ماده يا برخه يې راخلم :
(ملي هويت: په تېرو (۳۵) کلونو کې د افغانستان او افغان ولس د ملي هويت او ملي وحدت پر ضد زياتې هڅې شوي. ځينې ډلې غواړي په افغانستان کې د ملي وحدت او هويت لپاره نوي او تصنعي تعريفونه وړاندې کړي، ان د (افغان) کلمه هم مسخه کوي او شکلي بدلون په کې راولي.
که چېرې اوسني دولت د هويت په تذکرو کې د (دين) او (ملت) ستونونه ونه ليکل او د دين د ستون په مقابل کې يې هر مسلمان افغان ته د (اسلام) او د دې هېواد د هر وګړي لپاره د (افغان) کلمه ونه ليکله، نو له راتلونکي دولته غواړو چې هم د هويت په تذکرو کې د اساسي قانون له محتوياتو او احکامو سره سم ضرور د (اسلام) او (افغان) د تثبيت لپاره د (دين) او (ملت) ستونونه وليکي او په دې ډول خپل اسلامي او ملي مسوليت ادا کړي او هم د افغان ضد او ملت ضد ډلو ټپلو او اشخاصو پر وړاندې ټينګ ګامونه پورته کړي).
ډاکټر اشرف غني دا او نورې شل مادې راسره ومنلې او د برياليتوب په حالت کې يې راسره دهغو د تطبيق ژمنه وکړه.
موږ په داسې زغرده کمپاين وکړ چې ساری يې د ده پر شاوخوا د ټولو راټولو شويو اشخاصو ګوندونو، ډلو او نورو غوړه مالانو د کمپاين په ټول بهير کې نه و ليدل شوی، منطقي، اصولي او شعوري کمپاين. کله چې دده د برياليتوب څرکونه ولګېدل، نو په سازشونو، ناوړه احتياط او نورو معاملو يې لاس پورې کړ، هر څومره چې دا ناقانونه معاملې غځېدلې، زموږ او ډاکټر صيب اشرف غني احمدزي تر منځ د اصولو پر بنسټ غځېدلی تار سستېده، نه نور هغه ډاکټر اشرف غني احمدزی و، نه يې هغه پخوانی تفکر او نه هم ولس ته اړ مجبوريتونه، په نامه کې يې هم تغير راغی، په چلند کې هم، د ماضي خبرې هېرې او تېرې شوې او د وخت د تقاضا مطابق نوي ياران او نوي ماران راپيدا شول، پخوانيو مخالفينو د موافقينو او موافقينو د مخالفينو رنګ واخيست. زموږ توافق چې له سره د اصولو پر منطق ولاړ و، نود حکومت د جوړښت پر څرنګوالي مو چندان سر نه ګراوه چې احمد راځي که محمود، خو دا راته پته وه چې له څو تنو پاکو انسانانو پرته به نور همغه د بنګالې ټګان وي، همغه ښاماران، ټوپکسالاران، جنګسالاران او يا هم د هغوی دويم او درېيم نسل،خو د معنوي ارزښتونو د ساتلو لپاره مو لا هم هيله وه، ددې ارزښتونو له جملې څخه يو ارزښت هم په کې همدغه د (افغانيت) او بل هم (اسلاميت) د خونديتابه ارزښت و، چې له تېر ولسمشر څخه زخمي او ټکنی اوسني دولت مشر ته راورسېد او هيله وه چې دی پرې د مرحم پټۍ ولګوي، نه دا چې مالګې پرې ودوړوي. د حج په مراسمو کې وم، د لوی خدای (ج) دربار ته مې په لسګونو ځله ددعا لاسونه پورته کړي چې يا ربه دغه دوه ستر ارزښتونه (اسلاميت) او (افغانيت) راته خوندي وساتي. په همدې خاطر مې پر يوه ورځ نهه طوافونه وکړل او (۶۳) ځله د لوی څښتن له کوره راوګرځېدم، پر همغه وخت مې د لس دقيقه يي دمې پر مهال کابل کې بېلابېلو وزيرانو ته زنګونه ووهل، چې ډاکټر صيب ته ووايي د هويت په تذکره کې يې د دوو ارزښتونو ځايونې ته جدي پام وکړي او هغه غبن چې د يو شمېر پردييپالو کړيو له خوا شوی، هغه ته متوجه شي او د ملي شورا په اصطلاح مصوبه لاسليک نه کړي، پخواني ولسمشر چې له خپلو ګڼو مضرو مصلحتونو سره هغه لاسليک نه کړه، نو دی خو يو مفکر سړی ګڼل کېږي، دی خو بايد په هېڅ وجه دا کار ونه کړي.
کله چې کابل ته راغلم، نو په سلګونو څه چې په زرګونو ځله مو د نوي ولسمشر حقيقي او تصنعي يارانو ته زنګونه ووهل چې يا موږ ته وخت راکړي چې ډاکتر صيب ته دا موضوع تشريح کړو، يا دې خپله فکر وکړي او يا دې حقوقي مشاورين راوغواړي، ساړه دېوالونه هم تر دوی ښه وو. له دېوال څخه خو د سوال د ځواب انګازې راځي، خو د ارګ له نويو بې روحو واکمنو څخه د (هو) او (نه) ځواب رانغی، د ارګ له چپړاسي څخه نيولې، تر مشاور، اعلی او ادنا وزيرانو ټولو پورې مې خپل غږ ورسوه او شېبه هه په شېبه مې موضوع تعقيبلوه، خو د غرور او تکبر په نشه مست، له خپل ولسه لرې نويو لويو او وړو چارواکو د دې ملي غږ د اورېدو اوسېله نه لرله، د پټو پردو شاته بيا پټه معامله وشوه او د شپې د ټلوېزيون پر رڼه پرده توره امضا راڅرګنده شوه، دملي شورا يو کلنه رنځېدلې مکروبي مصوبه په ناقانونه ډول لاسليک شوه، عيناً لکه چا چې د ګندمک او يا هم ډيورنډ معاهده په پټو سترګو لاسليک کړې وي، په هغو معاهدو کې خو د افغانستان فزيکي برخه او شتمني بل ته پرېښودل شوه، خو په دې تور لاسليک پر ملي هويت خاورې واړول شوې، يو تورې ليکې د افغان سپينه کلمه د برېښنايي تذکرو له مخه لرې کړه.
ښاغلي (غني) د خپلې (غنا) له خزانې څخه د افغان هويت مخالفينو ته دومره نا مشروع امتياز ورکړ چې نه يوازې يې دهغوی هغې غوښتنې ته لبيک ووايه چې ځان افغان نه بولي، خو د افغانستان ټوله شيره زبېښي، بلکې ملتپال افغانان يې هم له خپله حق محروم کړل چې تاسې هم حق نه لرئ چې ځان ته د هويت په تذکره کې افغان وليکئ! دې ته وايي دملي وحدت! دحکومت مشر، د هويت په تذکره کې د (ملت) کلمه له منځه وړي خو د ملي وحدت حکومت جوړوي؟
نن کېدی شي د قدرت دهوسونو په درياب کې مست نهنګان ددې کار راتلونکي خطرناک عواقب سم حس نه شي کړای، خو کاشکې د دوی بل نسل يا درېيم پښت په خپل هېواد کې اوسېدلای چې بيا يې راتلونکي بحرانونه کتلي وای او د خپلو نيکونو پر قبرونو يې لاړې تو کړې وای او که نه مخ خو به يې ضرور ترې اړولی وای.
اوس نو ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي ته زه د يوه افغان په حيث د افغانانو ولسمشر خطاب نه شم کولای، ځکه چې دده ناقانونه لاسليک يو ناقانونه بهير ته د قانوني بڼې ورکولو لپاره استعمال شو، يوازې مشر به ورته وايو، ځکه چې ولس له ارګه بهر پاتې شو او مشر يې په ارګ کې او يا هم کېدی شي د يو سپين ږيري خطاب ورته وکړو.
دا چې يو جمهور رييس او حکومت د افغان کلمه، چې هېڅ لګښت پرې نه راځي او هېڅ خوله پرې نه تويېږي، هغه په هويت پاڼه کې نه شي ليکلی، نو که افغان ولس او افغان خاوره د ايران او پاکستان تر بريده لاندې راشي اوهلته خو طبعاً ګڼو قربانيو ته اړتيا ده، هلته به دا جمهور رييس او دا ګډوله حکومت څه توره وکړي؟
يو حکومت مشر چې د خپلې کابينې ټاکنه (۹۰) ورځو ته غځوي، نو هغه به د هېواد نور چارې څنګه سمبال کړي؟ خير په هر ډول په دې برخه کې لا قضاوت تر وخته د مخه دی، خو کوم څه چې اوس څرګند دي، هغه د افغانيت پر ستوني د پرديو په لاس د هغې تېرې چړې تېرول دي. چې جوړه شوې بله چېرته وه، خو لاستی ورته دې اوسني دولتمشر ورکړ.
وېره خو لا داده چې ښاغلی غني به تر دې هم وړاندې لاړ شي، د يو شمېر تنظيمونو عناصرو د فشار له امله به په افغاني بانکونو کې هم د هغو غوښتنې ومني يا به د هغو د مشرانو عکسونه او يا يې د قبرونو عکسونه په پيسو چاپ کړي، د پيسو ژبه او بڼه به هم بدله شي.

ګرانو هېوادوالو او قدرمن افغان ولسه! ضرور به ستاسو په ذهن کې دا خبره راګرځي چې خير نو اوس به څه چل کېږي؟ مظاهرې به کېږي؟ لارې به بندېږي؟ ګډ وډي به جوړېږي؟ تذکرې به اخيستل کېږي او که نه نور څه به کېږي؟ غواړم دې هرې پوښتنې او تشويش ته لږ تم شم.
دا حکومت هسې هم چينجن او وروست حکومت دی، جوړښت يې د اضدادو مجموعه ده، په خپله دبحران زېږنده ده او په خپله يې بحران ټوکولای، نه د ولس زور لري، نه د وسلوالو مخالفينو او نه هم د مدني حرکتونو،مظاهرو او لاريونونو!
نو که هر ډول مظاهرې او مدني حرکتونه وشي او بيا وضعه د بحران خواته لاړه شي، نو بيا خو به دا دواړه حکومت مشران؛ ډاکټر صاحبان وايي، چې موږ خو له دې وطن څخه ګلشن جوړوه! خو چا پرې نه ښودو، دا دی دوی په يوه تذکره باندې مظاهرې پيل کړې،ملک يې بحران ته بوته! په دې خاطر چې د واک د مجنونانو دا پلمه ختمه شي او د دوی اصلي جوهر ولس ته څرګند شي، تر هغه پورې چې ددې نوي حکومت، سترې محکمې اودولت نورې اجزاوې بشپړېږي،مظاهرو ته بايد انتظار وباسو او په دې باب هر اړخيزه مشوره وکړو او بله خبره داده چې مظاهرې چاته وشي، هغه چاته چې بايد عرض وړاندې شي هغه خپله د شخړې يو عنصر دی، نو ځکه خو وايو چې درې څلورو مياشتو کې د ولس له مظاهرو څخه د افغان ضد اشخاصو دناوړه ګټې اوچتولو امکان شته، نو ځکه خو دمظاهرو پر ځای په لومړي ګام کې دنورو تدبيرونو دلټون هڅه په کار ده. ولس سره پراخه مشوره او تر مشورې وروسته مظاهرې او يا هم بل کوم غوڅ عمل .
يوه لاره دا هم ده مخکې تر دې چې خبره بحران ته لاړه شي ښاغلی غني دې خپل فرمان بېرته مسترد کړي او دا مسله دې سترې محکمې ته محول کړې.
لارې بندول هم اصلي لار ځکه نه ده چې خپله حکومت په سلګونو ځايه لارې بندې کړي، نو که په لارې بندولو اصلاح راتلای، نو په دوی به راغلې وای، هره ګډوډي هم دولس په زيان ده اودهمغو چارواکو په ګټه يې ګڼو چې له ګډوډۍ څخه يې ګټه اخيستې او ځان يې واک ته رسولی دی.
تذکرې سره بايکاټ اونه اخيستل هم حل لاره نه ده اودا کار تر ټولوزيات خطرناک دی، اصلاً د افغانستان دښمنان غواړي، اکثريت افغانان مايوسه او نهيلي کړي چې تذکرې وانه خلي او يوازې د دوی لاسپوڅي تنظيمونه او د هغو پلويان برېښنايی تذکرې ترلاسه کړي، دې سره به هغوی په راتلونکو ډول ډول ټاکنو کې د خپلې خوښې اشخاص بريالي کړي او بيا به خدای مه کړه د افغانستان د نوم د ورکولو لپاره هم له همدغه (دام) څخه کار واخلي چې د ولسمشر کرزي په واکمنۍ کې يې غوړولی و اود دولت مشر اشرف غني نږدې شپېته ورځنۍ نيم واکه واکمنۍ کې يې ترې هدف ترلاسه کړ، نو که موږ غواړو د هېواد د کورنيو او بهرنيو دښمنانو توطيې شنډې کړو، نو بايد زوړ، ځوان، صغير او کبير، ښځه او نر د تذکرو د اخيستلو هڅه وکړو، که څه هم په دې تذکرو کې واکمن ښامار زموږ ګران او ملي هويت (افغان) تر ستوني تېر کړ، خو هر افغان زلمی بايد مومن خان شي او د هر ښامار له ستوني د خپل هويت جوهر بېرته راوباسي او دا کار هله کېدلای شي چې موږ همدا بې هويته تذکرې واخلو؟ د جبري زهرو د يو ګوټ په شان يې تر ستوني تېر کړو. او بيا وروسته د منطق پر ژبه همدا بې هويته تذکرې د ملي هويت پر تذکرو بدلې کړو. کله چې مو راتلونکو ټاکنو کې د ولسوالۍ له شورا نيولې تر ولسمشرۍ پورې خپل رښتيني استازي وټاکل، نو بيا به له قانوني لارو څخه له عادي لاسپوڅي وکيله نيولې، تر دولت مشره او حکومت مشره پورې ټولو سره حساب اوکتاب کېږي.
زه خپله ولس ته ډاډ ورکوم چې هېڅکله به له خپل ملي او اسلامي هويته تېر نه شم، تر هغه پورې چې زما ملت په دې برخه کې خپلووروستيو ارمانونو ته رسېږي، نو زه د يوه افغان په توګه ددې داعيې د ژوندۍ ساتلو هڅه کوم، له دولت مشر څخه نيولې تر حکومت مشره پورې او بيا له هغه څخه نيولې د هغوی تر واړه تنخوا خور پورې، ټولو ته حاضر يم چې علني مناظره ورسره وکړم او خپله ملي داعيه ثابته کړم. هغوی چې تل به يې نورو ته د مناظرو بلنه ورکوله، ښه ده چې اوس موږ هغو ته د مناظرې او مباحثې بلنه ورکړو، چې ولې دې د ملي هويت دا دومره ستره مسله، لکه په ملي شورا کې د شوي غبن په شان په غبن کې تېره کړه.

تل دې وي ملي يووالی
سر لوړی دې وي افغان ملت

څو چې دا ځمکه اسمان وي
څو چې ژوند په دې جهان وي
څو چې پاتې يو افغان وي
تل به دا افغانستان وي
تل به دا افغانستان وي.