کور / تازه خبرونه / د ولایتي شورا غړو کاري اعتصاب وکړ

د ولایتي شورا غړو کاري اعتصاب وکړ

د میدان وردګو ولایتي شورا غړو د ولسي جرګې د وروستۍ پرېکړې له امله خپل دفترونه وتړل او په دغه پرېکړه کې د بدلون تر رامنځته کیدو پورې کاري اعتصاب پیل کړ.
د ولایتي شورا مؤقت منشي شریف الله هوتک وویل: د ولسي جرګې د پرېکړې له مخې دوی باید د ولایتي ادارې پر کړنو څارنه ونکړي،په داسې حال کې د ولسونو د استازو په توګه دوی څارنې ته تر ټولو زیاته اړتیا لري.
نوموړی زیاته کړه، د میدان وردګو ولایتی شورا غړو د یاد اعتصاب په ترڅ کې له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه،چې یاده پرېکړه دې توشیح نکړي او ورته دې قانوني حل لاره پیدا کړي .
د شورا مؤقت مرستیال میرویس امیري وویل د دوی دغه اعتصاب به تر هغې پورې دوام وکړي،چې په پرېکړه کې بدلون نه وی راغلی .
نوموړی زیاته کړه،که ولسمشر غواړي د فساد مخنیوی وکړي نو ولایتي شورا غړو ته دې په سیمه ییزو ادارو کې د څار حق ورکړي،ترڅو د ولسونو د استازو په توګه ترې شفافه څارنه ترسره کړي .
د ولایتي شورا غړو همدا راز وویل له ولایتي شورا څخه واک اخیستل د ملت څخه واک اخیستل دي او څارنه د ملت حق دی،چې دوی یې استازي دي.
دا په داسې حال کې ده،چې تر دې وړاندې د هېواد ګڼ شمېر نورو ولایتي شورا ګانو هم کاري اعتصاب کړی او خپل دفترونه یې د خلکو پر مخ تړلي دي.