کور / تازه خبرونه / د ولایتي شوراګانو وروستي اعتراضونه

د ولایتي شوراګانو وروستي اعتراضونه

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼوخپل مطالب ترډيره د ولایتي شوراګانو وروستیو اعتراضونو او په کابل کې د تیرې ورځې مظاهرې ته ځانګړي کړي دي، چې په تاوتریخوالي واوښته.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټوټکو لیکلي، ولایتي شوراګانوته د څار واک ورکول پراخ فساد ته زمینه برابرول دي.

ورځپاڼې په دې مطلب کې د چارو د څیړونکو په حواله لیکلي، چې د ولایتي شوراګانو غړي په سیمه ییزه حکومتولۍ کې د معاملو لپاره د څار واک غواړي.

د لیکوال په باور، په تیره دوره کې چې د ولایتي شوراګانو غړو د څارحق درلود په یوه ولایت کې هم داسې ونه شول، چې د خرابې پلې شوې پروژې په اړه دې غږ پورته شي.

سرنوشت په دې مطلب کې سپارښتنه کړې، چې د ولایتي شوراګانو د څارنې د سلب مصوبه باید مشرانو جرګه هم تایید او ولسمشر یې توشیح کړي.

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په یوه مقاله کې د مشرانو جرګې د اداري پلاوي د یو شمېرغړو په حواله لیکلي، چې له حکومتي فعالیتونو نه څارنه د ولایتي شوراګانو د غړو حق دی.

ورځپاڼې په دې مطلب کې چې د څو ولایتونو د ولایتي شوراګانو مشرانو تیره ورځ د مشرانو جرګې له اداري پلاوي سره وکتل او ټینګار یې وکړ، چې ولایتي شوراګانو ته باید بیرته د څارنې حق ورکول شي.

ورځپاڼې د سناتورانو په حواله لیکلي، که د ولایتي شوراګانو غړي په ولایتونوکې حکومتي چارې ونه څاري اداري فساد ته زمینه برابریږي.

ملي ارمان ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله په کابل کې پرونۍ مظاهرې ته ځانګړې کړې او لیکلي یې دي، چې د کابل دغه مظاهره چې پیغمبر ″ص″ ته د منسوب خپاره شوي کاریکاتور د غندلو په مقصد جوړه شوې وه، د وینو په تویدو پای ته ورسیده.

د مقالې لیکوونکي لیکلي، چې دغه مظاهره وروسته د طالبانو په ملاتړ بدله شوه، چې دوه تنه په کې ووژل شول او څو نور ټپیان شول.

په مقالې کې راغلي، چې په مظاهره کې د طالبانو د اسلامي امارت په ملاتړ شعارونه ورکول کیدل او مظاهره کوونکو غوښتل په سیمه کې د یوه خصوصي بانک پر څانګې حمله وکړي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه مطلب کې لیکلي، چې په دې مظاهره کې ۱۷ پولیس او ۷ عام وګړي ټپیان شوي دي.

ورځپاڼې په دې مطلب کې د مظاهره کوونکو له خولې لیکلي، چې لومړي د مظاهره چیانو له خوا په پولیسو ډزې وشوې، د پولیسو یو رنجر موټر زیانمن شو، خو وروسته پولیسو هم په مظاهره چیانو ډزې وکړي، چې دوه تنه یې ووژل.