کور / تازه خبرونه / په کندهار کي د کوچنيانو له پاره ځانګړی پارک او عامه کتابتون جوړيږي

په کندهار کي د کوچنيانو له پاره ځانګړی پارک او عامه کتابتون جوړيږي

د کندهار ښاروال محمد عمر عمر او د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال نن سهار د ولايت مقام په مطبوعاتي مرکز کي خبري کنفرانس ورکړ. ښاروال محمدعمر عمر وويل پلان لري چي سرې جامع ته څېرمه د تازه مېوې د مخکني مارکېټ پر ځای د کندهار په سطحه عامه کتابتون او د کوچنيانو لپاره يو تفريحي پارک جوړ کړي.
نوموړي زياته کړه چي د کندهار د عامه کتابتون لپاره يې دغه ساحه ځانګړې کړې چي اطلاعاتو او کلتور رياست به ورباندي د کتابتون لپاره ودانۍ جوړوي. ښاروال وايي د کتابتون لپاره يې ۲ جريبه مځکه ځانګړې کړې چي پر ۶۰۰ متره مربع به د کتابتون ودانۍ جوړه سي او پر پاته مځکي به پارکینګ او يو شمېر نور لازم ځايونه جوړ سي.
ښاروال داراز وويل چي په ياده ساحه کي به د کندهار د کوچنيانو لپاره يو تفريحي پارک جوړ کړي. هغه زياته کړه دا پارک پر ۶ جريبه مځکه کي جوړيږي.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال وويل له دوو کلونو راهيسي يې هلي ځلي کولې چي د کندهار په يوه مرکزي سيمه کي عامه کتابتون جوړ کړي، چي بالاخره يې مځکه وموندله. مينه پال زياته کړه دا کتابتون چي مځکه يې د ښاروالۍ له خوا ورکول سوې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مرسته جوړيږي.
مينه پال وايي: اطلاعاتو او کلتور وزارت وعده راکړې ده چي په کندهار کي يو ځانګړی کتابتون جوړ کړي، خو د مځکي مسئله يې پر موږ رااچولې وه. زه له ښاروالۍ څخه مننه کوم چي د کتابتون لپاره يې مځکه راکړه. موږ به د کتابتون نقشه وزارت ته ولېږو، تر څو وزارت د کتابتون د ودانۍ جوړولو پروژه منظور کړي.