کور / تازه خبرونه / د امریکايي پاته کېدونکو عسکرو په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې

د امریکايي پاته کېدونکو عسکرو په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو ترډېره په افغانستان کې د امریکايي پاتې کېدونکو سرتېرو او د ولایتي شوراګانو د څارل رول په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د امریکا دفاع وزارت ته د کاندید له قوله لیکلي که د افغانستان وضعیت خراب شي، د خپلو ځواکونو د ایستلو پرپلان به له سره غور وکړو.

همدې ورځپاڼې لیکلي، د امریکايي پوځي چارواکو دا ډول څرګندونې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو لپاره یوه پلمه ده.

د ویسا په سرمقاله کې راغلي واقعیت دا دی چې زموږ هېواد په ناارامیو او په فساد کې ښکېل، له یوې پیاوړې ادارې او نظام څخه محروم، د همدې لپاره وساتل شول چې بهرنیو ځواکونوته د پاتې کېدو اړتیا پرځای وي.

سرنوشت:

بلې خپلواکې ورځپانې سرنوشت په خپلې سرمقالې کې لیکلي افغانستان سختې شپې او ورځې په مخ کې لري.

د لیکوال د معلوماتوله مخې په افغانستان کې به ۲۰۱۵ او۲۰۱۶ کلونه به خونړي وي، ځکه د داعش د را پیدا کېدو لپاره پراخه تبلیغات کیږي.

د لیکوال په باوردا ټول هغه څه دي چې افغانستان به د امریکا د پلان له مخې څو کلونه نورهم د جګړې ډګر وي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپانې لیکلي د ولایتي شوراګانو د څارنې رول باید د متقابل ځواب ورکولو د څرګند تړون په چوکات کې رامنځته شي.

وړاندې په مطلب کې راغلي سیمه ییزو ارګانونو ته لارښوونه شوې، داسې مسوده برابره کړي چې له مخې یې د ولایتي شوراګانو د څارنې د رول ساحې او مواد د قانون په چوکاټ کې مشخص شي.

هېواد ورځپاڼه لیکلي د دغې مسودې د طرحې په باب د ولایتي شورا له غونډې وروسته به، تعدیل شوې طرحه ولسي جرګې ته ولېږي.

انیس:

بلې دولتي ورځپانې انیس په خپلې سرمقالې کې د ولسمشرغني له قوله لیکلي د اصلاحاتو په برخه کې ټول یو اوګډ اهداف تعقیبوو.

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې په اداروکې د فساد د مخنیوي لپاره د ولایتي شوراګانو ريښتنې همکارۍ اړینه او ورته اړتیا لیدل کیږي.

د سرمقالې لیکوال د ملي شورا غړیو ته وړاندیزکوي د ولسي جرګې ته نوې طرحه چې وړاندې کیږي باید اهمیت ورکړل شي، څو په ولایتونو کې له پروژو نه په دقیقه توګه څارنه وشي.