کور / تازه خبرونه / کندهار: د عصري زده کړو انسټيټوټ ۳۰۰ انجوني له عصري زده کړو فارغه او د ښځو ورځ يې هم ولمانځل

کندهار: د عصري زده کړو انسټيټوټ ۳۰۰ انجوني له عصري زده کړو فارغه او د ښځو ورځ يې هم ولمانځل

په کندهار کي د ښځو چارو فعالين وايي، چي د دې ولايت ښځو ته دي کاري چاپيريال برابر سي او د ژمنو پر ځای دي په عمل کي کار ورته وسي.
په کندهار کي ښځوته سوداګريز مارکيټ، په کندهار پوهنتون کي محصلو انجونو ته ليليه جوړول، په صنعتي پارکونو کي ښځو ته د کار د زمينې برابرول د ولايتي اداري د ژمنو څخه وې.
دا ټولي څرګندوني نن د ښځو د نړيوالي ورځي به لمانځغونډه کې وسوې .
په کندهار کې د عصري زده کړو د انستيتيوت مسوولين او ښځينه فعالاني وايې ، چي که څه هم د ښووني او روزني په برخه کي په کندهار کي پرمختګونه زيات سوي دي خو ښځو ته د کاري زميني د نه برابرولو په برخه کي انديښمن دي ، هغوی د ښځو د نړيوالي ورځي په نمانځنغونډه کي له دولته وغوښتل چي په عمومي ډول د ښځو ژوند ته پاملرنه وکړي او په هره برخه کي کاري زمينه ورته برابره کړي.
د کندهار د عصري زده کړو د انسټيټوټ مشر احسان الله احسان وويل چي دولت بايد ژمني په عمل کي پلي کړي
غونډه چي په کندهار کي د عصري زده کړو د انسټيټوټ له لوري جوړه سوې وه، هغو ۳۰۰ تنو انجونو ته هم فراغت ليکونه ورکول سول کوم چي د عصري زده کړو څخه فارغه سوي وه.
د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمنسي غونډي ته په خپله وينا کې د ښځو دپاره په سوداګرۍ او ورته نورو برخو کې د کازي زميني د برابرولو جوړ سوي پلانونه وړاندي کړل.
شمسي وويل پلان لري څو د ښځو لپاره سوداګريز مارکيت، په کندهار پوهنتون کي ښځينه محصلينو ته ليليه او په صنعتي پارک کي ښڅو ته د کار زمينه برابره کړي.
مرستيال والي له فارغه انجونو څخه وغوښته ځو په دولت کي ورسره کار وکړي.
که څه هم د ښځو د ستونزو د حلولو او دوي ته د کاري زمينې د برابره ولو په برخه کي ډېري ژمني سوې خو لا اوس هم د ښځو د تاوتريخوالي کچه پر خپل حال پاته ده.
په کم عمر د انجونو ودول، پر ښځو ظلم، ناوړه دودونه، په بدو کي د انجونو ورکړه، ښوونځيو ته ددوي نه پرېښول او ورته نوري ستونزي د ښځو په مخ کي پراته خنډونه دي.