کور / تازه خبرونه / جمهوررئیس غني د دهمزنګ د ترافیکي پېښي د څېړني غوښتنه وکړه

جمهوررئیس غني د دهمزنګ د ترافیکي پېښي د څېړني غوښتنه وکړه

د افغانستان له جمهوري ریاست څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي ولسمشر اشرف غني د کورنیو چارو وزارت او لویي څارنوالۍ ته امر کړئ چي د کابل ښار د دهمزنګ د سیمي ترافیکي پېښه جدي وڅېړي.
دغه پېښه چي درې ورځي دمخه د کب د میاشتي پر ۱۸ نېټه د کابل په دهمزنګ سیمه کي رامنځته سوه، له امله یې د جهانګیر په نوم یو موټر چلوونکی شهید سو.

د ولسمشرۍ ریاست خبرپاڼه وايي دغه پېښه دي په بشپړ جدیت او هر اړ خیز ډول وڅېړل سي او د اجراتو راپور دي جمهوري ریاست ته ورکړل سي.
جمهور رئیس غني ویلي د قانون حاکمیت د افغانستان د خلکو غوښتنه او د افغانستان د دولت لومړیتوب دئ. هر هغه اقدام چي د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړي او د قانون حاکمیت تر پوښتني لاندې راولي په هیڅ ډول هم د افغانستان دولت ته د منلو وړ نه دئ او په اړه به یې بېړني او قانوني اقدامات ترسره سي. خبرپاڼه وايي هیڅوک هم له قانون څخه لوړ نه دئ او هر هغه څوک چې له قانون څخه سرغړونه وکړي قانوني چلند به ورسره وسي.

راپورونه وايي د پنځو اولادونو پلار جهانګیر په سیمه کي ټکسي چلاوه، چي د ولسي جرګې د یوه وکیل اقبال صافي له موټر سره یې ټکر وکړ او په پېښه کي یې ژوند له لاسه ورکړ. د دې پېښي په غبرګون کي پر ټولنیزو ویبپاڼو ډېري نیوکي وسوې او له حکومت څخه یې د پېښي د څېړني غوښتنه کوله.