کور / تازه خبرونه / جمهور رئیس:د مېرمن فرخندې د قتل د پېښې د څېړنې لپاره یو کمیسیون وګماره

جمهور رئیس:د مېرمن فرخندې د قتل د پېښې د څېړنې لپاره یو کمیسیون وګماره

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د حکم له مخې د مولوي محی الدین بلوڅ په مشرۍ یو کمیسیون ته دنده سپارل شوې چې د ۱۳۹۳ لمریز کال د کب د میاشتې په ۲۸ نېټه د کابل ښار د شاه دو شمشېره جومات مخې ته د مېرمن فرخندې د قتل پېښه په هر اړخیز ډول وڅېړي.
د دغه کمیسیون په ترکیب کې مولوي محمد عمر فاروقي، استاد سید محمد حسین محقق زاده، فوزیه کوفي، شینکۍ کړوخېل، شهلا فرید، محبوبه سراج، نجیب الله عزیزي، شمس الله احمدزی، خپلواک صافی او مجیب الرحمن خلوتګر شامل دي.
کمیسیون دنده لري چې دغه قضیه له شرعي او حقوقي اړخونو وڅېړي او خپل رپوټ د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.
د کورنیو چارو وزارت مکلف دی چې د دغې پېښې په مخنیوي کې د امنیتي بنسټونو مسوولیت وڅېړي او له دا ډول پېښو سره د مبارزې او مخنیوي لپاره د اړوندو بنسټونو د وقایوي تدبیرونو په اړه خپل رپوټ وړاندې کړي.
په حکم کې لارښوونه شوې ده چې ټول اړوند دولتي ارګانونه دې د غوښتنې په صورت کې له موظف کمیسیون سره په هر اړخیز ډول همکاري وکړي.