کور / تازه خبرونه / په پنجوايي کي ۱۱ پروژې ګټي اخيستني ته وړاندي سوې

په پنجوايي کي ۱۱ پروژې ګټي اخيستني ته وړاندي سوې

نن د يو لړ مراسمو پر مهال د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي ۱۱ پروژې ګټي اخيستني ته وړاندي سوې.

په يادو مراسمو کي چي د پنجوايي ولسوالۍ په مرکز کي جوړ سوي ول، د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ له نشه يي توکو سره د مبارزې سرپرست وزير هارون شېرزاد، ولسوالانو، رئيسانو، د فوډ زون پروګرام مسوولينو او د پنجوايي ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی وو.

يادي يوولس پروژې چي کانالونه، د اوبو بندونه او استنادي دېوالونه پکي شامل دي، د فوډ زون پروګرام له خوا د ۴ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت بشپړي او ګټي اخيستني ته وړاندي او د يوه کال په موده کي بشپړي سوې.

د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د پرانيستني په مراسمو کي د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکو ته د يادو پروژو مبارکي وويله او هيله يې وښوده چي دغه پروژې د ترياکو د کښت په له منځه وړلو کي مثبت رول ولوبوي.

نوموړي وويل په هيواد کي د ترياکو کښت د له منځه وړلو لپاره تر ۷ ميليارډه ډالرو زيات مصرف سوي، بيا هم په افغانستان کي د نړۍ په سطحه زيات ترياک کرل کيږي. نوموړي زياته کړه چي که له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د ولايتي ادارې له ۵ کلن پلان سره مطابق پروژې عملي کړي، نو تر ډېره به د خلکو اړتياوو ته ځواب وويل سي او د ترياکو په له منځه وړلو کي به اغېزناک تمام سي.

د کندهار سرپرست والي وويل ټينګار وکړ چي هر وزارت او مرستندويه اداره بايد د ولايتي ادارې د ۵ کلن پرمختيايي پلان مطابق پروژې ډيزاين او پلي کړي، تر څو داسي پروژې عملي سي چي د کندهار اوسېدونکي اړتيا ورته لري. هغه زیاته کړه فوډ زون پروګرام په اوايلو کي داسي پروژې پلي کولې چي د کندهار د خلکو اړتياوي نه وي پکي په نظر کي نيول سوي، خو د ولايتي ادارې تر ډېر فشار وروسته يې د دغه ولايت د ۵ کلن پرمختيايي پلان مطابق پروژې ډيزاين کړې او دا دی نن ورځ يې ټول خلک له مثبتو اثراتو څخه ګټه اخلي.

ښاغلي ويسا داراز د وزارتونو او ډونرانو پر همږغۍ ټينګار وکړ، تر څو په راتلونکي کي د تکراري او غيرضروري پروژو مخه ونيول سي او ويې ويل چي هره پروژه بايد د کندهار يوه شرکت ته ورکول سي تر څو ولايتي اداره او د کندهار خلک هر وخت د پروژې د ټيټ کيفيت يا خراب کار په صورت کي ياد شرکت ته لاسرسی ولري.

نوموړي له نشه يي توکو سره د مبارزې له سرپرست وزير څخه وغوښتل چي تبليغاتي برخه تقويه کړي او نشرات بايد د کندهار په لهجه وي تر څو عام خلک وپوهول سي. هغه داراز وويل چي هڅه کوي د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون، خصوصي سکټور او اړوند رياستونه سره وصل کړي تر څو د يو بل له تجربو او پوهي څخه استفاده وکړي. نوموړي زياته کړه کوچنيو کاروباريانو ته يې په ياد پوهنتون کي مځکي ورکړي تر څو هغوی خپل کاروبار مخته يوسي او د پوهنتون د استادانو او محصلينو له پوهي څخه ګټه پورته کړي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې سرپرست وزير هارون شېرزاد د پنجوايي اوسېدونکو ته د يادو پروژو مبارکي وويله او هيله يې څرګنده کړه چي له دې سره به خلک حلال کښت ته مخه کړي. نوموړي زياته کړه چي د نشه يي توکو کښت د افغانانو ژوند ګواښي او د ترياکو د کښت ګټه تر نيوي زياته فيصدي نړيوالي مافيا ته ځي او هغوی يې بېرته د افغانانو پر خلاف کاروي. هغه زياته کړه چي دا مهال په هيواد کي د معتادينو شمېر درې نيم ميليونه ته پورته سوی دی.

نوموړي وويل چي په هيواد کي له کاله يو ميليارډ ډالر په نشه يي توکو مصرفيږي په داسي حال کي چي اکثره معتادين د اولاد نفقه لا نه لري. هغه زياته کړه که د نشه يي توکو پر ضد مبارزه ونه کړو، نو اينده نسلونه به مو غيرسالم او بېرته به د دې ټولني لپاره لوی ګواښ وي.

د غونډي په پای کي د کندهار سرپرست والي او له نشه يي توکو سره د مبارزې سرپرست وزير ته ستاينليکونه ورکول سول.