کور / تازه خبرونه / د افغان حکومت سیاست کله احساساتي او کله هم عاطفي شي

د افغان حکومت سیاست کله احساساتي او کله هم عاطفي شي

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې د نورو مسایلو ترڅنګ کابل ته د پاکستان د صدر اعظم نواز شریف احتمالي سفر او د وروستیو ناامنیو په اړه د افغان چارواکو څرګندونو ته ځانګړي کړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې د پاکستان صدر اعظم نواز شریف به سبا د کابینې له یوشمېر غړو سره کابل ته راشي.

په مطلب کې د یوشمېر کارپوهانو په حواله لیکل شوي چې د دې سفر هدف دا دی چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د ځپلو مخه ونیسي.

د مطلب لیکوال ویلي چې په افغانستان کې دا مهال امنیتي ځواکونه طالبانو ته د ماتې ورکولو په حال کې دي او دې کار پاکستان سخت اندیښمن کړی دی.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز ورځپاڼې بیا د همدې ناامنیو په اړه د ولسمشر غني په پرونیو خبرو تبصره کړې او لیکلي دي چې ولسمشر اوسني جګړه تحمیل شوې بولي؛ خو د لیکوال په خبره ولسمشر د کوم لوري نوم نه اخلي.

د دې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي چې اوس ولسمشرغني د افغانستان د جګړې له واقعیته خبر شوی او ورته معلومه شوې چې پاکستان په دې برخه کې صادق نه دی.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې د طالبانو له خوا د سولې د خبرو احتمالي پیل افغان امنیتي ځواکونه غافلګیره کړل او هماغه وو چې ناامنیو زور واخیست.

هېواد:

هیواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې وسله وال مخالفین د کورنیو امنیتي ځواکونو پر وړاندې نه شي ټينګیدای.

په سرمقاله کې راغلي چې افغان امنیتي ځواکونو د بادغیس د جوند ولسوالۍ هم بیرته له وسله والو طالبانو څخه ونیوله.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې افغان ځواکونه اوس له دفاعي حالته یرغلیز حالت ته راغلي او د هیواد د دفاع او کنټرول چارې ښې پر مخ بیایي.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې روانو ناامنیو ته په کتو باید د سولې په اړه روانې خبرې او هڅې روښانه شي.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې د افغان حکومت سیاست کله احساساتي او کله هم عاطفي شي؛ خو سپارښتنه یې کړې چې حکومت باید له هرې مسالې سره په سړه سینه چلند وکړي.

په سرمقاله کې راغلي چې سوله هغه مهال راتلی شي چې امریکا په دې برخه کې د زړه له تله کار وکړي او د طالبانو په شرطونو هم غور وشي.