کور / تازه خبرونه / د کندهار ښاروالي اوونيزه غونډه جوړه کړه

د کندهار ښاروالي اوونيزه غونډه جوړه کړه

دکندهارښاروالۍ اووه نیزه ا داري غونډه نن دکندهارښاروالۍ دمرستیال حاجي محمد نسیم((رضایي )) ترمشرۍ لاندي جوړه سوه چي پکښي دښاریانو دغوښتنوترڅنګ نور مهم موضوعات بحث سول .
اداري مجلس پرلاندي موضوعاتو فیصلې وکړې.
اول:ـ د َunهبیتات موسیسې استازو ته دنده وسپارل سول ترڅو دخپل پلان مطابق دښار ددوهمي اودریمي ناحې لپاره ځانګړي شوراګانو دناحیو دمدیرانو سره په ګډه دخلګو په غوښتنه او موافقه جوړي کړي او ترڅنګ یي پر کلکي همږغۍ هم بحث وسو.
دوهم:ـ مجلس تصمیم ونیوی چي دهري ناحې مدیر دي پخپلو ناحیو کي خلګ په دې اګاه کړي ترڅو دناحې داوسیدونکو سره خبري وکړی چي خپل دکورونو ، دکانونواومارکیټونو ټولي برخي دښاري ښکلا اوښایسته ښار درامنځته کیدو په خاطر رنګ کړي .
دریم:ـ دمراقبت مدیریت ته دنده وسپارل سول ترڅو نورهم دمراقبت په برخه کښي ددقت څخه کار واخلي اوپرې نږدي چي ښارکي ښاري بينظمي رامنځته سي او هم ورته هدایت وسو چي نور دي په ښار کښي د ګرمي دموسم په رارسیدو سره قصابان نه پریږدي چي پسونه الوی کړي داځکه په دې سر ه که په ګرمۍ کښي پسونه الوی سي ښاریانوته زیات مشکلات اجادیږي نو لازمه ده چي هرقصاب باید خپلي غوښي بې پوسته خرڅي کړي .
څلورم:ـ وروسته داداري غونډي په اخره کښي په کندهار ښارکښي دالکوزیا په نامه دلمریزي بریشنا شرکت ته کوم چي پخپل شخصي لګښت یي دخپل ملي احساس په خاطر په کندهار ښارکي څلورلمریزي سولرپایي درولي وې او یوه قصاب چي دښاروالۍ دلایحې مطابق یي قصابي جوړه کړې وه او همدارنګه یوشمیر هغه کسبه کاران کوم چي تل یي دکندهار ښاروالۍ سره همکاري کړې وه دښاروالۍ دمقام لخوا تقدیر کړل سول او په کارونو کښي ورته دبریالیتوبونو هیله وسوه اویاده اداري غونډه غرمه مهال ددعایي په ویلو سر ه پای ته ورسیدل