کور / تازه خبرونه / د معلوماتو او خدماتو مرکز ګټي اخیستني ته وسپارل سو

د معلوماتو او خدماتو مرکز ګټي اخیستني ته وسپارل سو

د میدان وردګو ولایت مقام لپاره د معلوماتو او خدماتو مرکز تر جوړېدو وروسته نن ( چهارشنبه) ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه مرکز چې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام د سیمه ییزې حکومتوالۍ د پیاوړتیا برنامې په پنځه سوه دوه ویشت زره ( ۵۲۲۴۰۰ ) افغانۍ مالي لګښت د یوې میاشتې په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه مرکز په تجهیزاتو سمبال د مراجعینو د ناستې ځای،د بستونو د اعلانانو بورډ او د فورمو د ویش لړۍ،د مراجعینو لپاره ټلییفوني سیستم،مجهز کمپیوټرونه او نور اړین توکې لري،چې پر یو مهال د نږدې پنځوس تنو د ځای پر ځآی کېدو وړتیا هم لري .
د دغه مرکز د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د میدان وردګو سرپرست والي،ادارو مسؤلینو او ولایتي شورا غړو سربیره د سیمه ییزې حکومتوالۍ د پیاوړتیا پروګرام د مرکزي زون مسؤل ډاکټر ظریف اکبري هم ګډون کړی وو.
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیانی د یاد پروګرام د چارو د ښه والې،ولایت مقام او ولایتي شورا ته د سلاکارانو د ټاکلو او د هغوی د فعالیتونو له امله مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه،چې دغه پروګرام دې اوږدمهاله شي .
هغه د یاد پرورګرام له لورې د خدماتي او معلوماتي مرکز پر جوړېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه،له دې وروسته به د مراجعینو هغه ستونزې چې د خپلو کارونو د ترسره کولو په برخه کې یې درلودې،په ژر توګه حل کیږي.
د سیمه ییزې حکومتوالۍ د پیاوړتیا پروګرام د مرکزي زون مسؤل ډاکټر ظریف اکبري وویل دغه پروګرام د پای ته رسیدو په حال کې دی،خو د یو نوي پروګرام په ترڅ کې به ولایتي ادارې ته بیا سلاکاران په دنده وګمارل شي او په چارو کې به یې تر دې هم ښه والی راشي .