کور / تازه خبرونه / سرنوشت: پر لویو لارو د تښتونې فرهنګ ولې پياوړی کیږي؟

سرنوشت: پر لویو لارو د تښتونې فرهنګ ولې پياوړی کیږي؟

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب تر ډیره په لویو لارو د برمته نیونو په اړه اندېښنو او د سوریې جګړې ته د افغانانو د استولو موضوع ته ځانګړي کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې پرلویو لارو د تښتونې فرهنګ ولې پياوړی کیږي؟

په سرمقاله کې راغلي چې په دې وروستیو کې دا ډول پیښې څو ځله تکرار شوې او په زابل کې د مسافرو د خوشې کېدو په بدل کې د حکومت معاملې نور اغیز هم پرې وکړ.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې طالبان او نور وسله وال مخالفین اوس داسې فکر کوي چې برمته نیونه له حکومت سره د معاملې ښه لاره ده.

لیکوال ویلي، حکومت ته په کار ده چې د دې ډول پیښو پر وړاندې غوڅ دریځ غوره کړي او مدني ټولنو او رسنیو ته اجازه ورنه کړي چې پروژه ترې جوړه کړي.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز ورځپاڼې بیا په دې اړه خپلې تبصرې ته دا سرلیک ورکړی چې برمته نیونه د باج ګیرۍ یوه ناوړه وسیله.

په دې مطلب کې راغلي چې طالبان لا هم په لویو لارو د خلکو د برمته نیونې وس لري؛ خو لیکوال سپارښتنه کړې چې حکومت باید نور په دې پېښو کې تبادله ونه کړي.

د ورځپاڼې په تبصره کې د پکتیا ولایت د برمته نیوونې وروستۍ پېښې ته اشاره شوې او ویل شوي؛ داسې وېره شته چې دا کار به د جګړې په ستراتیژي بدل شي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې ایران په جبر سره افغانان د سوریې جګړې ته لیږي.

په مطلب کې د جرمني د شپیګل مجلې په حواله لیکل شوي چې ولسمشر بشارالاسد د پوځیانو له کمښت سره مخ دی او د ده پلویان په ځانګړې توګه ایران سوریې ته جنګیالي ورلیږي.

ورځپاڼې دا هم ویلي چې د سوریې په جګړې کې دا مهال سلګونه افغانان وژل کیږي او ممکن د ۷ سوو په شااوخوا کې افغانان د سوریې په جګړه کې وژل شوي وي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې افغان حکومت به له خپلې خاورې پر ګاونډیو هیچا ته د بریدونو اجازه ورنه کړي.

په سرمقاله کې راغلي چې افغان حکومت په دې برخه کې په خپله ژمنه ولاړ دی، خو زیاته کړې ده چې د پاکستان استخباراتي کړۍ بیا تور پورې کړی چې د کراچۍ وروستۍ حمله د افغانستان له خاورې په استفادې شوې ده.