کور / تازه خبرونه / د اولسونو له همکارۍ پرته د امنیت تامین نا ممکن د

د اولسونو له همکارۍ پرته د امنیت تامین نا ممکن د

دغه ټکی د میدان وردګو سرپرست والي نن ( یکشنبه) د ولایت مقام په مسجد کې د امنیتي ارګانونو په ځانګړې ډول د ملي امنیت ادارې له لورې د دیني عالمانو سره په جوړه شوې غونډه کې وکړ.
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاني وویل ټول امنیتي ارګانونه د دغه ولایت د اولسونو لپاره د امنیت د تامین په موخه جدي هلي ځلي کوي.
نوموړی زیاته کړه،که امنیت تامین شي،په دغه ولایت کې به په ښه توګه د بیارغاونې پروژې پلي شي،خلک به په ښه توګه خپلې ورځنۍ چارې پرته له کومې ستونزې پرمخ یوسي .
د هغه په وینا دغه ټولې چارې هغه مهال بریالۍ کېدای شي،چې دیني عالمان او قومي مشران،چې زموږ په ټولنې کې ځانګړی ارزښت لري،له امنیتي ارګانونو سره همکاري وکړي .
امنیه قوماندان خلیل انداربي د تېر کلونو په پرتله د ولایت مقام رهبرۍ او امنیتي ځواکونو د هلو ځلو په ترڅ کې امنیتي وضعیت ښه وباله خو په دغه برخه کې له نورو ننګونو څخه هم خبر ورکړ.
هغه وویل امنیتي ځواکونه شپه ورځ د دغه ننګونو د لمنځه وړلو په موخه کار کوي او په دغه برخه کې باید دیني عالمان او د سیمې خلک له دوی سره همکاري وکړي .
د څلورمې پلې لیوا رئیس ارکان عبدالسمیع او د میدان وردګو همغږۍ مرکز مشر جنرال نواب هم د خپلو خبرو پر مهال دیني عالمان او قومي مشران وهڅول تر څو د امنیت په تامین کې له امنیتي ارګانونو سره همکاري ووسي.
دوی وویل امنیتي ځواکونه د همدې هېواد بچي دي او خپل ځانونه یې د هېواد ساتنې په موخه قربانۍ ته ورکړي دي،نو هیله یې څرګنده کړه،چې د خپلو دغه مېړنیو اولادونو سره پخپلو سیمو کې هر ډول مرستې وکړئ .
یو شمېر نورو دیني عالمانو هم د خپلو خبرو پر مهال د اوسنیو امنیتي ستونزو د حل یواځینۍ لاره سوله وبلله او په دغه برخه کې له حکومت څخه وغوښتل چې د پردیو هېوادونو پر ځای دې اولسي دیني عالمان د سولې په خبرو اترو کې ښکیل کړي .