کور / تازه خبرونه / په كابل ښار كې د نن سهار ځانمرګي بريد۲۴ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

په كابل ښار كې د نن سهار ځانمرګي بريد۲۴ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

دا بريد نن سهار شاوخوا نهه بجې د نهمې امنيتي حوزې اړوند د حامد كرزي نړيوال هوايي ډگر ته نږدې د هوا شناسي پر سړك وشو.
د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، چې په دې پېښه كې دوه ښځې وژل شوي، د اتو ښځو او درې ماشومانو په ګډون ۱۸ تنه ټپيان دي.
د هغه په وينا، دا موټر بم ځانمرګى بريد وو او هدف يې په سيمه كې د بهرنيو ځواكونو موټرونه ول.
نوموړي زياته كړه، چې په دې بريد كې درې باندنيان هم ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو د دې بريد مسووليت پر غاړه اخيستى.