کور / تازه خبرونه / د پاشمول د والې د کاروني پروژه عملاً پيل سوه

د پاشمول د والې د کاروني پروژه عملاً پيل سوه

د پاشمول د ويالې د کاروني او له رسوباتو څخه د پاکولو پروژه پيل سوه.
د پروژې د افتتاح په مراسمو کي چي نن سهار د ژړۍ ولسوالۍ په پاشمول کي جوړ سوي ول، د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، د ژړۍ ولسوال جمال آغا، يو شمېر رئيسانو او د سیمي ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی وو.
د مراسمو په پيل کي د سيمي اوسېدونکو د پاشمول د ويالې د اهميت او د خپلو کروندو د خړوبولو په اړه د ولايت مقام له مرستيال سره هر اړخيز معلومات شريک کړل. د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي د سيمي اوسېدونکو ته د دې ويالې د کښلو او له رسوباتو څخه د پاکولو مبارکي وويله او زياته يې کړه چي دا وياله د سيمي د خلکو په غوښتنه ډيزاين سوې او مالي لګښت يې د فوډ زون پروګرام له خوا د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت له لاري ورکول کيږي.
ښاغلي شمسي وويل دا وياله چي ۱۸ کيلومتره اوږدوالی لري، د څه باندي ۱۷۱ زره امريکايي ډالرو په ارزښت جوړيږي. په دې پروژه کي به ۵۴ زره ميټريک ټنه خاوره او رسوبات له ويالي راوايستل سي. نوموړي زياته کړه په تېرو ۲۰ کالو کي دا وياله په اساسي ډول نه ده پاکه او کښل سوې. د شمسي په خبره: له ډېري مودې راهيسې د دې سيمي خلکو شکايت کاوه چي زراعتي مځکي يې نه خړوبيږي او غوښتنه يې دا وه چي دغه وياله دي پاکه او وکښل سي. دا دی په دې وتوانېدو چي د پروژې عملي چاري پيل کړو. موږ غواړو چي د خلکو د اوبو ستونزه په اساسي ډول هواره کړو، تر څو زراعت مو وده وکړي او د دې پروژې اساسي هدف د حلال کښت ته لار هوارول دي.
د ژړۍ ولسوال جمال آغا له رسنيو سره په خبرو کي وويل چي له تېرو شاوخوا ۲۰ کالو راهيسي د سيمي اوسېدونکي د اوبو له کمښت سره مخ ول، خو د دې پروژې له تطبيق سره به دا ستونزه تر ډېره هواره سي. هغه زياته کړه له دې پروژې څخه بنيادي هدف د سيمي د اوسېدونکو زراعتي مځکي خړوبول او حلال کښت ته لار هوارول دي.