کور / تازه خبرونه / دننګرهار والي د جلال اباد-تورخم پر لاره له بریده روغ وتلی

دننګرهار والي د جلال اباد-تورخم پر لاره له بریده روغ وتلی

د ننګرهار د والي پر موټریز کاروان د جلال اباد-تورخم پر لاره وسلوال برید سوی، چې د رپوټونو له مخې والي ته پکښې کوم زیان نه دی اوښتی.
د ننګرهار ولایت مقام یوې باوري سرچینې د نوم او غږ نه خپراوي په شرط وویل، چې برید نن سهار شاوخوا ۹ بجې د مومند درې ولسوالۍ اړوند په (هزار نو) سیمه کې سوی دی.
سرچینه وايي، چې والي سلیم کندوزی تورخم ته پر لاره و، چې د موټرو پر کاروان یې برید وسو؛ خو چاته پکښې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې وروسته په سیمه کې امنیتي ځواکونو د وسلوالو ځپلو په موخه عملیات پیل کړي
د ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال فضل احمد شیرزاد که څه هم یاده پيښه تایید نه کړه، خو په سیمه کې د پولیسو د یو موټر د چپه کیدو له امله د خپل یو سرتیري د وژل کیدو او یو بل کارمند د ټپي کیدو خبره تاید کړه.