" /> " /> " /> " /> حزب اسلامي :[د بهرنيو ځواکونو خپل سري عمليات غندو او … ] – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / حزب اسلامي :[د بهرنيو ځواکونو خپل سري عمليات غندو او … ] Fotos

حزب اسلامي :[د بهرنيو ځواکونو خپل سري عمليات غندو او … ] Fotos

حزب اسلامي افغانستان :


 [ دبهرنيو ځواکونو خپل سري عمليات غندواوله دولت نه يې دشتون قانون مندي توب غواړو ]


وروسته له شپږو کلونوحزب اسلامي په کابل کې دشاوخا ٢٠٠٠ کسانو په موجوديت کې خپله درې ورځني غونده جوړه اوخپل موجوديت يې په ډاګه کړ.




په غونډه کې دحزب اسلامي په سياسي جوړښت ، دمشرتابه په ټاکلو سربيره په راتلوونکو ټول ټاکنو کې دحزب دګډون اونه ګډون په اړه هم تصميمونه ونيول شول .


دغونډې په وروستۍ ورځ دحزب اسلامي مشر عبدالهادي ارغنديوال ديوکال لپاره وټاکل شو اوهم پريکړه وشوه چې د٣٤ ولايتونو په سطحه باندې يو يواستازي وټاکي ترڅو په ولايتونو کې دحزب اسلامي لخوا دنويو حرکتونه تنظيم کړي .


فضل الله ابراهيمي دغونډې برخه والو ته وويل چې پريکړه وشوه چې  دحزب  اسلامي دموسسانو لس تنه غړي اوپه پارلمان اوسلاکارو  وزيرانو کې ددوي غړي داجرايې شورا دغړو په توګه ومنل شو .


دغه راز  ددې ترڅنګ پريکړه وشوه چې دارالانشادجوړولو ،دحزب ددعوت څانګه ،دځوانانو ،فرهنګي چارو ،  سياسي چارو ،دديني علماو  ،دمعيوبينو   او دښځو داسلامي فعاليتونودڅانګې  په فعالولو سره پريکړه وشوه .


دحزب اسلامي مشر عبدالهادي ارغنديوال وويل چې دوي په افغانستان کې دبهرنيوځواکونولخوا دخپل سرو عملياتو غندنه کوي اوله دولت څخه غوښتنه کوي چې دبهرنيو ځواکونو شتون دې قانون مند کړي .


هغه وويل چې دوي به په نيږدي راتلوونکي کې دحزب لخوا دټاکنو لپاره ديوکانديد په اړه خپل تصميم ډير ژر په ډاګه کړي


په غونډه کې وينا والو  ويل چې دبن پريکړه يوه نيمګړې پريکړه وه اوپه کار وه چې حزب اسلامي او طالبانوته په کې برخه ورکړل شوې وه .


ډاکټر ويرا وويل چې حزب  اسلامي  اوطالبانو په بن کې اوياهم له بن وروسته بايد بلنه و رکړل شوې وه او په قدرت کې بايد ورته پوره برخه ورکړل شوې واي .


هغه وويل چې اوس ټولې دنياته ثابته شوې چې په افغانستان کې دجنګ له لاري سوله نه شي راتلاي او هرڅومره چې بهرني قوته زياتيږي هغومره دخلکو مخالفت اومخالفينو وسله والو مقاومت زياتيږي .

تبصره نسته

  1. Sha Khabara da kho che kashke garda dase way che dwa arkheza khabare ye kawalay kho dase na laka wos che pa wolase jarga ke tola dara maran nast de aw yo so napara sam khalak de no aya da ba bia hagha da HIKMATYAR SAB aw polend da wazeer Qesa nase che laz da sole khabare da karzy sab aw Hikmatyar Sab tar manz che da Reshtia aw darwagho faisala ye la sok na se kawaly bia dy raghle aw da hagha khabaryal che makh ke mor sawe wo khabara raporta kara
    Manana