کور / راپور / ارګ : افغان دولت په لوی اختر کي د طالبانو سره پر اوربند غور کوي

ارګ : افغان دولت په لوی اختر کي د طالبانو سره پر اوربند غور کوي

د افغان ولسمشر اشرف غني وياند هارون چخانسوري وايي، افغان دولت په لوی اختر کي د يو بل اوربند په هکله غور کوي.

هارون چخانسوري وايي، احتمال سته چي افغان دولت په لوی اختر کي د اوربند اعلان وکړي.

نوموړي د  شنبې په ورځ خبري غونډې ته په وېنا کي ویلي د اوربند پرېکړه به افغان دولت او اولس کوي. او تفصيل به يې د اعلان په وخت کي ورکړل سي.

ولسمشر اشرف غني د کوچني اختر وړاندي  د روژې له ۲۷م څخه د کوچني اختر تر پنځمې او بيا د لسو نورو ورځو لپاره د وسلوالو طالبانو سره اوربند تمديد کړ. خو طالبانو يواځي د کوچني اختر په دريو ورځو کي اوربند وکړ.

د وسلوالو سره د افغان دولت اوربند په نړيواله کچه وستايل سو او افغان اولس د اوربند د بيا پيل غوښتني وکړې.

د اوربند په مهال طالب وسله وال په ښارونو او ميله ځايونو کي د افغان دولتي ځواکونو او عامو خلګو سره يوځای اختر ولمانځه او ګډ عکسونه يې واخيستل.

خو طالبانو د اختر د دريو ورځو د اوربند وروسته بيرته د افغان دولتي ځواکونو پرضد وسله وال عمليات پېل کړل.

افغان دولت پر داسي مهال د بيا ځلي اوربند په هکله غور کوي چي په دې  وروستيو کي د طالبانو او د امريکايي چارواکو ترمنځ  د سولې دخبرو د پيل راپورونه ورکړل سوي دي. خو طالبانو په دې هکله رسمي غبرګون نه دی ښوولی.