کور / تازه خبرونه / ملکي تلفات لوړترین حد ته ورسېدل

ملکي تلفات لوړترین حد ته ورسېدل

د ملګرو ملتونو د افغانستان نمایندګۍ نن (سه شنبه) اعلان وکړ چی د ملکی وګړو وژل سږ کال ۴۰٪زیات سوي دي . دغه تازه راپور وایی چی د سږ کال په لومړیو ۸میاشتو کی ۱۴۴۵ملکی افغانان وژل سوي حال دا چی تېر کال دا شمېر ۱۰۴۰ته رسېدﺉ . د یوناما دفتر وایی چی د تېر اګسټ په صرف یوه میاشت کی ۳۳۰غیر پوځیان وژل سوي چی ۹۲یې یوازی په شینډنډ کی امریکایانو ووژل . د ملګروملتونو د بشری حقوقو کمشنر «نوانیتیم پیلې» وایی چی په دې وژنو کی امریکایان ، ناټو ، افغان پوځ او طالبان ټول دخیل دي او پر ټولو یې د بشری او نړیوالو حقوقو د مراعاتولو ږغ وکړ .