کور / شعر / د يووالي غږ

د يووالي غږ

 


د ملنګۍ کچکول په غاړه ګرځم


زه افغانانو ته وحدت لټووم


په ابادۍ سمه او شاړه ګرځم


ويدو زمريانو ته نصرت لټووم


 


کچکول په غاړه دريدلی نه شم


خپلو ځوانانو ته عذرونه کوم


د بابا قبر خر څولی نه شم


زه د نقاق  په اورلتاړه ګرځم


ملي مشرانو ته سيرت لټووم


 


مشر پښتون نه مشرتوب غواړمه


تاجک ازبک او هزاره ورونه دي


بلوڅ  ترکمن نه دا سترتوب  غواړمه


ايماق پارسيان  زمونږ سکه ورونه دي


د قزلباش عرب خپلتوب غواړمه


نورستانيان زمونږ درانه ورونه دي


 


شاړو ګوجرو ته له وياړه ګوځم


ټولو قومونو ته شوکت لټووم


 


دلته دا ټول د يو افغا ن بچي دي


له بدخشان بلوچستانه پورې


دوی دخوشال او احمد خان بچي دي


له اکوړي نه زوړ سستانه پورې


دوی د ايمل، خان غفار خان بچي دي


چمن مردان نه تر جوزجانه پورې


 


زه د اميد پړی په غاړه ګرځم


دې اتلانو ته همت لټوم


دوی ته ميرويس  دوی ته اکبر يادووم


دوی ته ملاله ايوب خان ښايم


دوی ته ميوند دوی ته خيبر يادووم


دوی ته شهيد خان صمد خان ښايم


دوی ته کابل او پيښور يادووم


دوی ته روښان او دريا خان ښايم


 


زه په ژړا خو هسکه غاړه ګرځم


د لوی افغان بيرغ اوچت لټووم


 


که څوک دعوه د افغانيت کوي نن


ملي يووالي ته دې کار وکړي


که څوک دعوه د خپل عزت کوي نن


ملي شته والي ته دې کار وکړي


که څوک رښتيا د ملک خدمت کوي نن


خپل افغانوالي ته دې کار وکړي


 


زه خدمتګار منمه دواړه ګرځم


ولس وطن ته لوړ عزت لټووم