کور / شعر / ګولۍ اوبو کې!

ګولۍ اوبو کې!

ګولۍ اوبو کې!


خپل مخ چې وليده جلۍ اوبو کې


وۍ راولېدلې ده سپوږمۍ اوبو کې


تر ګرېوانه ډوب کړمه خپلو اوښکو


وهم وړې وړې سلګۍ اوبو کې


له کاڼو خيږي د لونګو وږمې


پورته لمبلي دي کوچۍ اوبو کې


څو منګوټي او مات بنګړي پراته دي


بيا لګېدلې ده ګولۍ اوبو کې


څو راڼه ستوري له ټټر پرېوتي


پېغلې څنډلې ده ځولۍ اوبو کې


١٣٨٧-وږی-٢٤