کور / تازه خبرونه / برتانوﺉ قوماندان : د طالبانو سره باید خبري وسی

برتانوﺉ قوماندان : د طالبانو سره باید خبري وسی

اسوشیټیډ پریس د انګلستان د سنډې ټایمز اخبار په حواله لیکی چی په افغانستان کی د برتانوی پوځونو یو قوماندان ډګرمن مارک کارلیټن سمیت ورته ویلی چی په افغانستان کی صرف پوځی کامیابی امکان نه لری او طالبان باید د اوږدې مودې په حل کی برخمن سی . ده وویل چی موږ دا جنګ نه سو ګټلای ، بلکی دومره کولای سو چی هغه یوې داسی سطحی ته راټیټ کړو چی د ستراتیژیکی تهدید له حالته یې وباسو او د افغان اردو تر وس لاندی یې راولو . ده زیاته کړه چی موږ ښایی دونه وکولای سو چی دا جنګ په یو کمزوره مګر دوامداره څپه کی وساتلای سو چی په اطرافو کی به روان وی . ده وویل چی ښه چاره یې دا ده چی د طالبانو سره باید سیاسی خبری اتری وسی او که طالبان دې کار ته چمتو سی نو دا به یو ښه پرمختګ وی او جنګ جدل به خورا کم کړی . خبر زیاتوی چی درې ورځي مخکی هم په کابل کی د برتانوی سفیر هغه بیان خپور سوی و چی ویلی یې وو افغان جګړه بایلونکې ده او لویدیځ باید هلته د ۵- ۱۰ کالو لپاره د قبول وړ یو دیکتاتور راولی .