کور / تازه خبرونه / امریکا : موږ په شینډنډ کی ۳۳ ملکی خلک وژلي وو

امریکا : موږ په شینډنډ کی ۳۳ ملکی خلک وژلي وو

د کاناډا ګلوب اینډ مېل ورځپاڼي نن د پنتاګون د باخبرو منابعو په قول ولیکل چی امریکایی پوځ باالاخره دا اعتراف وکړ چی دوی تېره میاشت د شینډنډ په عزیز آباد کی ۷ نفره نه بلکی ۳۳ ملکی او بیګناه افغانان وژلي وو . منبع بیا هم ادعا وکړه چی په مړو کی ۲۲ یې طالبان وو . د پنتاګون ویندوی « جګړن جو کلو پل » وویل چی د دې ګروېږنو راپور به نن ناوخته خپور سی . خبر زیاتوی چی افغان حکومت ، ملګروملتونو او د مقتولینو خپلوانو او عینی شاهدانو د څه باندی ۹۰ ملکی کسانو د وژلو ادعا کول حال دا چی امریکا صرف ۷ کسه منل . خو اوس یې دا دﺉ څه باندی دیرش کسان ومنل خو بیا هم متباقی کسان طالبان بولي . دغی مسألې په نړیواله جامعه کی د امریکا حیثیت د چلنج سره مخامخ کړی و او ټوله ورباند په غصه وو .