کور / شعر / د آزادۍ د لارې د شهيد د مزار چراغ ته

د آزادۍ د لارې د شهيد د مزار چراغ ته

سل وياړورنه دې په تا وي ته په پټه خوله سوځيږې
لوی ارمان دی دئ په زړه کې چې سوځيږې او بليږې


ته مضمون د مجلسونو چې ياران درباندې وياړي
اور دې سور په سربليږي خو تورتم سوزئ خنديږې


زه په تار د رواجونو  کې تړلی  بندي اوسم
ته ريښه د هسې ګل يې چې سوځيږې راټوکيږې 


ته د خپل ارمان تدبير وې چې تقدير ته تابع نه شوې
ته بليږې  روانيږې  خوږو  زړونو ته  رسيږې


زه په تاباندې پوه نه شوم چې  ته اور يې که  رڼا يې
ستا په اور زړونه پاخه شول ته د اور سره خنديږې


زه چې وينم  تر آسمانه ستا نړۍ  ښکلې  رنګينه
ته د سترو  منزلونو د ارمان په  لور  خوځيږې


زه هم غواړم ستا په ډول چې په سر مې اور کړم پورې
ته مشعل زما د ليارې تل مې ته زړه کې اوسيږې


ته رڼا د خدمتګار يې ته ډیوه زما د ژوند يې
ته  زمونږ  لپاره  وسوې رڼاګانو ته خوښيږې