کور / شعر / غزل

غزل

وجود خبر نه وي سايه په شا د ځان سره وړي


جانان چي ځي هم دغه رنګه ما د ځان سره وړي


هجر پر ما لكه تيارۀ بېرته وزر خپارۀ كړي


زما جانان خو لكه لمر رڼا د ځان سره وړي


شپه ورته تېره كړه شبنم غوندي د ګل پر پاڼه


جانان كه پرخه كه شبنم سبا د ځان سره وړي


لكه لمر مخى ګل مخ ګرځوم په يار پسې تل


داسي ښايست دى ! چي نظر زما د ځان سره وړي


ستا د يادونو ورا راغلې وړي د فكر ناوې


ژړا و ماته راپرېږدي خندا د ځان سره وړي


اسمان به اوښكي اوروي ګلان به خاندي ورته


ازاده ! تا به لكه ګرځ هوا د ځان سره وړي