کور / تازه خبرونه / امريكا او پاكستان پټ تړون لاسليك كړى

امريكا او پاكستان پټ تړون لاسليك كړى


د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي امريكا او پاكستاني مقاماتو يو داسي تړون لاسليك كړى چي له مخي به يې امريكا په قبايلي سيمو كي بمبارۍ كوي او د پاكستان پر پرله پسې نيوكو به غوږ نه كوڼ اچوي.
امريكا په دې وروستيو كي پر قبايلي سيمو د جاسوسي الوتكو پروازونه او د مېزايلو بريدونه ډېر كړي چي په وينا يې د القاعده او طالب جنګياليو پناه ځايونه يې پكښي په نښه كړي دي.