کور / تازه خبرونه / په نړۍ کې د کوچنيانو څخه د ناوړه ګټې اخيستنې د مخنيوي ورځ

په نړۍ کې د کوچنيانو څخه د ناوړه ګټې اخيستنې د مخنيوي ورځ

نن د نومبر ۱۹ د کوچنيانو څخه د ناسمې ګټې اخيستنې د مخنيوي نړيواله ورځ ده، دغه ورځ دنړۍ په ۱۳۵ هېوادونو کې د مدنې ټولنو او دولتونو لخوا د کوچنيانو څخه د ناسمې ګټې اخيستنې د راکمولو په موخه  نمانځل کېږي،نړيوالې سروې ګانې ښيي چې دا مهال په ټوله نړۍ کې ۳۵۲ ميليونه هغه کوچنيان چې عمرونه يې له ۱۸ کالو کم دي په بېلابېلو کارونو بوخت دي، له دې شمېرې سربېره ۱۰۰ ميليونه کوچنيان بيا په ټوله نړۍ کې د کوڅو او سړکونو پر سر کار او ژوند کوي، د افغانستان په شاوخوا  ۱۳ ولايتونو کې هم له ماشومانو نه د ناوړه ګټې اخيستنې د مخنيوي ورځ ونمانخل شوه